تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن: ولادیمیر پوتین د الیکسي نوالنې د مړینې ''مسوول'' دی
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، ولادیمیر پوتین په روسیې کې د مخالف مشر الیکسي نوالنې د مړینې ''مسوول'' دی.
پرون د روسیې ارکتیک سیمې زندان چارواکو اعلان وکړ، چې الیکسي ناولنې په هغه زندان کې مړ شوی، چې ده په کې د زندان سزا تېروله. ۴۷ کلن نوالنې له هغو کسانو یو و، چې د روسیې پر ولسمشر ولادیمر پوتین یې سختې نیوکې کولې او له ۲۰۲۱ راهیسې د داسې تورونو له کبله زنداني شوی و، چې په پراخه کچه فکر کېږي، سیاسي انګېزه یې درلوده.
د نوموړي مړینې ته په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه څرګند شوي دي. د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د الیکسي نوالنې د مړینې په هکله خبرو کې وویل: ''زه دې خبر حیران کړی نه یم، خو خواشینی یې کړم.''
بایډن زیاته کړه، هغه د پوتین رژیم تاوتریخوالي ته په زړورتیا ودرېد. له همدې کبله زنداني شو او زهر ورکړل شول، خو دې هېڅ شي یې هم مخه و نه نیوله. ښاغلي بایډن د الیکسي نوالنې زړورتیا وستایله او په وینا یې هغه کولای شوای په ۲۰۲۰ کې چې زهر ورکړل شول له هېواده بهر پاتې شي، خو داسې یې و نه کړل.
نوموړي زیاته کړه، هغه داسې ډېر څه و، چې پوتین نه دی، هغه زړور و، ژمن و، هغه باور درلود د یوې داسې روسیې لپاره باید ''مبارزه'' وشي، چې د ټولو وي. د ښاغلي بایډن په خبره: ''هېڅ تېروتنه به نه کوئ، پوتین د نوالنې د مړینې مسوول دی.''
د امریکا ولسمشر تر څنګ د الیکسي نوالنې مړینې ته په پراخه کچه د نړیوالو مشرانو غبرګونونه څرګند شوي دي.
بل لور د نوالنې مېرمن یولیا نوالنایا په داسې حال کې چې په څرګند ډول لړزېده ویلي، دا نه پوهېږي چې دا ''بوږنونکی خبر'' رښتیا دی او ټینګار یې کړی، چې که رښتیا وي، ولسمشر ولادیمر پوتین سره یې باید حساب وشي.
په همدې ترڅ کې د الیکسي نوالنې د ملګرو ټیم ویلي، مدافع وکیل یې هغه زندان ته تللی، چې نوموړی پکې مړ شوی او په وینا یې که وکولای شي، تازه معلومات ترلاسه کړي، له نورو سره به یې شریک کړي.
بل لور د جمعې پر مازدیګر د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې په همدې تړاو له سلو ډېرو ځایونو کې خلک لارو، کوڅو ته وتلي او احتجاجونه یې کړي دي. دغه راز د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې هم د روسیې سفارتونو پر وړاندې د خلکو احتجاجي غونډې شوې او د الیکسي نوالنې د مړینې په هکله یې غم او غوسه څرګند کړي، چې د پوتین تر ټولو مشهور معترض کس و.