د غزې جګړه د شمېرو له مخې: 'هر لور ته قبرونه او هدیرې دي'

    • Author, امیره مهذبي
    • دنده, بي بي سي عربي څانګه او د بي بي سي نړیوالې څانګې بصري ژورنالیزم ټیم

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه ناڅاپه پر سویلي اسرائیل برید وکړ، ګڼ شمېر ملکي کسان یې ووژل او ۲۵۱ یې یرغمل کړل. له هغه وروسته د اسرائیل او حماس تر منځ یوه خورا پراخه جګړه ونښته، چې د سیمې په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ شخړه بلل کېږي.

بي بي سي د دې جګړې له پیله د جګړې اړوند شمېرې یو ځای کوي او له یو شمېر هغو کسانو سره یې خبرې کړې، چې له دې شخړې اغېزمن شوي، چې د دې شمېرو تر شا پرتې کیسې رابرسېره شي.

فاطمه اداما او کورنۍ یې ټول عمر په شمالي غزه کې تېر کړی. دوی تر میاشتو پورې د وژنو، ورانۍ، ویجاړۍ او لوږې شاهدان وو.

فاطمه د خپل ژوند اوسني شرايط ''له شرم او سپکاوي ډک'' بولي.

دا وايي، داسې احساس کوي لکه د بې هوښۍ له یوې اوږدې یو کلنې دورې چې تېرېږي، یوه ورځ به په هوښ کې شي او غزه به یو ځل بیا داسې وویني لکه مخکې یې چې لیدلې وه، ''ښایستوکې او د ژوند له خوږو ډکه.''

خو فاطمه هیله منه ده، او هوډ ښيي چې ''موږ به یې بېرته ورغوو او بیا به یې راژوندۍ کړو.''

په غزه کې مرګ او ژوند

د اشرف العطار په اند ژوند یې جګړې د تل لپاره بدل کړ.

اشرف د سویلي ښار خان یونس په اروپايي روغتون کې د نرس په توګه دنده لري.

ده بي بي سي ته وویل، چې مېرمن او شپږ ماشومان یې په مرکزي غزه کې پر دیر البلح سیمه د اسرائیلي پوځ بمبارۍ کې وژل شوي دي. دی وايي، ''دا هر څه په څو ثانیو کې ناڅاپه وشول.''

د اشرف مېرمن هاله د ملګرو ملتونو د خیریه چارو ادارې (یو این ار ډبلیو اې) کارکوونکې وه.

د دوی مشر زوی احسان ۱۵ کلن و. تر ټولو کشر اولاد یې د وطین په نامه لور و، چې ایله د ۲۰ میاشتو ماشومه وه. اشرف او هاله څلور نور ماشومان هم درلودل، چې دوې نجونې، دوه هلکان وو او غبرګوني زېږېدلي وو.

اشرف او هاله به دا اولادونه ''د الله تعالی ډالۍ'' بلل.

د اسرائیل پوځ د هوايي بریدونو په هکله په مشخص ډول خورا لږ معلومات ورکوي او د هغه برید په هکله یې هم سملاسي څه و نه ویل، چې د اګست پر ۱۸مه پکې د اشرف کورنۍ غړي ووژل شول.

خو یوه ورځ وروسته اسرائیلي پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د دیر البلح سیمې په شاوخوا کې یې یو لړ عملیات کړي، چې ''پر ځمکه برسېره او تر ځمکه لاندې ترهګر او جګړه ییز تاسیسات له منځه یوړل شي.''

هاله او ماشومان یې د هغو څه باندې ۴۰ زره فلسطینیانو له ډلې دي، چې د جګړې له پیل راهیسې وژل شوي دي. دغه راز په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې هم د اکتوبر ۷مې له پېښې راهیسې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر تر ۲۳مې پورې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې ۶۹۳ کسان وژل شوي دي.

په دې کې ۶۷۶ کسان اسرائیلي ځواکونو او ۱۲ کسان بیا هغو اسرائیلیانو وژلي چې په دې سیمو کې مېشت کړل شوي دي. اسرائیل وايي، په لوېدیځه غاړه کې د چاپو وهلو هدف دا دی، چې په اسرائیل او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو بریدونو مخنیوی وشي.

