د 'طلايي وینې' جادو: ساینسپوهان څنګه او ولې د نړۍ تر ټولو کمیاب د وینې ګروپ بیا جوړولو هڅه کوي

وینه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نړۍ په یوازې ۵۰ پېژندل شویو خلکو کې د Rh null وینې ګروپ موندل کېږي
    • Author, یاسمین فاکس-سکیلي
    • دنده, بي‌بي‌سي فیوچر

یوازې په هرو شپږو ميليونه کسانو کې يو تن Rh null د وینې ګروپ لري. اوس څېړونکي هڅه کوي په لابراتوار کې دې وینې ته وده ورکړي، په دې هیله چې ژوند وژغوري.

د وینې لېږد عصري طب کې لوی بدلون راوستلی دی. که موږ کله هم سخت ټپي شو یا جدي جراحۍ ته اړتیا ولرو، نورو خلکو ورکړې وینه زموږ ژوند ژغورلی شي.

خو هر څوک د دې حیرانوونکي پروسې ګټه نه شي اخیستلی. د کمیابې وینې ګروپ لرونکي خلک له دې ستونزې سره مخ وي چې د هغوی له وینې سره سمه بسپنه پیدا نه شي.

یو له تر ټولو نایابه ګروپونو– د Rh null وینه ده – چې په نړۍ کې یې یوازې ۵۰ پېژندل شوي کسان لري. که دوی کله هم په داسې پېښه کې ټپي شي چې وینې ته اړتیا ولري، د وینې ترلاسه کولو موکې یې کمه ده. هغو کسانو ته چې Rh null وینه لري، سپارښتنه کېږي چې خپله وینه د اوږدمهاله ذخیرې لپاره کنګل کړي.

خو د خپل ندرت سربېره، دغه وینه د نورو دلیلونو له امله هم خورا ارزښتناکه ده. د طبي او څېړنیزې ټولنې په منځ کې دا کله کله "طلایي وینه" بلل کېږي ځکه چې ځانګړې کارونې لري.

دا د وینې ټولیز لېږد رامنځته کولو کې هم مرسته کولی شي، ځکه چې ساینسپوهان د دې ستونزو د حل لپاره لارې لټوي چې اوس مهال د بسپنه شوې وینې د کارولو مخه نیسي.

د وینې ګروپونه څنګه ډلبندي کېږي

ABO

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ABO سیسټم یوازې د څو وینې درجه‌بندي سیسټمونو څخه یو دی.

ستاسې د بدن شاوخوا د وینې ډول د سرو حجرو وینې پر سطح د ځانګړو نښو د موجودیت یا نشتوالي پر اساس درجه‌بندي کېږي.

دغه نښې چې انټيجن (antigens) بلل کېږي، له پروټینو یا خوږې جوړې شوې وي چې د حجرې له سطحې بهر راوتلي وي او د بدن معافيتي سیسټم یې کشفولی شي.

د برېسټول پوهنتون د حجروي بیولوژۍ استاد پروفېسر اش ټوی وايي: "که تاسو داسې د وینې لېږد ترلاسه کړئ چې د بسپنه کوونکي وینه ستاسو د وینې له انټيجنونو سره توپیر ولري، نو بدن به پر دې وینه ضد انټي باډي تولید کړي او پر هغه به برید وکړي."

هغه زیاتوي: "که بیا هم همدغه وینه ولېږدول شي، دا د ژوند لپاره خطرناک کېدلی شي."

د وینې هغه دوه سیسټمونه چې د معافیت تر ټولو قوي غبرګون راپاروي، د ABO او ریزس (Rh) سیسټمونه دي. د A وینې ګروپ د خپلو سره وینې حجرو پر سطح A انټيجن لري، په داسې حال کې چې د B وینې ګروپ B انټيجن لري. د AB ګروپ دواړه A او B انټيجنونه لري او د O ګروپ هېڅ یو نه لري. هر ګروپ Rh مثبت یا Rh منفي کېدلی شي.

هغه کسان چې O منفي وینه لري، ډېری وخت د نړیوالو بسپنه‌کوونکو په توګه یادېږي، ځکه چې د دوی وینه نه A، نه B او نه Rh انټيجن لري. خو دا خبره ډېره ساده شوې ده.

لومړی، د ۲۰۲۴ اکتوبر پورې ۴۷ پېژندل شوي د وینې ګروپونه او ۳۶۶ مختلف انټيجنونه موجود وو. معنا دا چې یو کس چې د O منفي وینې بسپنه ترلاسه کړي، بیا هم د نورو انټيجنونو پر وړاندې معافیتي غبرګون ښودلی شي - که څه هم ځینې انټيجنونه د معافیت قوي غبرګون رامنځته کوي.

