تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: د غيرقانوني وګړو د بېرته ستنولو پلان د کورنيو چارو وزارت ته استول شوی
په پاکستان کې د اسلام اباد پولیسو وایي د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د غیرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو عملي پلان يې د منظورۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته استولی دی.
د پلازمېنې اسلام اباد پولیس وایي دا پلان د کورنیو چارو وزير سرفراز بګتي په لارښونه جوړ شوی چې د دې پلان له مخې به په اسلام اباد کې موجود ناقانونه بهرني وګړي د سفارتونو په همکاري بېرته خپلو هېوادونو ته استوي.
دوي وايي د پنجشنبې په ورځ یې ۱۷ افغانان چې مقدمې پرې درج شوې وې عدالتونو ته حاضر کړل شوي دي.
د طالبانو حکومت کې د کډوالو وزارت له پاکستانه غوښتي چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي.
د دغه وزارت لخوا په خپاره شوي بیان کې راغلي چې پاکستاني پولیس ان هغه افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد لري.
په بیان کې له پاکستان غوښتنه شوې چې بشري حقونه، د ګاونديتوب حقونه او ګډ دیني ارزښتونه په پام ونیسي او ټول نیول شوي کډوالو بیرته خوشي کړي.
دغه وزارت همدارنګه د ملګرو متلونو د هغه دریځ ستاینه کړې چې د افغان کډوالو د نیولو بندول یې غوښتي او له نورو نړیوالو ادارو او هېوادونو یې هم غوښتي چې په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، زنداني کولو اوربړونې لړۍ وروسته له هغې پيل شوه چې د دې هیواد چارسمبالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ يې امر وکړ.
له دې امر وروسته په خواله رسنیو ګڼې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پاکستاني امنیتي ځواکونه افغان کډوال نیسي، وهي ډبوي یې او زندانونو ته اچوي.
په منځ کې ښځې او ماشومان هم شته چې له دا ډول بد چلند سره مخ دي.
خو په خواله رسنیو د داسې یوه کس ویډیو او خبرې ډیرې خپرې شوې چې وایي پاکستاني امنیتي ځواکونو په سترګه وهلی او یوه سترګه یې ور باندې ړنده کړې ده.
له افغان کډوالو سره دا ډول چلند له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ دی.
تازه غبرګون د طالبانو په حکومت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دی چې په خپاره کړي بیان کې یې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغانانو د نيولو لړۍ بنده او نيول شوي افغانان آزاد کړي.
همدارنګه دا وزارت د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غواړي، چې د مهاجرينو بنسټیزو حقونو ته په پام له هغوی څخه د وسيلې په توګه کار وانخلي.
بل خوا بیا د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست، هلته له مېشتو افغانانو غوښتي چې د پاکستان سیاسي ګوندونو غونډو کې دې ګډون نه کوي.
عبدالجبار تخاري په یوه ویډیویي کلیپ کې ویلي افغانان دې د کډوالو په څېر ژوند او خپل کاروبار دې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف خان درانی لا هم په کابل کې دی او له طالب چارواکو سره یې لیدنې دوام لري.
وړاندې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وایي چې له نوموړي د کډوالو اړوندو مسایلو ترڅنګ په نورو دوه اړخیزه مسایلو خبرې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر ملا امیر خان متقي له اصف دراني سره پر امنیتي مسایلو او ډیورنډ کرښه رامنځته شویو ستونزو پّه اړه هم خبري شوي دي .