اوسنی اسرائیل حکومت په دې سیمو کې د اسرائیلیانو غیر قانوني مېشت کېدو څارنه کړې.

له فلسطینیانو سره داسې اندېښنه هم شته، چې ښي اړخه اسرائیل حکومت په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلیانو مېشت کولو پر داسې ډول کار کوي، چې بېرته شاتګ پکې ناشونی شي.

په اسرائیل کې وضعیت

د هغو شمېرو له مخې چې اسرائیلي چارواکو د ۲۰۲۳ کال تر نومبر پورې خپرې کړې، د اکتوبر ۷مې بریدونه د اسرائیل په تاریخ کې تر ټولو خونړي بریدونه وو، چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول.

د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې بي بي سي داسې شواهد راټول کړل، چې ښيي د اکتوبر ۷مې بریدونو کې پنځه وسله والې ډلې له حماس سره یو ځای شوې، چې په اسرائیل کې دننه بریدونه وکړي.

دوی له ۲۰۲۰ راهیسې د دې بریدونو لپاره د پوځیانو په ډول روزنه تمرینات او روزنه کوله.

په هماغه ورځ حماس او اړوند ډلو یې ۲۵۱ کسان غزې ته یرغمل کړل. په تېر یوه کال کې له دې ډلې ځینې کسان د پوځي عملیاتو او ځینې نور بیا د دیپلوماتیکو هڅو پایله کې خوشي شوي دي.

۳۴ کلن یاردین بیباس او مېرمن یې شیري له خپلو دوو ماشومانو سره په هغو کسانو کې شامل وو، چې حماس یرغمل کړل.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۲۹ مه حماس ادعا وکړه، چې شیري او د دې دوه ماشومان د توقیف په حال کې د اسرائیلي بمبارۍ له کبله ووژل شول. اسرائیل حکومت ویلي، دوی د دې ادعا په هکله معلومات راټولوي.

اوفري بیباس لیوې د یاردین خور ده. دا د خپل ورور او د هغه کورنۍ برخلیک ته اندېښمنه ده، خو تر اوسه هیله منه هم ده، چې هغوی لا هم ژوندي دي.

دا وايي، نه پوهېږي تر څو پورې به هغوی په دې شرایطو کې ژوندي پاتې شي، په ځانګړې توګه ماشومان چې دا یې یرغمل کول ''غیر انساني'' کړنه بولي. ارفي بي بي سي ته وویل، هڅه کوي، چې هیله ژوندۍ وساتي.

د سولې هڅو ۷۵ کلنه اسرائیلۍ فعاله ادار ساګي د اکتوبر پر ۷مه حماس په نیراوز کیبوتز سیمې نیولې وه او تر ۵۳ ورځو پورې یې یرغمل ساتله. دا بیا له ۱۰۵ نورو اسرائیلیانو سره یو ځای د هغه یوه اونۍ اوږده اوربند پر مهال خوشې شوه، چې د ۲۰۲۳ د نومبر پر ۲۴ مه پیل شو. په هغه تبادله کې ۲۴۰ فلسطینیان هم شامل وو، چې له اسرائیلي زندانونو خوشي شول. دا وايي: ''اوس پر سوله باور نه لرم.''

د یادونې ده، چې د جګړې ختمولو لپاره تر اوسه شوې ديپلوماتیکې هڅې ناکامې پاتې شوې دي.

د غزې بې ځایه شوي اوسېدونکي؛ هېڅ داسې ځای نه شته، چې خوندي وي

د ملګرو ملتونو اټکل له مخې د ۲۰۲۴ د سپتمبر تر ۳۰ پورې د غزې ټول نفوس دوه اعشاریه یو میلیون دی، چې ۹۰ سلنه یې بې ځایه شوي دي.

تېر ټول کال اسرائیلي ځواکونو څو ځله خلکو ته له خپل کور کلي د وتلو او ''خوندي ځایونو'' ته د تلو ویلي دي.

