د افغانستان خبریالانو مرکز: د طالبانو لخوا پر رسنیو فشار ډېر شوی دی

د افغان خبریالانو مرکز تازه موندنې ښيي چې افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو له خوا فشار ډېر شوی، د رسنیو د خبري پوښښ بڼه بدله شوې او د خبریالانو د نیولو پېښې ډېرې شوې دي.

افغانستان کې د رسنیو ازادۍ په اړه د دې بنسټ د شپږ میاشتني رپوټ له مخې اوس پر ولایتونو سربېره کابل کې هم د رسنیو پوښښ تر کنټرول لاندې دی او خبریالان نه یوازې دا چې د رپوټونو په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخ دې بلکې آن پر خواله رسنیو هم نه شي کولی چې د هېواد د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه نظر څرګند کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغان خبريالانو د مرکز دغه رپورټ رد کړی او وايي په "افغانستان کې فضا داسې جوړه ده چې ټولې رسنۍ په کې ډېر ښه فعاليت کوي."

نوموړي بي بي سي پښتو ته ويلي، "ځينې خبريالان چې له رسنيو سره يې کار کاوه توقيف شوی خو دوسيې يې رسنيزې نه وې، هغه د دوی نورو کړنو پورې اړوند وې چې ځينې يې قانوني سرغړونې او يا جنايي اړخ درلود."

هممهاله افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د برخې فعالات وایي، لسګونه رسنیو د فعالیت بیا پيل دا ښيي چې رسنۍ او رسنوال هیله من دي.

د افغان خبریالانو مرکز چې اوس له افغانستانه بهر فعالیت کوي په خپلو رپوټ کې وايي چې خبریالان اوس په کابل کې هم نه شي کولی چې په ازاده بڼه خبري مطالب چمتو او څېړنیز رپوټونه خپاره کړي.

رپوټ زیاتوي چې اوس د دې امکان هم له لاسه وتلی چې انتقادي او ننګوونکې خپرونې چمتو او خپرې شي.

دا بنسټ وايي طالبان اوس د پخوا پرتله پر رسنیو د خبري محتوی د بدلون لپاره ډېر فشار راوړي او خبریالان اړ دي چې د مطالبو له خپرولو وړاندې د طالبانو موافقه تر لاسه کړي.

د افغان خبریالان د مرکز موندنې ښيي چې آن ښوونیزو خپرونو محتوی بدله شوې او د طالبانو له موافقې پرته نه شي خپرېدای.

د دې بنسټ په رپوټ کې راغلی چې خبریالان نه یوازې دا چې د محدودیتونو له امله انتقادي مطالبو خپلو رپوټونو کې ځای نه شي ورکولی بلکې پر خواله رسنیو هم د داډول مطالبو د خپرولو واک نه لري.

رپوټ کې راغلي چې طالبانو د لږ بدلون په راوستلو د رسنیو قانون او معلوماتو ته د لاسرسي قانون د تایید خبره کړې خو په تېرو څه باندې دوه کلونو کې یې د قانون پر ځای د خپلو ورځنیو پرېکړو له مخې چلن کړی.

د افغان خبریالانو مرکز وايي په تېرو څه باندې دوه کلونو کې طالبانو د رسنیو په اړه طالبانو ۱۳ پریکړې او فرمانونه صادر کړي چې له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې طالبانو په اړونده قوانینو کې لږ بدلون یاد کړی وو.

د دې مرکز په رپوټ کې دغه راز ویل شوی چې د روان ۱۴۰۲ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو د نیولو ۳۳ او د ګواښلو ۴۲ پېښې ثبت شوي دي.

اکثره نیونې د طالبانو د استخباراتو له خوا شوي او خبریالانو ګواښلو کې د استخباراتو ترڅنګ، د اطلاعاتو او فرهنګ او امر بالمعروف ریاستونه شامل دي.

افغانستان کې د افغان خبریالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي د دې مرکز د موندنو په اړه بي بي سي ته وویل لسګونه رسنیو د فعالیت بیا پيل دا ښيي چې رسنۍ او رسنوال هیله من دي.

"هغسې چې ما د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پالیسي او د هغوی قاطعیت په ځینې وختونو کې چې نور بنسټونه په رسنیو کې مداخله کوي لیدلی دی، نه یوازې دا چې اندېښمن کېږم نه، بلکې په دې باور یم چې موږ کرار کرار له بحراني حالت نه وځو. یو ښه خوا ته روان یو. او هیله من یو چې یوه ښه رسنیزه ټولنه ولرو."

خو ښاغلي مجددي دا مني چې ولایتونونو کې ستونزې شته او له رسنیو چلن د یوې کړنلارې له مخې نه دی.

"ولایتونو کې متاسفانه واضیح پالیسي نشته. هر ولایت ځان ته یوه پالیسي لري. ځینو ولایتونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر ښه دی. خو بعضي‌ ولایتونه برعکس یو څه ستونزې به پکې وي. هغومره چې ضرورت دی خبریالانو او رسنیو ته اطلاعاتو ته لاسرسی پکې نه وي.‌"