تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په سعودي کې په ريکارډ کچه د خلکو اعدامېدل
- Author, کرولين هاولي
- دنده, بي بي سي
سعودي عربستان په پرله پسې ډول د دویم کال لپاره د اعدامونو د شمېر په برخه کې خپل ریکارډ مات کړ.
په بریتانیا کې مېشته د بشري حقونو یوه ډله ريپريو چې په سعودي کې د مرګ په سزا د محکومو څو کسانو استازیتوب کوي، سږ کال په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال په سعودي کې لږترلږه ۳۴۷ کسان اعدام شوي دي. د دوی په وينا تېر کال دا شمېر ۳۴۵ تنه و.
په راپور کې ویل شوي چې دا د څارنې له پيل راهيسې په سعودي کې د "اعدامونو له پلوه تر ټولو مرګونی کال" دی.
په سعودي کې وروستي اعدام شوي دوه پاکستانیان وو چې د مخدره توکو اړوند جرمونو په تور محکوم شوي وو.
دوه خبریالان هم د هغو کسانو په ډله کې وو چې سږ کال اعدام شوي دي. دوه هلکان هغه وخت کوچني وو کله چې په لاریون کولو تورن او محکوم شوي وو. پنځه ښځې هم د هغو کسانو په ډله کې وې چې سږ کال اعدام شوي دي.
د ریپریو په وینا، د اعدام شویو کسانو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه مخدره توکو پورې اړوند جرمونو کې ښکېل ګڼل شوي. ملګري ملتونه د دې ډول جرمونو لپاره د اعدام سزا "د پېژندل شویو نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې ګڼي."
له نیمایي ډېر اعدام شوي کسان بهرنيان وو چې ظاهرا د "مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې" پروګرام لاندې سزا ورکړل شوې ده.
بي بي سي د سعودي له چارواکو د اعدامونو د زياتوالي په اړه د غبرګون غوښتنه کړې خو لا یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په منځني ختيځ او شمالي افریقا کې د ريپريو مشره جید بيسوني وايي، "سعودي اوس په بشپړ خونديتوب دا کار کوي. دا نژدې داسې ښکاري لکه د بشري حقونو پر نظام چې ملنډې وهي".
نوموړې ويلي، شکنجه او په زور اعترافونه د سعودي د جزايي عدلي نظام په دننه کې "عام او پراخ" شوي دي.
اغلې بيسوني دا وضعیت "وحشيانه او خپلسری ظلم" بللی چې بې ګناه او ګوښي شوي خلک اغېزمنوي.
د سې شنبې په ورځ يو ځوان مصری کب نيونکی عصام الشاذلي اعدام شو. نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې د سعودي په اوبو کې نيول شوی و او ويلي يې وو چې د نشه يي توکو د قاچاق لپاره پرې فشار راوړل شوی و.
ريپريو وايي، يوازې ۹۶ تنه د چرسو سره په تړليو قضيو کې اعدام شوي دي.
اغلې بيسوني وايي، "نژدې داسې ښکاري چې دوی ته دا مهمه نه ده چې څوک اعداموي، ترهغه چې ټولنې ته دا پيغام ورسوي چې د هرې موضوع په اړه د هېڅ زغم پاليسي لري، که هغه لاريونونه وي، د بيان ازادي وي او يا نشي توکي."
له ۲۰۲۲ کال کې راهيسې د نشه يي توکو په تړاو اعدامونو کې زیاتوالی راغلی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر "خورا خواشينونکی" بللی دی. له دې وړاندې سعودي په غیر رسمي توګه د نشه يي توکو اړوند اعدامونه ځنډولي وو.
له بي بي سي سره د نوم نه ښودلو په شرط د نشه يي توکو په تور د اعدام سزا په تمه د بندیانو خپلوانو ويلي، اوس د "وېرې" په فضا کې ژوند کوي.
یوه تن بي بي سي ته وويل، "اوونۍ کې يوازينی وخت چې زه ويده کېږم جمعه او شنبه دي، ځکه په دغو ورځو اعدامونه نه کېږي".
د ريپريو په وینا زندان کې د کوټې ملګري ويني هغه کسان چې کلونه یې ورسره په بند کې شريک ژوند کړی په زوره کشول کېږي او په وهلو ټکولو د مرګ پر لور بېول کېږي.