د ۲۰۲۴ کال په اګست کې یونېسف یو رپوټ خپور کړ، چې پکې وايي اسرائیلي ځواکونو په غزه کې یو اعشاریه ۷ میلیونه خلکو ته ویلي چې په ۴۸ مربع کیلومتره ساحه کې راټول شي.

له دې سره په هر یوه مربع کیلومتر کې د یو ځای شویو انسانانو شمېر ۳۵ زرو تنو ته رسېږي.

۳۱ کلنه نجود ابوکلوب له هغو یو اعشاریه نهه میلیونو کسانو یوه ده، چې په غزه کې دننه بې ځایه شوي دي.

نجود له خپلو ماشومانو سره ۱۱ ځله د اسرائیلي بمباریو یا وتلو د امر له کبله بې ځایه شوې ده. دوی ځینې مهال د زیاتې ګڼې، ګوڼې یا ناروغیو له کبله هم له یوه ځایه بل ته کډوال شوي دي.

دا اوس د خان یونس سیمې په یوه شګلنه سارا کې په یوه موقت خیمه کې ژوند کوي. دا سیمه مخکې اسرائیل خوندي سیمه بللې وه، خو وروسته یې بریدونه پرې وکړل.

که په غزه کې دا جګړه ختمه هم شي، نجود ابوکلوب به د ډېرو نورو غوندې داسې هېڅ ځای و نه لري، چې بېرته ورته ستنه شي.

د سږ کال په مارچ کې ملګرو ملتونو ماهرینو وویل، د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې نژدې ۷۰ سلنه کورونه یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي او یا زیان ورته رسېدلی دی.

یوازې د جګړې په لومړیو شپږ ورځو کې اسرائیلي هوايي ځواکونو پر غزه له ۶۰۰۰ ډېر بمونه واچول.

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو عملیات له شمالي لوري پیل شول او بیا له مصر سره پر پوله د رفح تر سیمې ورسېدل، چې په دې ټوله ساحه کې یې ورانی، ویجاړی رامنځته کړ.

د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د ملګرو ملتونو اټکلونو وښودله، چې په غزه کې د جګړې له کبله د ورانو، ویجاړو ودانیو ۴۰ میلیونه ټنه خاورې، خځلې رامنځته شوې دي.

دا شمېرې ښيي چې د غزې خاورې پر هر مربع متر ۱۱۵ کیلوګرامه خاورې، خځلې پرتې دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې ښايي ۱۵ کاله وخت او ۵۰۰ میلیونه ډالر به ولګېږي، چې دا خاورې، خځلې پاکې شي، چې د ناچاودلو توکو او پاتې شونو له کبله به د ځای اوسېدونکو لپاره یو خطر وي.

د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام یو این ډي پي یوه رپوټ کې وویل شول، چې ''د هیله مندۍ د سیناریو له مخې به تر ۲۰۴۰ کال پورې شونې شي، چې یوازې وران شوي کورونه په بشپړه توګه بېرته ورغول شي، چې د جګړې له کبله وران شوي دي.''

اسیل په دې جګړه کې ورور له لاسه ورکړی. مور یې پر سرطان ناروغۍ اخته وه او دوی نه دي توانېدلي چې د درملنې لپاره یې له غزې بهر ولېږدوي. پلار یې بیا د پښتورګو په یوه جدي ناروغي اخته دی. دې بي بي سي ته وویل، په سختو ورځو کې دا داسې محسوسوي چې د ژوند کولو لپاره هېڅ یوه هیله نه ده ورته پاتې.

په یو څه هیله من کوونکو ورځو کې بیا ارمان کوي، چې د مور، پلار درملنه یې وشي او یوه ورځ د جګړې له ختمېدو وروسته وتوانېږي په قبرص کې له هغه سړي سره وویني، چې کوژدن یې ورسره شوې.

د هغو لپاره چې په سختۍ سره د جګړې پای ته رسېدو ته لېوال دي، د یوه دائمي اوربند لپاره لارې چارې موندل ورځ تر بلې ګران ښکاري. وضعیت لاپسې پېچلی کېږي او په ټول منځني ختیځ کې تاوتریخوالی لا پسې زیاتېږي.

د دې مطلب ګرافیکس رئیس حسین، کات ګاینور او ګیري فلیچر طرح کړي دي.