د سوریې د ولسمشر ډراماتیک بدلون: څنګه د امریکا له ولسمشر سره لیدو لپاره تر سپینې ماڼۍ ورسېد؟

د سوریې نوی ولسمشر احمد الشرع د یوه پرېکنده پړاو په ترڅ کې په داسې حال کې پر نړیوال دريځ راڅرګندېږي چې ښه ګنډل شوې درېشي یې اغوستې او وېښتان یې شا ته ږمنځ کړي دي.

د جګړې ستړیاوې یې شا ته پرېښې دي، نوی نوم یې موندلی او اوس د نړۍ له ځینو ځواکمنو مشرانو سره لاس په لاس روغبړ کوي.

د سوریې دغه نوی مشر تر هغه دوه اوونۍ وروسته په رسمي سفر واشنګټن ته رسېدلی دی چې امریکا یې په رسمي ډول هغه دریځ لغو کړ چې دی یې پر بنسټ د ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه یاداوه.

دغه پخوانی سخت‌دریځه اسلامپال وسله‌وال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې ګوري. دا لیدنه تر هغې ۱۱ میاشتې وروسته ترسره کېږي چې د الشرع یاغي ډلې مخکېنی ولسمشر بشارالاسد له واکه لېرې کړ.

نو دې سړي څنګه داسې ډراماتیک بدلون وکړ چې یو وخت یې امریکا پر سر ۱۰ میلیونه ډالر انعام ایښی و؟

الشرع شاوخوا کال مخکې له واک ترلاسه کولو وروسته هڅه کوي چې یو ځل بیا په نړۍ کې سوریې ته ځای پیدا کړي. هغه هېواد چې د بشارالاسد تر واکمنۍ لاندې شاوخوا ۱۳ کاله د کورنۍ جګړې له کبله څو لسیزې څنډې ته شوی یا له انزوا سره مخ و.

هغه په تېره سپتمبر میاشت کې په امریکا کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل چې، "د نړۍ د هېوادونو په منځ کې خپل حقيقي ځای/برم بېرته ترلاسه" کوي. هغه همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې بندیزونه ترې لېرې کړي.

د احمد الشرع بدلون د یوې لسیزې په اوږدو کې ورو ورو رامنځته شوی؛ له عامو ویناو رانیولې بیا له نړیوالو رسنیو سره تر مرکو پورې. همداراز یې په ظاهري بڼه کې هم تغیر ترسترګو شوی.

دی داسې یو سړی دی چې ښکاري د سمبولیزم د زور په اړه ډېره ژوره پوهه لري.

هغه چې یو وخت یې د جهادي وسله‌والو دودیز کالي اغوستل، په تېرو څو کلونو کې یې د لوېديځ سټایل جامې غوره کړې دي. تېر کال د اسد رژيم د نسکورولو په عملیاتو کې یې هغه پوځي لباس کړی و چې دی یې د عملیاتي خونې د قومندان په رول کې ښکاراوه.

دا څه د الشرع په اړه له هغه تصوره ډېره لېرې خبره ده چې یو وخت دی د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده. هغه مستعار نوم چې د سوریې د هیئت تحریر الشام د مشر په توګه ده ته کارول کېده. (اېچ‌ټي‌اېس) یا هیئت تحریر الشام تر ۲۰۱۶ کاله له القاعده شبکې سره تړلې ډله وه او په همدغه کال الشرع ورسره اړیکې پرې کړې.

د تحریر الشام ډلې تر مشرۍ کولو مخکې الشرع په عراق کې د القاعدې لپاره جنګېده او یو څه موده امریکايي ځواکونو نیولی او بندي کړی هم و.

د الشرع په مشرۍ کې هیئت تحریر الشام په ادلب کې پر یوه غالب ځواک بدله شوه چې د سوریې په شمال لوېديځ کې د دې ډلې یاغیانو تر ټولو لوی او قوي مرکز و، شاوخوا څلور میلیونه خلک پکې اوسېدل او ډېر شمېر یې د سوریې له نورو ولایتونو ورکډه او بېځایه شوي وو.

د دې له کبله چې هیئت تحریر الشام د یوې وسله‌والې ډلې په توګه یادېدله نو د اندېښنو د لېرې کولو او پر سیمه د واکمنۍ لپاره یې په ۲۰۱۷ کې د خپلې سیاسي او اداري څانګې په توګه ملکي جبهه رامنځته کړه. نوم یې (اېس‌جي) یا د سوریې ژغورندوی حکومت پرې کېښود.

اېس‌جي د یوه دولت په څېر فعالیت کاوه چې لومړی وزیر، وزارتونه او سيمه‌ييز ارګانونه یې درلودل او د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په څېر سکتورونو څارنه یې کوله. د دې ترڅنګ یوې شورا هم کار کاوه چې پر شریعت یا اسلامي قوانینو ولاړ اصول یې تطبیقول.

