تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ژمي کې له موسمي ناروغیو د خوندیتابه لپاره څه وکړو؟
په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په ګڼو نورو سیمو کې سوړ ژمی شروع شوی، افغانستان کې خو د ژمي دې څپې ته ان سړه څیله وايي چې تر څلوېښتو ورځو پکې هوا ډېره یخه وي.
په سړه هوا کې یخ یوې خوا، خو ورسره د موسمي ناروغۍ له ډلې زکام او نزله هغه څه دي چې د ډېرو خلکو ژوند ګډوډوي او له امله یې له ستونزو سره مخ کېږي.
ژمی د کال له څلورو موسمو یو دی او ډېرو ته خو ان همدا منی او ژمی د خوښۍ موسم وي، خو دا چې څنګه په ځينو اسانه ګامونو مونږ ټول د کال دا شپې ورځې هم خوندورې تېرې کړو، ځينې اسانه لارې چارې شته چې دلته ورته کتنه کوو.
که تاسې غواړئ چې په ساړه موسم یا ژمي کې له ساړو ځانونه وساتۍ، دا ډېر سخت کار نه دی خو د دې لپاره باید خپل دفاعي نظام پیاوړی کړئ.
په ساړه ژمي کې له نزلې، زکام او تبې د ځان ساتلو په موخه نه یوازې چې د ځينو روغتیاي خوړو اړتیا ډېرېږي بلکې په مسلسل ډول ورزش او حرکات هم ستاسې له ښې روغتیا او ګرم پاتې کېدو سره ډېره مرسته کوي.
د یادونې ده چې ښه روغتیا یوازې په ګرانبیه خوړو او میوو کې نه ده بلکې د ښه ژوند تېرولو لپاره ځینې نورې اسانه او ارزانه لارې هم پیدا کېږي خو که څوک ریښتیا پام ورته وکړي.
په دې مطلب کې د خپلې روغتیا او ګرم پاتې کېدو لپاره د لسو داسې شیانو او خوراکونو یادونه درته کوو، چې که ورته پام وکړئ ژمی به مو ډېر بد نه وي:
- رنګا رنګ میوې او سبزۍ وخورئ. د بېلګې په ډول لبلبو، ام، خواږه الوګان،نارنج، او داسې ډېر نور حاصلات ویټامین اې لري چې د ناروغیو په مقابل کې مو دفاعي نظام پیاوړی کوي.
- په ورځني خوراک کې مو اوږه او پیاز هرو مرو شامل کړئ. پیاز او اوږه روغیتايي بکتریاوې لري دا بکتریاوې زمونږ د هاضمې له سیستم او کولمو سره مرسته کوي او ګټورې دي.
- د خپل بدن د ویټامین ډي اړتیا پوره کړئ چې له لمر، ځينو ګولیو، کبانو، هګیو، سمرق او ځینو نورو خوراکو تر لاسه کېدای شي.
- د جوارو ډوډئ او جوار هم ګټور دي. د دې تر څنګ فایبر لرونکي خواړه چې د ژر مړښت احساس هم راکوي.
- په پخلي کې مو روغتیاي خوړو ته پام وکړئ.
- د خپلو کولمو او هاضمې سیستم خیال ساتل هم په کار دی.
- خپل لاسونه مو ښه مینځئ.
- متحرکه او خوځنده اوسئ.
- په تودو او سړو اوبو ځان مینځل عادت کړئ.
- پوره خوب کوئ.
څيړنو ثابته کړې چې د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړي کېدو لپاره ارامه خوب ډېر ګټور دی، له دې سره دا هم ثابته شوې، هغه خلک چې د شپې او ورځې په بېلابېلو وختونو کې کار کوي، د خوب وخت بدلېدو له کبله یې د ناروغېدو ګواښ ډېر وي. داسې خلکو ته په کار ده چې د خپل خوب پوره کولو لپاره یوه ارامه او تیاره کوټه کې د ځان لپاره د شپې د خوب ښه چاپیریال جوړ او ویده شي.