د دوو ښځو خاوند کیسه؛ "مېړه مې لومړۍ ښځه پټه رانه ساتلې وه"

یوه بنګله دېشۍ ښځه وروسته له هغه په خپل مېړه پسې هند ته تللې چې خبره شوه، هلته بله ښځه هم لري. خو سونیا پاسپورټ او ویزه برابر کړي اوس هند ته پسې ورغلې ده.

سونیا اختر د ۲۰۲۱ کال د اپرېل پر ۱۴مه له هندي کانت تېواري سره واده وکړ او له دې واده یو زوی هم لري. خو وايي، مېړه یې دوی د بنګله دېش په ډاکه کې پرېښودل او بېرته هند ته ترې تښتېدلی دی. اوس یې له هندي پولیسو غوښتي چې د هغې د مېړه په بېرته ورلېږلو کې مرسته ورسره وکړي.

دوی څنګه سره اشنا شول؟

سارو کانت په بنګله دېش کې د برېښنا یوه شرکت سره کار کاوه او هماغلته یې سونیا سره پېژندلي وو.

دغه هندي سړي تور پورې کړی چې بنګله دېش کې په جبر له سونیا سره واده کولو ته اړ ایستل شوی دی. خو سونیا وايي چې سارو په ډاکه کې د کار پر مهال دې ته دروغ ویلي او په دوکه کولو سره یې واده ته رضا کړې وه.

سونیا په هند کې د نویډه سيمې د ښاري ښځينه پولیسو په یوه تاڼه کې پر خپل دغه هندي مېړه عريضه کړې ده. په شکایت کې يې دا هم ویلي چې خبره شوې، هغه بله ښځه هم لري.

د رپوټونو له مخې، سونیا اختر ځکه خپه ده چې دا له بنګله دېشه هند ته د خپل مېړه سارو لیدو پسې ورغلې خو هغه یې خپل کور ته نه بیايي.

دا زیاتوي، "موږ د بنګله دېش یو. ښځه او مېړه یو، زه غواړم له خپل زوی سره یو ځای له ده سره و اوسم"

بي بي سي له سونیا اختر، د هغې له مېړه سارو تېواري او وکیل رينو سېنګ سره خبرې کړې دي.

سارو تېواري ادعا کړې چې ثبوتونه ورسره شته او دا زبادولی شي چې څنګه هغه واده ته مجبور کړای شوی و. خو چې بي بي سي ثبوتونه ترې وغوښتل نو تر اوسه یې هېڅ داسې څه نه دي وړاندې کړي.

"په ما یې مذهب بدل کړ او په زور یې واده راباندې وکړ"

سارو تېواري د سونیا پر کورنۍ ګڼ تورونه پورې کړي دي.

یو تور یې دا دی چې، "په ما یې زما مذهب بدل کړ او په جبر یې هغې سره زما واده وکړ. د سونیا کورنۍ ما نه لکونه روپۍ وهلې دي او اوس هغوی لس میلیونه نورې هم رانه غواړي"

تېواري همدا راز وايي، چې سونیا په کوم کار پسې ادارې ته ورغلې وه، بیا به یې زنګونه ورته وهل، کور ته به ورتله او "یوه ورځ راپسې راغله، په ما یې زما مذهب بدل کړ او واده ته یې اړ کړم"

دوی دواړو درې کاله مخکې واده کړی او تېواري وايي، "واده نه وروسته ما کور کرایه کړ او له سونیا سره هماغلته اوسېدلم"

بي بي سي وپوښت چې د مذهب بدلون او په زور واده ته اړ ایستلو په اړه یې په بنګله دېش کې د هند سفارت او یا خپلې کورنۍ ته خبر ور نه کړ؟

سارو وايي، ډاکه کې هند سفارت ته یې شکایت کړی و خو هغوی یوه فورمه ورکړې وه چې ډکه یې کړي او له ځايي پولیسو سره په دې اړه خبرې وکړي خو "د دغه فورم تر ډکولو وروسته سونیا زما موبایل هېک کړ او پکې شته ټول مالومات یې ترلاسه کړل"

کورنۍ ته د نه ویلو په اړه یې وویل چې هغه مهال کورونا وبا وه او پولې تړل شوې وې نو ځکه دی هند ته نه شو تلی، "زما مور هم د کورونا له کبله وفات شوې وه، ښځه او اولادونه مې هم هماغلته له کړاو سره مخ وو، خو زه ورنغلم، نو ځکه په داسې حالت کې ما خپلې کورنۍ ته دا خبره نه شوه کولای. نه مې غوښتل چې لا ډېر يې له روحي فشار سره مخ کړم"

د سونیا وکیل دا تورونه ردوي

خو د سونیا اختر وکیل رینو سېنګ دا ټول تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي، "هغه خو څه نابالغ او یا ماشوم نه و چې څوک په جبر مذهب پرې بدل کړي او یا یې واده ته مجبور کړي. دلته د زور او د داسې یو څه کولو هېڅ امکان نه و"

ښاغلي سېنګ همدا راز ویلي، "سارو له اولې ورځې په غلطه و. ویل یې هند کې يې ښځه مړه شوې ده. خو حقیقت یې پټ کړی و او سونیا سره په واده کولو او بیا ترې د ماشومانو له پيدا کولو سره یې هغې ته دوکه ورکړې. د واده په عکس کې هم موسکی دی، هېڅ ډار یې په سترګو کې نه لیدل کېږي"

د سارو هندۍ ښځه رچنا تېواري د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې ده او وايي په دې اړه هېڅ نه دي ورته ویل شوي.

سونیا هم هله خبره شوه چې مېړه یې په هند کې بله ښځه هم لري چې یوه ورځ یې له هغې سره په خبرو ګېر کړی و.

وکيل یې، رينو سېنګ وايي چې سونیا له سارو تېواري هېڅ پېسې نه دي غوښتې او نه یې هم پخوا ترې اخیستې دي، خو "د سونیا غوښتنه دا ده چې مېړه یې د خپلو اولادونو مسولیت په خپله غاړه واخلي، بس، همدومره"