د خپل انځور ښه کولو لپاره الشرع په فعاله توګه په عام محضر کې په راڅرګندېدو او له خلکو سره ښکېل شو، د بې‌ځایه شوو پنډغالو لیدو ته ورغی او په غونډو کې یې ګډون وکړ. همداراز د مرستندویه بهیر څارنې ته ورغی په ځانګړي ډول په ۲۰۲۳ کې د زلزلو له کبله د رامنځ‌ته شوي ناورین پرمهال.

هیئت تحریر الشام د حکومتولۍ او زېربناو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې په داګه کړې چې پرمټ یې خپله واکمني مشروع او د ثبات او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپله وړتیا وښيي.

په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو له امله یې د یوه الهام په توګه د طالبانو ستاینه وکړه چې په وینا یې، د جهادي هڅو او سیاسي هلوځلو ترمنځ یې توازن وساته او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره یې ځينې تاکتیکي جوړجاړي وکړل.

په ادلب کې د الشرع هڅو د هغه تګلاره روښانه کړه چې تحریر الشام ډله د جهاد کولو ترڅنګ په اغېزناک ډول د حکومتولۍ وړتیا هم لري.

د همدغو سمونونو په غبرګون کې د امریکا متحده ایالتونو د روان کال په پیل کې له هیئت تحریر الشام بندیزونه لېرې کړل.

خو د الشرع په مشرۍ کې تحریر الشام ډله تورنه شوه چې ګواکې واک ته د رسېدو لپاره یې نورې جهادي او یاغي وسله‌والې ډلې وځپلې او حاشیې ته یې ټېل وهلې.

د بشارالاسد تر نسکورېدو څو میاشتې مخکې (اېچ‌ټي‌اېس) یا هیئت تحریر الشام ځينې اصلاحات پیل کړل. له بشري حقونو په سرغړونو تورن خپل یو جنجالي امنیتي ځواک یې منحل او یا یې نوم وربدل کړ او د شکایتونو څانګه یې جوړه کړه چې خلک یې د سرغړونو په اړه شکایت وکړای شي.

پر ده نیوکه کوونکو دا څه هسې یوه ننداره او د مخالفانو د کنټرولو ضد ګامونه یاد کړل.

له ټرمپ سره د الشرع لیدنه د ډېپلوماتیکې بیارغونې یوه تازه هڅه ده. هغه په تېره مې میاشت کې هم د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملګرو ملتونو عمومي غوندې پر مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیدلي وو. ټرمپ الشرع داسې یو کس بللی و چې په وینا یې، "کلک سړی" دی او "قوي تېر/ماضي" لري.

الشرع د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ویلي وو چې سوریه "د نړۍ د هېوادونو ترمنځ خپل حقیقي برم/ځای بېرته ترلاسه کوي" او پر نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چې پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

په ځواب کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د لېرې کولو په اړه د امریکا د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې پر بنسټ یې د واشنګټن له لوري پر سوریې او نوو مشرانو یې لګول شوي بندیزونه په تدریجي ډول د یوه میاشتېني اوږده بهیر په ترڅ کې نرمول کېږي.

خو د ده له تېر یا ماضي سره سره بیا هم الشرع د هغو حکومتونو ملاتړ ترلاسه کړی دی چې د اسد رژيم مخالف وو او ژمنه یې کړې وه چې د داسې یوه منځلاري حکومت رهبري به ورته د منلو وي چې د سوریې د بېلابېلو قومي ډلو او خېلونو ملاتړ ورسره وي.

په تېره مې میاشت کې له 'اېکونمېک' ورځپاڼې سره په مرکه کې الشرع وویل، "موږ په غچ اخیستنې سره خپل راتلونکی نه شو جوړولی. سوریه باید یوازې د ګټيالیو نه بلکې د خپلو ټولو خلکو ګډ کور و اوسي."

خو رښتیا دا دي چې د امریکا پلازمېنې ته د هغه تر رسېدو څو ساعته مخکې په ډاګه شوه چې د سوریې امنیتي ځواکونو له اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش سره د تړاو لرلو په شک لسګونه کسان نیولي دي.

د روان میلادي کال په پیل کې الشرع دا ژمنه هم وکړه چې د خپلو امنیتي ځواکونو هغه عناصر به له منځه یوسي چې د سوریې د علوي لږکیو په اعدام تورن دي. خو دا داسې موضوع ده چې دی به په سختۍ سره پکې ازمویل کېږي.

په دې وروستیو کې د سني بدوي قبیلې جنګیالیو او د دروز ملېشې ترمنځ مرګونی تاوتریخوالی رامنځ‌ته شو. دا چې پر نړیوال دريځ څه روان دي او هغه انځور څنګه دی چې د سوریې ولسمشر الشرع یې وړاندې کوي، په خپل ځای خو دې تاوتریخوالي ځينې پوښتنې راپورته کړې دي چې د یوه جګړه کوونکي تېر لرونکي (اېچ‌ټي‌اېس) ډله یا د تحریر الشام په مشرۍ حکومت د دغه هېواد ثبات ساتلی شي او که نه.