د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ "نږدې نیمې افغان رسنۍ تړل شوې، سانسور ډېر شوی دی"

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

د بې پولې خبریالانو سازمان او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې نژدې ۵۰ سلنه ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ چاپي، برېښنایې، انځوریزې او ږغیږې رسنۍ تړل شوې دي. د دې ستر لامل اقتصادي ستونزې یادې شوې دي.

د دغو بنسټونو د ارزونې له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته له ۱۲ زرو رسنیزو کارکوونکو ۷ زرو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د رسنیو فعال کارکوونکي او ملاتړې ادارې یې وایي، د طالبانو د حکومت د فشارونو له کبله ډېر کله د ځان سانسورولو ته اړ کېږي او دې د خپرونو پر څرنګوالي هم اغېز کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د دې ډلې تر ننوتلو یوازې دوه ورځې وروسته خبري کنفرانس کې د رسنیو خپلواکۍ او فعالیت ته ژمنتیا وښودله.

خو د ښاغلي مجاهد دا خبرې یوازې ژمنې پاته شوې او د رسنیو د کارکوونکو او ملاتړو بنسټونو په خبره، ددې ډلې کسانو، چي اوس پر ټول افغانستان واکمن دي، د افغان رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی پیل او په افغانستان کې یې د مهمو چارو په اړه د هغوی راپور ورکول محدود کړی دی.

د طالبانو د محدودیتونو لومړنۍ قربانیانې په ولایتونو کې ښځینه خبریالانې وې، چې واک ته د دغه ډلې له رسېدو سره پر کور کېنول شوې او بیا کله هم خپلو رسنیو ته پرېنښودل شوې.

طالب چارواکو په ګڼو ولایتونو کې د رسنیو مشرانو ته په شفاهي توګه لارښوونې وکړې چې هېڅ ښځینه خبریاله باید د خپرونې د کوربه یا مېلمه په توګه راډیو کې را وړاندې نه شي.

"۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي"

قدریه هغه خبریاله ده چې له لسو کلونو راهیسې یې د رسنیو بیلابیلو برخو کې کار کړی او د خپل کار پر مهال یې د خپلو خلکو د بې وزلۍ او ستونزو داستانونه راټول کړي او تر خلکو رسولي دي. خو دا وايي چې اوس په خپله له ورته وضعیت سره مخ او په کار موندلو پسې سرګردانه خو هر در ورته تړل شوی دی.

قدریه وايي، "زه خپله قابله هم یم او غوښتل مې په همدې برخه کې کار وکړم. کندهار کې کار راته پیدا نه شو، کابل ته راغلم خو کابل کې وضعیت تر هغه ډېر بد دی چې ما یې فکر کاوه. دلته د دندې د ترلاسه کولو لپاره خپلوي او پیسې اوله خبره کوي."

د رسنیو د ملاتړ ادارو د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د اټکل له مخې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

محدودیتونه نور هم پراخ شول او په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ټولو کورنیو تصویري رسنیو دا محدودیتونه جبري کړل. له ډلې یې یو بندیز دا و، هغه ښځينه ویاندانې یا کارکوونکې، چې د تلویزون پر پرده راڅرګندېږي، باید ماسکونه وتړي.

طالبانو د هغو خبري موضوګانو پوښښ محدود او یا هم چورلټ مخه ونیوله، چې دوی د خپل "حکومت ضد" بلل. همدا راز یې هغه خبریالان ونیول چې لاریونونو ته یې خبري پوښښ ورکاوه.

د طالبانو استخباراتو له خوا په کابل او ولایتونو کې د توصېي په نوم ګڼ خبریالانو ونیول شول او ځینو تر خوشې کېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو خپل تصویرونه په داسې حال کې خپاره کړل چې پر بدن یې د وهلو او شکنجو نښې ښکارېدلې.

"پر طالبانو نیوکه دوی ته پر اسلام نیوکه ښکاري"

د طلوع نیوز خبریال سعید شینواری یو له هغه خبریالانو دی چې د بېلا بېلو موضوګانو پر سر د طالبانو استخباراتو ګواښلی دی.

ښاغلی شینواری اوس له هېواده بهر اوسېږي او وايي، د جمهوري نظام تر سقوط څو میاشتې وروسته هم ځکه په کابل کې پاتې شو چې تمه یې درلوده، طالبان به خپلې ژمنې عملي کړي چې د ده په خبره، ویلي یې وو، د رسنیو ازادۍ او بشري حقونو ته درناوی لري.

نوموړی وايي، طالبانو ته یې ویل، "کوم ژوند چې تاسې راباندې راوستی، سړی مجبوره شي چې د خپل مرګ خواست درنه وکړي". خو دی وايي، "طالبانو به راته ویل چې نه، داسې هېڅکله هم نه کوو. ځکه چې د تفنګچې مرمۍ تر تا ډېر ارزښت لري، موږ به داسې حالت درباندې راولو چې خپله ځانوژنه وکړئ."

