'زما غوره ملګرې ژمنه کړې وه چې زما ماشوم به وزیږوي او اوس زه مور یم'

    • Author, یاسمین روفو
    • دنده, بي‌بي‌‌سي نیوز

جورجیا برینګټن تازه مور شوې ده، خو دې خپله ماشومه لور پخپله نه ده زیږولې. دا مهمه شېبه د هغې د نژدې ملګرې ډېزي هوپ وه، چې د هغو ژمنو له مخې یې ماشوم د هغې لپاره حمل او وزېږاوه چې دواړو د ځوانۍ په وخت کې له یو بل سره کړي وې.

دواړه ښځې ټول عمر سره نه جلا کېدونکې وې. دوی خپل ځانونه "روحي خویندې" بولي ځکه چې له کوچنیوالي سره لویې شوې دي او د دوی پلرونه هم غوره ملګري دي.

د کوچنیوالي دا نژدېوالی وروسته د داسې ستر سخاوت بنسټ شو چې د دوی ژوند یې بدل کړ.

کله چې جورجیا ۱۵ کلنه وه، هغې ته داسې یو خبر ورکړل شو چې هېڅ نجلۍ یې تمه نه کوي- دا چې هغه له رحم پرته زیږېدلې او هېڅکله به خپله ماشوم ونه شي زېږولی.

دغه تشخیص چې "مایر ـ روکیټانسکي ـ کیوستر ـ هاوزر" (MRKH) سنډروم بلل کېږي په هرو پنځو زرو ښځو کې نژدې یوه ښځه پرې اخته وي. دا خبر د جورجیا لپاره داسې و ګوندې په یوه شېبه کې یې راتلونکی بدل شو.

هغې وویل: "دا ډېر دردوونکی و، داسې و چې ټوله نړۍ مې پر سر راولوېده. زه تل په دې لویه شوې وم چې مور کېږم به، خو دا هیله رانه په یوه وار ټوله واخیستل شوه او هر هغه خوب چې ما لیدلی و له منځه ولاړ."

د جورجیا کورنۍ هڅه وکړه چې هغې ته د دې تشخیص منلو کې مرسته وکړي او همداسې یې د کوچنیوالي ملګرې ډېزي هوپ ورسره ودرېده.

هغه وخت ډېزي ډېره مینه ناکه یا مورني احساسات لرونکې نه وه خو دا شېبې یې ډېرې په یاد دي او دا چې څومره "ناانصافی" وه چې هغې ملګرې چې تل یې د ماشوم درلودل غوښتل د رحم له نشتوالي محرومه وه.

هغې د "Ready to Talk" پوډکاسټ ته چې ایما بارنېټ یې کوربنه ده وویل: "ما غوښتل چې هغه لږ آرامه شي او ورته هیله ورکړم چې دا د نړۍ پای نه دی. نو ما هغه وخت ورته وویل چې یوه ورځ به زه د هغې لپاره په ماشوم میندواره شم."

هغې زیاته کړه: "زه فکر نه کوم هغه وخت مې ښه درک کړی و چې څه وایم خو زه تل پوهېدم چې دا کار به د جورجیا لپاره کوم."

له یوې لسیزې ډېر وخت وروسته ډېزي خپله هغه ژمنه پوره کړه او په ۲۰۲۳ کال کې دواړو د IVF پروسه پیل کړه.

جورجیا د قابلې په توګه روزل شوې وه او ځان یې هغه نړۍ ته ورنژدې کړی و چې فکر یې کاوه هېڅ به یې برخه نه شي.

هغې وویل: "یو ځل را نه وپوښتل شول چې دا مسلک راته مناسب دی که نه، خو رښتیا دې راسره ډېره مرسته وکړه چې خپله روغه شم راجوړه کړم. زه تل پوهېدم چې هره طریقه وي، زه به بالاخره د یو ماشوم مور شم."

کلونه وروسته ډېزي خپله لومړۍ ماشومه وزېږوله ـ هغه هم داسې چې جورجیا یې قابله وه ـ او د مور کېدو تجربې هغه ژمنه چې د جورجیا لپاره یې کړې وه لا نوره ټینګه کړه.

