شمالي‌ وزیرستان کې د پاکستان امنیتي‌ ځواکونو پر یوه مرکز برید شوی

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د موټر بم او وسله‌وال برید شوی دی.

پولیسو ویلي، داسې ښکاري چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د میرانشاه دته خېلو پر سړک بویه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د چوڼۍ له دېوال سره جنګول شوی دی.

رپوټونه وايي، تر لومړۍ چاودنې وروسته هلته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي چې ښايي د وسله‌والو بریدګرو او امنیتي‌ ځواکونو ترمنځ د نښتې وي.

ویل کېږي دغه برید مرګژوبله هم اړولې خو دقیق ارقام یې لا نه شته. تر اوسه په دغه برید کې یوازې د پېنځو بریدګرو د وژل کېدو او څلورو سرتېرو د ټپي کېدو پخلی شوی.

سرچینو ویلي، په برید کې ټولټال پېنځو بریدګرو برخه اخیستې وه، چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې او څلورو نورو دغه مرکز ته د ننوتلو هڅه کړې ده.

رپوټونو کې ادعا شوې چې په مرکز کې موجودو امنیتي ځواکونو د وسله‌والو د ورننوتلو مخه نیولې او په دې توګه یې دا برید ناکام کړی دی.

پاکستاني ځواکونو تر دې چاودنې او نښتې وروسته سیمه کلابنده کړې ده.

پر خواله رسنیو ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د پېښې له ځایه لوګي پورته کېږي.‌

د پاکستان پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو څانګې ای‌اېس‌پي‌ار تر اوسه رسمآ د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د میرانشاه د ملکي روغتون مسوول ډاکتر محمد اصف په وینا تر دې دمه دغه روغتون ته کوم مړی یا ټپي نه دی وروړل شوی.

ځايي اوسېدونکي وايي، د چاودنې غږ دومره لوړ و چې شاوخوا ۲۵ کیلومتره لېرې په مرانشاه ښار کې هم اورېدل شوی دی.

دا تېرو څو میاشتو کې په خیبرپښتونخوا کې د دې بڼې څوم برید دی.

د واڼه په کېډټ کالج، پېښور کې د اېف‌سي ځواکونو پر مرکز او بنو کې د پولیسو پر رونیز مرکز هم لومړی ځانمرګي او ورپسې وسله‌وال بریدونه شوي وو.‌

د یادونې ده چې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبرپښتونخوا ځینو پخوانیو قبایلي سیمو کې امنیتي‌ وضعیت خورا خراب دی او هره ورځ ترې د بریدونو او امنیتي پېښو رپوټونه ترلاسه کېږي.

همدا دوه ورځ مخکې هم د میر علي حسو‌خېلو ته نژدې، لومړی د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان برید او ورپسې د امنیتي‌ ځواکونو او د ناپېژانده وسله‌والو بریدګرو ترمنځ سخته نښته شوې وه.

د سې‌شنبې د سهار په دغه برید او نښته کې امنیتي‌ ځواکونو او وسله‌والو ته د مرګژوبلې د اوښتلو څه رپوټ نه و ورکړل شوی، خو د یوه سپین‌ږیري او یوه لس کلن ماشوم په ګډون دوه ځايي اوسېدونکي پکې وژل شوي او پېنځه نور ټپيان شوي وو.‌

تر هغې څو ورځې مخکې د میرانشاه مرستیال کمېشنر شاه ولې‌ خان په داسې حال کې له خپلو دوو ساتونکو سره یوه برید کې وژل شوی و، چې د یوې قضیې اورېدو لپاره د بنو محکمې ته روان و.

پر هغه دا برید د بنو اړوندو سیمو کې شوی و.

پاکستان، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا ایالت د ترهګریزو بریدونو د لړۍ شاهد دی. د روان کال پیل کې، پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ شاخص ۲۰۲۵ کې دویم مقام درلود، چې د تېر کال پرتله په ترهګریزو بریدونو کې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۵ سلنه زیات شوی دی.