د هېواد اصلي واکمن شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۱۷ کې وليعهد شو او په تېرو څو کلونو کې يې پراخ بدلونونه راوستلي، ټولنيز محدوديتونه یې کم کړي خو ګوتنيونکي يې غلي کړي دي.
نوموړي پر تېلو د سعودي د تکيې ختمېدو د هڅو په لړ کې د نړۍ پر وړاندې دروازې پرانيستلې دي، شرعي پوليس یې له سړکونو لرې کړی او ښځو ته یې د موټر چلولو اجازه ورکړې ده.
خو په ورته وخت امریکا کې مېشته د بشري حقونو د څار ډله وايي، په سعودي عربستان کې د بشري حقونو وضعيت لا هم "ډېر ناوړه" دی او د اعدامونو شمېر زیات دی. يوازې چين او ایران په وروستیو کلونو کې ډېر خلک اعدام کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان کې د سعودي څېړونکی جوی شي په وينا، دوامداره اعدامونو "محمد بن سلمان او سعودي چارواکو ته هېڅ زيان نه دی رسولی".
د ريپريو په وینا، د اعدام شويو کسانو کورنۍ معمولا له اعدام مخکې نه خبرول کېږي، د اعدام شوي کس جسد نه ورسپارل کېږي او د خښولو د ځای په اړه هم معلومات نه ورکول کېږي.
سعودي د اعدام بڼه نه په ډاګه کوي خو باور کېږي چې يا یې سر پرې کېږي او یا په مرمۍ ويشتل کېږي.
د ملګرو ملتونو د غيرقانوني او خپلسره اعدامونو ځانګړي راپورټر ډاکتر مورېس ټيډبال نيز، د اعدامونو د سملاسي درولو او د تل لپاره د سزا پایته رسولو د غور غوښتنه کړې ده.
نوموړي له سعودي غوښتي چې نړيوال معيارونه په نظر کې ونيسي.
په هغو سعودي وګړو کې چې سږ کال اعدام شوی، عبدالله الدرازی او جلال اللباد هم شامل وو چې د نيول کېدو پر مهال یې عمر له قانوني پلوه کم و.
دوی په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د شيعه لږکيو سره د حکومت د چلند پر ضد اعتراض کړی و او د امنيتي ځواکونو له خوا د وژل شویو کسانو په جنازو کې برخه اخيستې وه. د بښنې نړيوال سازمان په وینا دوی تر شکنجې لاندې د "اعترافونو" پر بنسټ په خورا غير عادلانه محکمو کې د "ترهګريزو" کړنو په تور محکوم شوي وو. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو یې د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
ملګرو ملتونو د روان کال په جون مياشت کې د خبريال ترکي الجاسر اعدام هم غندلی و. نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې نيول شوی و او په ليکنو کې د ترهګرۍ او خيانت په تور محکوم شوی و.
د يونيسکو مشر اډري ازولي هغه مهال ويلي وو چې "د خبریالانو لپاره د مرګ سزا د بيان او مطبوعاتو پر ازادۍ يو وحشتناک تېری دی".
د بې پولې خبریالانو بنسټ ویلي دا لومړی خبريال دی چې د محمد بن سلمان له واک ته رسېدو راهیسې په سعودي کې اعدام شوی دی، که څه هم خبریال جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی و.
د تېر کال په ډسمبر کې سعودي چارواکو ته په يوه لیک کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړه چې ۳۲ مصريان او يو اردنی د وکیلانو نه لرلو سربېره د مرګ په سزام محکوم شوي دي. ډېری یې له هغه مهاله راهیسې اوس د اعدام په سزا رسېدلي دي.
يو له هغو کسانو چې سږ کال اعدام شوی، خپلوان یې وایي، د اعدام لپاره د "څارويو په څېر" وړل کېږي.
بي بي سي د تورونو په اړه د سعودي له چارواکو سره اړيکه نيولې خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
خو د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکو له خوا د راپورته شویو اندېښنو په ځواب کې یې ويلي وو چې سعودي د بشري حقونو "ساتنه او ملاتړ" کوي او قوانين یې شکنجه "منع کوي او د دې اجازه نه ورکوي".
"اعدام يوازې د خورا جدي جرمونو لپاره په ډېرو لږو قضيو کې ترسره کېږي او د مرګ سزا تر هغه وخت نه صادرېږي چې قانوني پروسه په محکمو کې په ټولو پړاونو کې بشپړه شوې نه وي".