تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له یوې میاشتې ځنډ وروسته د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه
د تورخم کمیسار ویلي، تورخم لار د شنبې په ورځ د مسافرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه. دا لار وړمه ورځ یوازې د بار وړونکو موټرو لپاره بېرته پرانیستل شوې وه.
د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار ویلي، ټاکلې وه چې دا لار پرون جمعه د مسافرو پر مخ پرانیستل شي، خو نن رسما پرانیستل شوه او په ځنډ د پرانیستل کېدو لامل ها غاړې ته د وسایلو تخریب یاد شوی دی.
په تورخم کې د طالبانو سرچینې وايي، دا دروازه نن (شنبه) په ځايي وخت ګهیځ شاوخوا اتهنیمې بجې د هغو مسافرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه چې وېزې لري.
هلته له ډېرې مودې بند مسافر راغونډ شوي او نن ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو تګ راتګ په عادي ډول روان و.
تورخم دروازه د تېرې فبرورۍ پر ۲۱مه وتړل شوه چې ورسره دواړو غاړو ته زرګونه مسافر او د سوداګریزو توکو بار ګاډي بند پاتې وو.
دا دروازه د دواړو ګاونډیو هېوادونو لپاره د مسافرو د تګ راتګ او بار وړونکو او سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد لپاره مهمه او حیاتي ګڼل کېږي.
له پاکستانه 'افغان کډوال باید ابرومندانه هېواد ته راستانه شي'
د تورخم دروازې له بېرته پرانیستل کېدو سره هم مهاله د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان پرون جمعه ناوخته کابل ته رسېدلی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل پر اېکس لیکلي چې ښاغلي صادق خان او ورسره مل پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي.
ښاغلي تکل د دې ناستې ځینې انځورونه هم خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي چې دواړو غاړو پر دوو اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزیټ او د ولسونو ترمنځ د تګ راتګ په اړه خبرې وکړې.
همدا راز، د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین باید د جبري ویستلو پر ځای په تدریج سره په ابرومندانه شکل خپل وطن ته راستانه شي.
د پاکستان ځانګړي استازي افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه وباله او ژمنه یې وکړه چې افغانانو ته د ویزو د ورکړي او پاکستان ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار به اړین اقدامات کوي او هم به د تجارت او ترانزیټ په برخو کي د شته ستونزو د حل په لوري عملي ګامونه پورته کړای شي.
بله خوا، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم له دې ناستې وړاندې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې په پام کې ده له پاکستاني پلاوي سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه د دروازې د بندېدو، د افغان کډوالو د ستونزو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث وشي.
وړاندې، د پاکستان فدرالي حکومت له ۲۰ لکوو د ډېرو افغان کډوالو بېرته خپل هېواد ته د لېږلو د پالیسۍ عملي کولو لپاره د اسلاماباد ادارې او څلور ایالتونو ته لارښوونې کړې وې او له هغوی یې د اړینو ګامونو اخیستلو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر ۳۱ مارچ پورې به هغه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې افغان سېټیزن کارډونه لري.
یاد کارتونه د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته ورکړي وو او د دغو کسانو ټول معلومات له حکومت سره ثبت دي.
هغه کړکېچ چې حل یې نه دی موندل شوی
تورخم لار دا وار د فبرورۍ پر ۲۱مه وتړل شوه. یوه پاکستاني چارواکي ویلي و، طالبانو پر ډېورنډ کرښه امنیتي پوستې جوړولې خو کله چې ترې پاکستاني لوري غوښتنه وکړه چې د دغو ودانیو کار دې ودرول شي طالبانو انکار وکړ او پاکستاني ځواکونو یې غبرګون کې لار وتړله.
د لار له تړل کېدو وروسته څو ځلې د طالبانو حکومت د پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې هم وشوې، چې په دواړو غاړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
له نښتو وروسته په کابل کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبد المتین قانع ویلي وو چې له دیپلوماتیکو لارو د شخړې د حل غوښتونکي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم لار تړل کېږي او یا هم دا ډول ناندرۍ رامنځته کېږي. په تېرو څو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو واري خونړۍ شخړې هم شوي. د ۲۰۱۶ کال په جون کې تورخم لار له یوې میاشتې ډېره موده تړلې وه او په جګړه کې دواړو غاړه ته پراخ زیان اوښتی وو.
لا خو پر ډیورنډ کرښه د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو په تړاو داسې همغږې ادارې نشته چې د سیاسي جنجالو پر مهال دې سوداګري او ټرانزیټ خوندي وساتل شي، سوداګر وايي هر کله د کابل او اسلام اباد سیاسي ترینګلتیا مخامخ پر دوی اغېز پرېباسي.