د داعش د مېرمنو رول ننداره؛ محکمې یوه ډایرکټره او ډرامه لیکونکې بندیانې کړې

    • Author, انا لامچه
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز

په روسیه کې یوه ډرامه‌لیکونکې او د تیاتر یوه ډایرکټره په یوه پوځي محکمه کې د "ترهګرۍ د توجیه کولو" په تور محکومې شوې دي.

ډایرکټره یوګینیا برکووېچ او ډرامه‌لیکونکې سوېټلانا پیټریچوک هره یوه په دې محکمه کې په شپږو میاشتو بند محکوم شوي دي.

دا سزا د دوی د "فینیسټ؛ ځوان شاهین" ډرامې له ترسره کولو وروسته صادره شوې، چې د یوې روسۍ مېرمنې ریښتینې کیسه په ډرامه کې بیانوي چې د سوریې د کورنۍ جګړې په جریان کې د "داعش" له غړي سره د واده کولو لپاره دې هېواد ته سفر کوي.

د دغو دوو ښځو وکیل ویلي چې د محکمې د پرېکړې پر ضد به استیناف وکړي.

دا محاکمه چې د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه، په روسیه کې د هنري کړیو د بیان د ازادۍ د وضعیت په اړه یو خبرداری دی.

دواړه به له خوشې کېدو وروسته د درېیو کلونو لپاره د کومې وېبپاڼې له جوړولو منع شي. دواړې د تېر کال له مې میاشتې راهیسې په زندان کې دي او د روسیې د ار‌.بي.‌سي خبري اژانس په وینا اوس ټاکل شوې چې دوی په یوه لیرې پراته زندان کې د جبري مزدورۍ کمپ ته ولېږدول شي.

څارنوالانو ادعا کړې چې یوګینیا برکوویچ او سوېټلانا پیټریچوک "د داعش په اړه مثبت نظر" غوره کړی او دا چې د دوی ډرامې "د ترهګرۍ توجیه کولو نښې" درلودې.

د تېر کال د مې په وروستیو کې د دوی د محاکمې په پیل کې، ۳۹ کلنې یوګینیا برکوویچ او ۴۴ کلنې سوېټلانا پیټریچوک وویل چې دوی دا ننداره له ترهګرۍ سره د خپل مخالفت ښودلو لپاره ترسره کړې.

اغلې برکوویچ وویل، د دې نندارې ترسره کول د "ترهګرۍ مخه نیول" وو او له ترهګرو سره یې یوازېنۍ اړیکه د دوی غندنه او کرکه وه.

د ار‌.بي.‌سي خبري اژانس د دې ډرامې د ډایرکټرې له خولې ویلي: "زه نه پوهېږم چې دا خبرې له ما سره څه تړاو لري. ما هېڅکله د اسلام، افراطي یا یې کوم بل ډول بڼه نه ده شریکه کړې. "

هغې او د ډرامې لیکوالې تل په خپله بې‌ګناهۍ ټینګار کړی دی.

د دغو دوو کسانو وکیلې کیسینیا کارپینسکایا د حکم له صادرېدو وروسته دغه عمل په بشپړه توګه غیرقانوني او غیر عادلانه وباله او ویې ویل که څه هم هغه ډېره هیله نه لري، خو د پایلو په اړه به استیناف غوښتنه وکړي.

د روسیې د هنر ټولنه په ۲۰۲۲ کال کې د اوکرایین له نیواک راهیسې تر زیات فشار لاندې ده.

د مېرمن برکوویچ ملاتړي وايي، دا محاکمه د هغو شعرونو له امله رامنځته شوې، چې د تیاتر دې اداکارې پر اوکرایین د روسیې د پوځي یرغل پر ضد لیکلي وو.

یو شمېر روسي هنرمنانو، لیکوالو او ژورنالیستانو په ښکاره د دغو دوو سینماګرانو ملاتړ کړی.

د "فېنېس؛ ځوان شاهین" ډرامه، چې په ۲۰۲۰ کال کې نندارې ته وړاندې شوې وه، د غوره‌ نندارې او غوره جامو لپاره د طلايي ماسک تیاتر دوه جایزې ګټلې دي.