تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مساوي معاش: ملګري ملتونه وايي ښځې اوس هم تر نارینه لږ معاش ترلاسه کوي
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بيبيسي
د کار په بدل کې هر انسان د معاش تمه لري خو دا هم ورته مهمه وي چې تر خپل همکار یې تنخواه کمه نه وي.
ملګرو ملتونو نن، د سپټمبر ۱۸ د مساوي معاش ورځ نومولې ده.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ښځې اوس هم تر نارینه لږ معاش ترلاسه کوي.
ملګري ملتونه وايي که انسانان ورته دنده ترسره کوي، نو د جنسیت پر بنسټ د معاش ترمنځ واټن باید له مینځه یوړل شي.
ملګري ملتونه د شمېرو پر بنسټ په دغه غږیز پیغام کې وایي، په ټولې نړۍ کې په منځني ډول ښځې تر نارینه شل سلنه کم معاش ترلاسه کوي.
په داسې حال کې چې یوه نارینه ته به ورته دنده ترسره کوي.
نو ځکه ملګري ملتونه دا عادلانه نه بولي او په پایېدونکو پرمختیايي موخو کې یې یو دا هم دی چې د عین ارزښت لرونکو وظیفو ترسره کوونکو ته، هغه که نارینه وي یا ښځینه باید مساوي معاش ورکړل شي.
ملګري ملتونه وايي په نړۍ کې ځینې هېوادونه او شرکتونه د داسې لارو چارو مخکښان دي چې په کې د ښځو او نارینه و د تنخواه ترمنځ واټن له مینځه یوسي.
ملګري ملتونه هغه بنسټونه چې د رڼو اسنادو په وړاندې کولو وښيي چې په کې د ښځینه او نارینه کارکوونکو معاشونه یو ډول دي، د ښه اعتبار نوملړ کې راولي.
دې موخې ته د رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ملاتړ د EPIC یا مساوي معاش نړیوال ایتلاف شته چې ځینې مهم بنسټونه یې غړي دي.
دغه ایتلاف هڅه کوي تر ۲۰۳۰ کال پورې د نارینه او ښځینهو د معاش ترمنځ واټن د پام وړ کم کړي او کار برابروونکي بنسټونه د خپل ایتلاف برخه وګرځوي.