دویم، د Rh انټيجنونو شمېر له ۵۰ ډېر دی. کله چې خلک وایي Rh منفي دي، دوی د Rh(D) انټيجن ته اشاره کوي، خو د دوی "سره وینه" نور Rh پروټینونه هم لري.

سربېره پر دې، د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د Rh انټيجنونو لوی تنوع شته، چې د ریښتینو بسپنه‌کوونکو موندل ستونزمنوي، په ځانګړې توګه په یوه هېواد کې د لږکیو قومونو د وګړو لپاره.

د Rh null وینه خورا نایابه ده خو په طبي لحاظ ډېره ګټوره ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د Rh null وینه خورا نایابه ده خو په طبي لحاظ ډېره ګټوره ده.

هغه کسان چې Rh null وینه لري، ټول ۵۰ Rh انټيجنونه نه لري. په داسې حال کې چې دغه کسان د وینې نور ګروپونه نه شي ترلاسه کولی، د Rh null وینه د ډېرو Rh وینې ډولونو سره مطابقت لري.

دا د O ډول Rh null وینه خورا ارزښتمنوي، ځکه چې د ABO ټولو ډولونو لرونکو کسانو په ګډون یې ډېری خلک یې ترلاسه کولی شي.

په بېړنیو حالتونو کې، کله چې د ناروغ د وینې ډول معلوم نه وي، د O ډول Rh null وینه د الرژیک یا حساسیت د لږ غبرګون له خطر سره ورکول کېدی شي. له همدې امله ساینسپوهان د دې "طلایي وینې" د بیا جوړولو لارې لټوي.

پروفېسر ټوی وايي: "Rh انټيجنونه د قوي معافیت غبرګون رامنځته کوي، نو که تاسو یې هېڅ ونه لرئ، نو په اصل کې د Rh له اړخه د غبرګون لپاره هېڅ څه نه شته".

هغه زیاتوي: "که تاسو O ډول او Rh null یاست، نو دا تقریبا نړیوال دی. خو لا هم نور د وینې ډلې شته چې باید په پام کې ونیول شي."

د Rh null وینې منشا

وروستیو څېړنو ښودلې چې Rh null وینه د جېني بدلونونو له امله منځ رامنځ ته کېږي چې د Rh تړلې ګلیکوپروټین (Rh associated glycoprotein یا RHAG) پروټین باندې اغېزه کوي، هغه چې د وینې سرو کرویاتو کې مهم رول لري.

دغه بدلونونه ښکاري چې د دې پروټین شکل لنډوي یا بدلوي، چې په پایله کې د نورو Rh انټيجنونو څرګندول ګډوډوي.

په ۲۰۱۸ کال کې، پروفېسر ټوی او د برېسټول پوهنتون همکارانو په لابراتوار کې Rh null وینه بیاجوړه کړه. دوی د دې لپاره د وینې د ناپاکو سرو حجرو یوه کرښه وکاروله.

یادې ډلې د Crispr-Cas9 جېني سمون تخنیک وکاراوه چې د هغو انټيجنونو جینونه ړنګ کړي چې د پنځو وینې ډلو سیسټمونو پورې اړه لري، هغه چې زیاتره د وینې د لېږد ناسمۍ لامل کېږي. په دې کې د ABO او Rh انټيجنونه او همدارنګه د Kell، Duffy او GPB په نوم نورو انټيجنونو شامل وو.

پروفېسر ټوی وايي: "موږ دا محاسبه وکړه که موږ پنځه حذف کړو، نو یوه خورا مطابقت لرونکی حجره رامنځته کېږي، ځکه چې له تر ټولو ستونزمنو وینې ګروپونو پنځه یې حذف شوي وي".

پایله کې رامنځته شوې د وینې حجرې د ټولو اصلي عامو وینې ډلو لپاره مناسبې وې او همدارنګه د نایابه ډولونو لکه Rh null او بومبې phenotype لرونکو کسانو لپاره هم، چې په هرو څلورو ميليونو کسانو کې یو کس یې لري.

هغه کسان چې دا وینه لري، O، A، B یا AB وینه نه شي ترلاسه کولی.

د جیني سمون تخنیک کارول په نړۍ کې لا هم له شخړې ډک او سخت تنظیم شوی دی، نو ښايي د دې خورا مطابقت لرونکي وینې کلینیکي شتون لا هم وخت واخلي. دا به څو پړاوونو ازموینو او کلینیکي ازموینو ته اړتیا ولري.

پروفېسر ټوی د Scarlet Therapeutics په نوم یو نوی شرکت هم تاسیس کړی چې د نایابه وینې ډلو، د Rh nullپه ګډون د وینې بسپنې راټولوي. هدف یې د حجرو کرښې جوړول دي چې په لابراتوار کې وده وکړي او د وینې سره کرویات د تل لپاره تولید کړي. دا لابراتواري وینه بیا د بېړنیو حالتونو لپاره کنګل او ذخیره کېدای شي.

