تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکي شنونکي: د اسرائیلو وروستۍ نښه ترکیه ده
د ایران او اسرائیلو ترمنځ روانه جګړه کې د ترکي رسنیو خبري پوښښ ایران پلوه دی. ځینو حکومت پلوه ترکي شنونکو لا ویلي،کېدای شي ترکیه د اسرائیلو راتلونکی هدف وي.
د بي بي سي د مانیټورینګ یار څار څانګې د راپورونو له مخې، ترکي چارواکي او د حکومت ملاتړي له اوږدې مودې راهیسې استدلال کوي چې اسرائیل به پر غزه او سوریه له بریدونو وروسته بالاخره ترکیه "په نښه" کړي. ځینې شنونکي لا ان پر دې باور دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډمهال یا اوږدمهال کې ټکر پېښېدونکی دی.
د ملي غورځنګ ګوند مشر دولت باحچلي، د جون پر ۱۳مه وویل، د اسرائیلو "وروستی هدف" ترکیه ده او پر ایران د دوی وروستيو بریدونو کې د ده پر ټکو "د پټو پیغامونو" څرک روښانه و.
هغه اسرائیل تورن کړل چې د انقرې "له ترهګرۍ د پاکې ترکیې" د هدف د تضعیفولو لپاره له هر فرصته استفاده کوي.
نوموړي د کردستان د کارګرانو ګوند (پيکېکې) سره د انقرې د سولې وروستي نوښت ته اشاره کوله.
د ملیت ورځپاڼې مدیر اوزای سیندیر د جون پر ۱۶مه ولیکل، اسرائیل ښايي خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره "په کوردننه زموږ له سیاسي تشو او زیانمنونکي وضعیت" ګټه واخلي.
خو ورته مهال یې وویل، اسرائیل د ترکیې له پوځ سره "د مقابلې توان نه لري"، ځکه ترکیه پرې ځواکمنه ده او بله دا چې ترکیه د ناټو سازمان غړې ده.
د حریت ورځپاڼې کالم لیکونکي ندیم سینر هم پخپله یوه لیکنه کې ورته احساسات بیان کړي او ترکیه یې د اسرائیلو "پټ هدف" او "تر ټولو لویه وېره" ګڼلې ده. هغه د ترکیې حکومت ته د استخباراتي تېروتنو نه کولو خبرداری ور کړی دی.
ښاغلي سینر د جون پر ۱۶مه خپاره کړي یوه مطلب کې کښلي: "هرڅوک پوهېږي اسرائیل چې پر کوم هېواد برید کوي، نو لومړی د هغه هېواد جاسوسان استخداموي او دا باید هېره نه کړو چې 'ځانپلوري' کسان د ترکیې په هره برخه کې فعال دي."
پخواني ترکي ډیپلوماټ عمر اونهون په یوه خپلواکه خبري ویب پاڼه T-24 کې لیکلي چې په ایران کې احتمالي ګډوډي به ترکیه په اقتصادي، امنیتي او انرژۍ برخه کې اغېزمنه کړي: "د اړیکو اوسني وضعیت ته په کتو اسرائیل په ترکیه کې په لا نوره بې ثباتۍ خوشحالېږي."
هغه زیاته کړې، ترکیه د ایران په ګډون له ټولو هغو هېوادونو خورا پیاوړې ده چې اسرائیل ور سره دا مهاله اړم شوی دي. ترکیه داسې یوه مړۍ ده چې اسرائیل له ستونې نه شي تېرولی."
د پراخو سیمه ییزو جګړو او له اسرائیلو سره د احتمالي ټکر په اړه د اټکلونو په منځ کې، حکومت پلوه ینيشفق ورځپاڼې او حکومت پلوه (جيزيټي) خبري اژانس د ترکیې د "اوسپنیز ګنبد" هوايي دفاعي سیسټم پر جوړولو ټینګار کړی دی.
ورته مهال، کیڼ اړخي مبصر فاتح یاشلي پر ایکس خپاره کړي یوه پيغام کې استدلال کړی چې حکومت پلوه کسان له اسرائیلو سره د جګړې د شونتیا په پلمه غواړي په انقره کې د مخالفانو پر وړاندې زیاتېدونکو ځپنو ته عادي رنګ ور کړي.
