ټرمپ وايي که د بګرام اډه امریکا ته ونه سپارل شي "ناوړه پېښې به رامنځته شي"

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بيا په افغانستان کې د بګرام پوځي اډې د بېرته ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کړې دي.

نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروت خبرداری ورکړی چې که د بګرام اډه امریکا ته ونه سپارل شي د ده په ټکو "ناوړه پېښې به رامنځته شي".

دا په تېرو دريو ورځو کې دویم ځل دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کوي.

ټرمپ ليکلي، "که افغانستان د بګرام هوايي اډه امریکا ته، هغو کسانو ته چې جوړه کړې یې ده، بېرته ورنکړي، ناوړه پېښې به رامنځته شي".

د طالبانو حکومت دغه خبرداري ته خورا محتاط غبرګون څرګند کړی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي " د افغانستان اسلامي امارت د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او مشترکو ګټو په اساس مثبتې اړیکې غواړي." هغه په خپره کړې وینا پاڼه کې ټینګار کړی چې دوی ته ځمکنۍ بشپړتیا اهمیت لري خو د بګرام یادونه یې نه ده کړې" امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې ده چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري." د طالبانو حکومت ویناپاڼه کې د دوحې تړون ته په اشاره ویلي " امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد به له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي»، نو په کار ده چې دوی خپلو ژمنوته پابنده واوسيږي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې پنجشنبې پر ورځ (۱۸ سپټمبر) بريتانيا ته د سفر پر مهال له لومړي وزير کېير سټارمر سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، حکومت یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام اډه بېرته ونيسي، "موږ د هېڅ په بدل کې دا اډه هغوی ته ورکړه، بېرته به یې ترلاسه کړو. دا به يو کوچنی بېړنی خبر وي. موږ دغه اډه بېرته غواړو."

همدا ډول د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي پر خپله اېکس‌پاڼه پنجشنبه (سپتمبر ۱۸) د ښاغلي ټرمپ مخکینیو څرګندونو ته په اشاره لیکلي وو چې ګواکې ډونلډ ټرمپ "یو سوداګر" دی او په وینا یې، "د بګرام د بېرته اخیستو یادونه هم د یوې معاملې له لارې کوي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي همدا راز لیکلي وو چې، "افغانستان او امریکا له یو بل سره تعامل ته اړتیا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري، بې له دې چې امریکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري."

ښاغلي جلالي زیاته کړې، "پوځي حضور افغانانو په تاریخ کې نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پر مهال هم په بشپړ ډول رد شوی مګر نور تعامل ته دروازې پرانیستې دي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بګرام اډې د بېرته ترلاسه کولو دليل دا بللی و چې په وينا یې "د چين د اټومي وسلو د جوړولو له ځايه دا اډه یوازې یو ساعت لرې ده."

ښاغلي ټرمپ تر دې وړاندې د چين له خوا د بګرام پوځي اډې د نيولو ادعا کړې وه او په خپلو خبرو کې یې بار بار د دې اډې يادونه کړې ده.

چين هم د تېرې جمعې په ورځ د بګرام اډې په اړه د ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی و. د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د "افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا" ته ژمن دی او په سیمه کې د "تاوتریخوالي د زیاتولو ملاتړ" نه کېږي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لین جيان ويلي وو، "موږ هیله لرو چې ښکېلې خواوې په سيمه‌ييز ثبات کې رغنده رول ولوبوي."

په دې وروستیو کې بي بي سي د ښاغلي ټرمپ د همدې ادعا چې کواګې چین په بګرام کې حضور لري او دا چې دغه هوایي اډه د چین د اټومي وسلو د جوړولو له مرکزه یو ساعت لېرې ده، څېړنه کړې. د سټلایټ په مرسته اخیستل شویو انځورونو دا په ډاګه کړه چې له دې اډې د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته، هلته د پام وړ پراخ فعالیتونه، د ودانیو جوړولو او یا پوځي شتون نه دی لیدل شوی.

د بي بي سي څېړنې دا هم جوته کړه چې بګرام هوایي اډه د چین د اټومي وسلو د جوړولو له مرکزه له یو ساعته ډېره لېرې ده.

بي‌بي‌سي له سپینې ماڼۍ د هغو شواهدو غوښتنه وکړه چې پر بنسټ یې ډونلډ ټرمپ ادعا کوي چې چین په بګرام کې حضور لري خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

د طالبانو له حکومته یې هم وغوښتل چې دې اډې ته د ورتلو اجازه ورکړي چې وګوري، هلته څه روان دي خو اجازه ور نه کړل شوه.

د افغانستان په شمالي ولایت پروان کې د بګرام اډه په ۱۹۵۰ لسیزه کې شوروي اتحاد جوړه کړې وه او په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي ځواکونو مهمه پوځي اډه بلل کېده.

د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو او د هغه څه له پیل وروسته چې امریکا "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" بلله، امریکایي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې دې اډې ته ننوتل او دا اډه یې له څو کلونو جګړې او ویجاړۍ وروسته بېرته ورغوله چې حدود یې نژدې ۳۰ میله ته رسېږي.

اوس له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې دا اډه له امریکايي ځواکونو له پاتې پوځي تجهیزاتو سره د طالب ځواکونو د پوځي پرېډ او مراسمو ځای دی.