پروفېسر ټوی هیله لري چې د جېني سمون پرته د نایابه وینې بانکونه رامنځته کړي، خو دا تخنیک په راتلونکي کې هم کارول کېدی شي. هغه وايي: "که موږ وکولای شو دا پرته له سمون ترسره کړو، نو غوره ده، خو سمون زموږ لپاره یوه انتخابي لار ده. موږ بسپنه کوونکي په دقت غوره کوو چې د دوی انټيجنونه د ډېرو خلکو لپاره ممکنه حد پورې مطابقت ولري، بیا احتمال لري چې د ټولو لپاره یې د مطابقت لپاره جیني سمون ته اړتیا وي."

په ۲۰۲۱ کال کې، د معافیت متخصص ګریګوري ډینوم او د هغه همکارانو د امریکا میلواکي د Versiti Blood Research Institute کې د Crispr-Cas9 جېني سمون تخنیک وکاراوه چې د انسان د القايي پلیوریپوتینټ سټیم حجرو (hiPSC) څخه د نایابه وینې ډولو، چې Rh null هم پکې وي، جوړ کړي.

نور ساینسپوهان د بل ډول سټیم حجرې کاروي چې مخکې له مخکې د وینې حجرو جوړولو لپاره پروګرام شوې، خو تر اوسه یې دقیق ډول ټاکلی نه دی. د بیلګې په توګه، د کاناډا د Quebec Laval پوهنتون ساینس‌پوهانو د A مثبت وینې بسپنه کوونکو څخه وینې سټیم حجرې رایستلې، بیا یې د Crispr-Cas9 تخنیک وکاراوه چې د A او Rh انټيجنونو جینونه حذف کړي، چې په نتیجه کې د O Rh null ناپاکې سره وینې حجرې جوړې شوې.

د اسپانیا بارسلونا کې څېړونکو هم د Rh null وینې بسپنه کوونکي څخه سټیم حجرې ترلاسه کړې او د Crispr-Cas9 تخنیک وکاراوه چې د هغوی وینه له A ګروپ څخه O ډول ته واړوي، چې لا زیاته نړیواله شي.

سره له دې هڅو، دا مهمه ده چې ووایو په لویه کچه د خلکو لپاره مصنوعي لابراتواري وینه جوړول لا هم ډېر وخت غواړي. یوه لویه ستونزه دا ده چې څنګه سټیم حجرې د صفا سرو کرویاتو په توګه وده وکړي.

په بدن کې سرې حجرې حجرې د هډوکو په مغز کې له سټیم حجرو تولیدېږي، چې پېچلي سیګنالونه وړاندې کوي چې د هغوی پرمختګ لارښود کړي. په لابراتوار کې دا ستونزمنه ده.

مسټر ډینوم وايي: "کله چې Rh null یا د هرې بلې نایابه وینې ګروپ جوړوئ، د وینې د سرو حجرو وده او صفا کېدل ګډوډېدلی شي. د ځانګړو وینې ډلو جینونه تولیدول ممکن د حجرې غشا له منځه یوسي، یا په حجره کې د سرو کرویاتو مؤثر تولید له منځه یوسي".

په لابراتوار کې جوړېدونکې وینه هیله بخښونکې ده، خو دوديزې بسپنې لا هم ډېرې اغېزناکې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په لابراتوار کې جوړېدونکې وینه هیله بخښونکې ده، خو دوديزې بسپنې لا هم ډېرې اغېزناکې دي.

اوس مهال، پروفېسر ټوی د RESTORE ټرایل ګډ مشر دی، چې دا د نړۍ لومړی کلینیکي ازموینه ده. دوی ازمويي چې روغو رضاکارانو ته د وینې د حجرو ورکول چې په لابراتوار کې د بسپنه کوونکو د وینې سټیم حجرو څخه مصنوعي ډول جوړې شوې، څومره خوندي دي.

په دې ټرایل کې مصنوعي وینه په هېڅ ډول جېني سمون شوې نه وه، خو بیا هم ساینسپوهانو ته یې لس کلنه څېړنه اړینه وه چې د انسانانو په ازموینه کې حاضر شي.

پروفېسر ټوی وايي: "اوس مهال، د یو کس له لاسه وینه اخیستل ډېر اغېزناک او د لګښت له پلوه ډېر ارزانه دي، نو له همدې امله به موږ د نژدې راتلونکي لپاره د وینې بسپنه‌کوونکو ته اړتیا ولرو."

هغه زیاتوي: "خو د هغو خلکو لپاره چې نایابه وینې ګروپونه لري او ډېر کم بسپنه‌کوونکي لري، که موږ ورته د لا ډېرې وینې وده چمتو کړای شو، نو دا به واقعاً زړه پورې وي."