تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ دریم لوی جامع جومات کې ولې تراویح او د جمعې لمونځ نه کېږي؟
د نړۍ په دریم لوی جومات کې د تراویح او جمعې د لمونځ نه کېدو په تړاو د روان رمضان میاشتې له پیله د الجزایریانو ترمنځ بحثونه راپورته شوي، دوی د جمعې د لمانځه لپاره ددغه (ستر جومات) د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.
په الجزایر کې ځینو پر خواله رسنیو له ۲۰۲۰ کال راهیسې په یاد جومات کې د تراویح او جمعې د لمونځونو د نه کېدو د لامل په اړه پوښتلي.
دوی وايي، اوس خو د کورونا وبا خطر هم نه شته چې د خلکو د راغونډېدو له کبله وبا لا پسې خپره شي.
الجزایري خبریال اسامه وحید پر فیسبوک پوښتلي چې جومات ولې د لویو جماعتونو لپاره تړلی او اوس جومات مازې "بېروحه" اډانه ښکاري چې هېڅوک نه پکې لیدل کېږي.
د خلکو له دې پوښتنو سره، د (الجزایر جامع جومات) پر فیسبوک یو بیان خپور شو چې پکې راغلي، د جمعې او تراویح لمونځونه ځکه پکې نه کېږي چې په جومات کې د نوې ټیکنالوجۍ له کبله کارونه روان دي، خو له ۲۰۲۰ راهیسې د جومات انګړ د ټولو لمونځونو لپاره پرانیستی دی.
جامع جومات له جمعې پرته
د ۲۰۰۶ کال له فرمان خپرېدو راهیسې چې د مخکني ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه له لوري د جومات د رغولو لپاره خپور شوی و، د جومات د وضعیت په اړه ډېر کله بحثونه راوپارېدل او په ۲۰۱۹ کال د ولسمشر عبدالمجید تبون د واکمنۍ پرمهال یې د رغونې چارې بشپړې شوې وې.
د جومات د جماعت لمونځ لپاره انګړ د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر پر ۲۸مه د میلاد النبي له راتګ سره پرانیستل شو، خو ژر د الجزایر د دیني چارو او اوقاف وزارت د نومبر پر ۱۳مه د جمعې د لمانځه ځنډولو اعلامیه خپره کړه.
له هغه راهیسې یوازې دوه ځله د جمعې لمونځ پکې شوی دی.
وزارت د جمعې لمونځ د وبا د خپرېدو د مخنیوي پخاطر ځنډولی و او ویلي یې وو کله چې وضعیت عادي حالت ته وګرځي، د جمعې لمونځ به بېرته پیل شي.
خو ښکاري چې هلته وضعیت لا نه دی عادي شوی او ګڼ خواله رسنۍ کارن پوښتي اوس چې په هېواد کې د وبا خطر هم نه شته، ولې د جومات دورازې لاهم بندې پاتې دي.
ویل شوي چې د مکې مکرمې او مدینې منورې له حرمین وروسته دا په اسلامي نړۍ کې دریم لوی جومات دی. یاد جومات د الجزایر پلازمېنې په خلیج المحمدیه سیمه کې پروت دی او مساحت یې ۳۰۰ زره مربع مترو ته رسېږي.
په جومات کې په یو ځل دري دیرش زره لمونځ کوونکي ځایېږي او د جومات د انګړ سره بیا د یو سل او شل زره لمونځ کوونکي پکې ځایېږي، د قرآن یوه اداره، کتابتون او یو کلتوري مرکز هم شته.
د جومات مناره او د اذان پایه د نړۍ په کچه لوړه ده او لوړوالی یې ۲۶۵ مترو ته رسېږي- (۴۳ پوړه) ده چې د بېړیو د څار کار هم ترې اخیستل کېدای شي.