سعید شینواری همدا راز وايي چې طالبان نه دي بدل شوي او په خبره یې، له رسنیو غواړي چې ټوله ورځ یې ستاینې وشي او پر دوی نیوکه دوی ته پر اسلام نیوکه ښکاري.

تېر کال د اګست پر ۱۵ چې طالبان واک ته ورسېدل نو کندهار په افغانستان کې لومړنی ولایت و چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې پکې د موسیقۍ پر خپرولو او د ښځینه خبریالانو پر کار بندیز ولګاوه.

دغه ادارې خبریالانو ته ګواښ کړی و چې که یې له امر سرغړونه وکړي نو رسنۍ به یې بندې او د امتیاز له څښتن سره به یې قانوني چلند وشي.

په ولایتونو کې د طالبانو حکومت د رسنیو برخې چارواکي ان له خبریالانو د خپرو شویو راپورونو لینکونه غواړي چې څه او په څه ډول یې خپاره کړي دي.

"له هغو موضوګانو ډډه کوم چې خپرول یې خطر راته پېښوي"

په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال محمد یار مجروح وایې، "د رسنیو لپاره قانون نسته، زه خپله د یوه خبریال په صفت له هغو موضوعاتو ډډه کوم چي د خپرولو له کبله یې ځان خوندي نه ګڼم او لخ یو ډول ګونګ وضعیت سره مخ یو."

په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو ادارې د ټولنیزو رسنیو ځينې هغه کاروونکي هم په دې تور نیولي چې دوی وايي، د "حکومت پر ضد مواد یې خپرول". له دوی یې یو شمېر لا هم په زندان کې دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایی چې د رسنیو د فعالیت او ښه کار پلوي دي او د هغو قوانینو په رڼا کې باید رسنۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې وړاندې ټاکل شوي وو.

د دغه وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي، یو شمېر خبریالان ټاکل شویو قوانینو نه د "سرغړونې" له کبله "احضار" شوي دي او یو شمېر بیا په "جنایی قضیو" کې نیول شوي چې د رسنیزو فعالیت سره هېڅ تړاو نه لري.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، "لکه مخکې چې په قوانینو کې اسلامي اصولو ته پر ژمنتیا ټینګار سوی و، اوس هم باید شرعي او ملي ارزښتونو ته جدي پاملرنه وشي. د هېواد لویو ګټو ته باید په رسنیو کې پام وسي او همدا ډول د ناکره خبرونو له خپرولو او شخصي حریم ته له ننوتلو باید ډډه وسي."

طالبان وايي، ۸۰۰ بهرنیو خبریالانو ته یې اجازه لیکونه ورکړي دي

د بې پولې خبریالانو سازمان او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې د څېړنې له مخې، په تېر یوه کال کې له ۵۷۸ رسنیو ۲۳۱ چاپي، تصویري او غږیزې رسنۍ د بېلابېلو ستونزو، په ځانګړې توګه د اقتصادي هغو له امله بندې شوې دي.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه وایي، د طالبانو حکومت غړي په کابل او ولایتونو کې د یو شمېر هغو خبریالانو د نیولو لپاره پر هغوی غیر رسنيز تورونه پورې کوي چې د دوی د کړنلارې خلاف فعالیت کوي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې مشر حجت الله مجددي د رسنیو د تخطیو برخه کې د کمیسیون او کړنلارې نشتوالی د دغو ټولو ګډوډیو اصلي لامل بولي.

ښاغلی مجددي وايي، "په درېیو، څلورو ټکو باندې دا هر څه نه سمېږي، دلته باید قانون او په هغه کې د هرې موضوع په اړه وضاحت موجود وي."

د طالبانو له لوري محدودیت یوازي پر کورنیو رسنیو نه دی بلکې دوی افغانستان کې د بي بي سي، امریکا ږغ او دویچویلې تلویزونونو خپرونې هم بندې کړې دي.

څه موده وړاندي د فارن پالیسۍ خبریالې لېن اوډونل پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې په افغانستان کې "د طالبانو استخباراتو نيولې وه" او وایی، دې ډلې ګواښلې او مجبوره کړې ده، د هغو رپوټونو په اړه سپیناوی وکړي چې طالبانو ورته ویلي، قوانینو او افغان کلتور ته یې زیان رسولی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په ځواب کې ویلي، اغلې اوډونل ته ځکه په افغانستان کې اجازه لیک نه و ورکړل شوی چې د اوسني حکومت پر ضد یې د وسله وال مقاومت ښکاره ملاتړ کاوه او حکومتي چارواکي یې په پراخو سرغړونو او جنسي مریتوب تورن کړي وو.

که څه هم د طالبانو حکومات وايي چې ۸۰۰ بهرنیو خبریالانو ته یې د کار اجازه لیکونه ورکړي دي خو

په افغانستان کې په تېر کال اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې لږ شمېر بهرنيو خبریالان افغانستان ته د تللو زړه ښه کړی دی.