هغې وویل: "هغه مینه چې ما د خپل ماشوم لپاره احساس کړه حیرانوونکې وه او ما فکر وکړ چې هر څوک باید دا احساس تجربه کړي."

ډېزي منلې ده چې په پیل کې "یو څه ساده طبیعته" وه ځکه خپله یې د خپلې لور حمل ډېره اسانه تېر کړی و او فکر یې کاوه چې دا ځل به هم هر څه په ښه ډول روان وي.

"هیله ختمه شوه"

ډېزي د لومړي جنین په لومړي هڅه میندواره شوه، هر څه عادي ښکارېدل او دواړو ښځو ځان ته اجازه ورکړه چې باور وکړي هغه راتلونکی چې کلونه یې هیله لرله اوس رښتیا کېږي. خو د حمل په اومه اونۍ کې په سونوګرافي کې تش رحم ښکاره شو.

د جورجیا هغه شېبه په یاد ده چې نرسې ورته وویل په سکرین کې هېڅ نه ښکاري.

هغې وویل: "زما زړه ناڅاپه دروند شو او هیله مې ختمه شوه."

ډېزي چې د غم له شدت نه سخته اغېزمنه شوې وه اعتراف کوي: "زه په ټول ژوند کې دومره غمجنه شوې نه وم. ما فکر کاوه چې دا هر څه زما له کبله دي. " هغې داسې احساس کاوه چې ملګرې ته یې تاوان رسولی، په داسې حال کې چې جورجیا له دې سره مبارزه کوله چې ان تر ټولو هیله بښونکی هڅه یې هم بریالۍ نه شوه.

دوی دواړو ومنله چې هغه ورځ چې باید د دوی د ژوند د خوښیو یوه ورځ وای په ډېره بده ورځ بدله شوه. یوه اونۍ وروسته تایید شوه چې جنین ماشوم نه دی جوړ شوی.

خو بیا یې هڅه وکړه او په دویم ځل ځینې شیان بېخي بل ډول وو. ډېزي وايي: "کله مې چې بیا د میندوارۍ خبر واورېد، ما فکر وکړ چې نړۍ نشي کېدای دومره ظالمانه وي چې دا ځل هم راسره داسې وکړي."

شپږ اونۍ وروسته دواړې په روغتون کې په یوه خونه کې ناستې وې او له اندېښنې یې ساه نیولې وه، چې ناڅاپه په سکرین کې د کوچني زړه ټکونه ښکاره شول. خو هماغه ورځ ډېزي ډېره سخته وینه ضایع کړه.

هغې وویل: "ما فکر وکړ چې بیا هماغه څه تکرارېږي او زه ډېره وېرېدلې وم."

هغې شپږ ساعته خونریزي لرله او ډاډه وه چې حمل له لاسه وتلی، خو چې ډاکټرانو وکتل نو د ماشوم زړه لا هم درزېده او حمل تر وروستي پړاوه دوام وکړ.

ډېزي تر تمې لږ مخکې په زېږون اخته شوه او څو میاشتې وړاندې یې یوې نجلۍ ته ژوند ورکړ.

جورجیا په هغې شېبه کې دومره احساساتي شوې وه چې "هېر یې وو ماشوم وګوري چې نجلۍ ده او که هلک ".

هغې وویل: "چې د ماشوم سر مې ولید ځان مې کابو نه شو کړای او موږ ټولو ژړل".

جورجیا د خپلې نېکمرغۍ او مننې خبرې کوي او ډېزي ورپسې وايي چې هغه تل پوهېده له خپلې تر ټولو نژدې ملګرې سره به هر ډول مرسته کوي.

ډېزي وايي: "موږ داسې اړیکه لرو چې هېڅوک به یې له خپلو ملګرو سره ونه لري؛ ځکه موږ ډېر شخصي او ژور شیان تېر کړي. " هغې زیاته کړه چې د دوی دوستي څومره ځانګړې ده.