تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل-هرات لویې لارې اوږدو کې ترافیکي پېښه: ۱۱ کسان مړه شوي او څلور ټپیان دي
د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې ځايي چارواکي وايي، د هرات او کابل تر منځ د غزېدلې لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ له لوري په یوه اېکس پیغام کې ویل شوي، په دې پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
پېښه د واشېر ولسوالۍ اړوند کاریز سیمه کې د دوو مسافر لېږدونکو موټرو تر منځ د ټکر له کبله رامنځته شوې.
رپوټونو کې ویل شوي، له هراته کابل ته روان بس او له کابله هرات ته پر لار میني بس (فلائینګ کوچ) ډوله موټر ټکر شوي، چې له کبله یې دا پېښه رامنځته شوه.
ځايي مسوولین وايي، د پېښې ټپیان د (العزم قول اردو) او ګرشک ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ په پیغام کې د دې پېښې ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښوول شوی.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د هلمند امنيه قوماندانۍ وياند ملا عزتالله حقاني له قوله ویل شوي، پېښه د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ د چلوونکو د بېپامۍ له امله رامنځته شوې ده.
په افغانستان کې معمولاً خرابې لارې، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، له ترافیکي قوانینو سره نابلدتیا یا یې نه مراعتول د خونړیو ترافیکي پېښو لامل کېږي، چې هر کال سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړوي.
چارواکو په تېر کې ویلي، په ترافیکي پېښو کې ډېره مرګ ژوبله پر لویو لارو اوښتې او دا چې کابل-کندهار او کابل-جلال اباد لویې لارې پکې تر نورو ډېرې خونړۍ او خطرناکې وې.