په ترکي رسنیو کې ایران پلوه غږ
ترکي رسنیو په عمومي ډول د ایران او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه خپل پوښښ کې ایران پلوه او اسرائیل ضد غږ غوره کړی دی. ځينو رسنیو په تل ابیب کې د ایراني توغندیو له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ ستاینه کړې ده.
ځینو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، د ایران توغندیز بریدونه د اسرائیل د اوسپنیز ګنبدې له هوايي دفاع سیسټمه تېر شوي دي.
د دولتي ټلوېزیون TRT Haber خبریال مجاهد ایدمیر د جون په ۱۵مه له تل ابیب څخه په ژوندۍ بڼه د راپور ورکولو پر مهال وویل، ایراني بریدونو "خپل هدف ترلاسه کړ" او په تل ابیب کې یې "بې سارې چاودنه" رامنځته کړه: "د اسرائیل پر سړکونو واقعیت بدلېږي. په تېرو څلورو ورځو کې، ډېر څه بدل شوي دي. پر اوسپنیزې ګنبدې د اسرائیلیانو باور تر ډېره کم شوی دی، دوی نور د پخوا په څېر خوندي احساس نه کوي."
حکومت پلوه خبري شبکې "یو خبر" ویب پاڼې هم راپور ورکړی چې "ایراني توغندیو د اسرائیلو د اوسپنې ګنبده سورۍ سورۍ کړه او لویه ویجاړي یې پېښه کړې ده." یادې رسنۍ زیاته کړې: "اسرائیلیان له حقیقت سره مخامخ شوي دي."
د حکومت پلوه ینيشفق ورځپاڼې یوه بل کالم لیکونکي ایدین اونال د جون په ۱۶مه ولیکل: "د اسرائیل د ځواک، نه ماتېدنې او معافیت په اړه بې معنی خبرې له منځه لاړې... د صهیونیزم روحیه د اسرائیلو له ودانیو سره یوځای ړنګه شوه."
د چین پلوه ایدینلیک ورځپاڼې یوه کالم لیکونکی، عصمت اوزچیلیک هم په یوه لیکنه کې استدلال کړی چې ایران په خپلو غچ اخیستونکو بریدونو "د جګړې څپه بدله کړه او ادعا یې وکړه چې "اسرائیل د وېرې په حالت کې دی."
نوموړي زیاته کړې: "اسرائیل نه شي کولی د ایران رژیم نسکور کړي، برعکس یو څه پېښېدای شي."
د ترکیې ورځپاڼې کالم لیکونکي سیم کوچوک هم د ایران ملاتړ کړی او لیکلي یې دي چې "اسرائیل په منځني ختیځ کې د ټولو شرونو تر شا دی."
د غزې غچ
ځینو ترکي رسنیو د ایران د بریدونو له امله په اسرائیلو کې پېښه شوې ویجاړي د غزې غچ بللی دی.
د جون په ۱۶مه حکومت پلوه ملیت ورځپاڼې په یوه سرلیک کې ولیکل: "دا غزه نه ده، دا اسراییل دی."
بلې حکومت پلوې ورځپاڼې حریت هم لیکلي: "خلک د اسراییلو پر وړاندې د ایران په بریدونو ، چې اوږده موده یې په ځانګړي ډول غزه کې مرګژوبله اړولې وه، حیرانه شوي دي."
د حریت ورځپاڼې مسوول مدیر احمد حاکان د جون په ۱۶مه خپاره شوي یوه مطلب کې لیکلي، دوی د هغه څه زرمه برخه تجربه کوي چې په تېرو دوو کلونو کې په غزه کې پېښ شول: "ښکاره ده چې زه د 'یوې ذرې همدردۍ' تمه نه لرم، خو خوشحاله یم چې دوی د هغه څه یوه کوچنۍ برخه تجربه کوي چې دوی خپله تحمیل کړي دي."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هېواد رسنیو یې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په غزه کې د اسرائیلو د وروستیو عملیاتو له پیل راهیسې په کلکه د فلسطین پلوي کړې ده، که څه هم منتقدینو د اسرائیلو پر وړاندې د انقرې عملي اقدامات ناکافي بللي دي.