پر اوکرایین د روسیې له تازه بریدونو وروسته پولنډ خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

روسیې پر اوکرایین د بریدونو په لړ کې یو ځل بیا خپلې جګړې ته زور ورکړی او تازه ېې پر اوکرایین ۱۵۸ توغندي ورولي دي. تازه مالومات وايي، توغندیزو بریدونو لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي او شاوخوا ۱۶۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د رپوټونو له مخې، روسیې لږ تر لږه یو توغندی د پولنډ له هوايې حریم څخه په استفادې پر اوکرایین توغولی چې له کبله یې پولنډ خپلو ځواکونو ته د چمتووالي امر کړی دی.

د پولنډ د وسله والو ځواکونو یوه ویاند ویلي "پر وخت چمتووالی د دغه هېواد د هوايي حریم امنیت تضمینوي."

پولنډ ویلي، د روسیې توغندی شاوخوا درې دقیقې د دوی په خاوره کې و او په وینا یې دغه موده کې ۴۰ کیلومتره د پولنډ له هوايي حریمه تېر شوی دی.

روسیې بیا د پولنډ دا ادعا رد کړې او په وینا یې پولنډ د دغې ادعا ثابتولو لپاره هیڅ سند نه لري.

له دې مخکې د روس او اکراین جګړې له پیل راهیسې د ۲۰۲۲م کال نومبر میاشت کې د اوکراین لخوا توغول شوی یو توغندی د پولنډ په خاوره کې لږیدلی و چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي وو.

دا د روسیې لخوا پر اوکرایین له برید راهیسې په یو ځل تر ټولو ډېر توغندي دي چې اوکرایین پرې ویشتل کېږي.

اوکراییني ځواکونو ویلي، د دوی د ارزونې له مخې مسکو له ۱۵۰ ډېرو توغندیو سره بریدونه کړي او زیانونه اړولي دي.

په ځایې وخت سهار مهال د اوکرایین په مرکز کیېف، اودسا، دنیپروپتروفسک، خارکېف او لویو ښارونو کې د دغو توغندیو د لګېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د اوکرایین د وسله والو ځواکونو یوه قومندان ادعا کړې چې "روسیې د ایران په لاس له جوړو شویو توغندیو" استفاده کړې.

د ده په وینا، روسیې په تازه بریدونو کې لږ تر لږه په ۵۵ کروز توغنديو، او شاوخوا شل نور بالستیکي مزایل پر اوکرایین ویشتلي دي.

روسیه:‌ ۳۲ بې پېلوټه الوتکې مو وېشتلي

د روسیې په لویدیځ کې چارواکي وایې په دغه ځای کې هوایې بریدونه شوي دي.

د رپوټونو له مخې له دې کبله د بلګورود په ښار کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او د اوبو رسولو ګڼې شبکې یې ویجاړې کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت هم اعلان کړی چې هوايې دفاعي ځواکونو یې لږ تر لږه ۱۳ توغندي شنډ کړي او ۳۲ بې پېلوټه الوتکې یې ویشتلي دي.

پر روسیې د دغو بریدو هڅه وروسته له هغه کېږي چې د اوکرایین پر ګڼو ښارونو روسي ځواکونو سلګونه توغندي توغولي دي.

د روسیې دا ګڼ توغندیزه بریدونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غندلي دي.