'چټ‌جي‌پي‌ټي' کاریال اوس تازه معلوماتو ته لاسرسی لرلی شي

د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکي شرکت "اوپن اې‌ای" ویلي د خواله کاریال "چټ جي‌پي‌ټي" پر انټرنېټ د لټون توان لري او کارنو ته تازه معلومات وړاندې کولی شي.

"چټ جي‌پي‌ټي" کاریال چې "اوپن اې‌ای" شرکت د مایکروسافټ شرکت په ملاتړ جوړ کړی، روزل شوی و چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر تر میاشتې پورې تازه شوي معلومات وکاروي.

دا نوی ګام به په دې معنا وي چې ځینې ممتاز کارن به ددې جوګه شي چې له چټ جي‌پي‌ټي نه د روانو چارو وپوښتي او خبرونو ته لاسرسی ولري.

اوپن اې ای ویلي دا ځانګړتیا به ژر د ټولو کارنو لپاره پرانیستله شي.

د روانې اونۍ پیل کې اپن اې‌ای همدارنګه په ډاګه کړه چې چټ جي‌پي‌ټي به ژر له کارنو سره د غږیزې مرکې یا مکالمې توان هم ولري.

"چټ جي‌پي‌ټي" او د مصنوعي ذکاوت نور ورته سیستمونه د کارنو پوښتنو ته د مقنع ځوابونو وړاندې کولو لپاره زښت ډېر معلومات یا ډېټا کاروي.

څارونکي تمه لري چې دغه سیستمونه او پروګرامونه به پر انټرنېټ خلکو ته د لټون طریقه کې یو لوی بدلون راولي.

خو تر اوسه د چټ جي‌پي‌ټي کاریال "پوهه" تر مشخص زماني حد پورې محدوده وه، په دې معنا چې د معلوماتو بنسټ یې پر انټرنېټ د ۲۰۲۱ کال تر سپټمبر میاشتې پورې پوښل شوی و او "چټ جي‌پي‌ټي" نه شو کولی چې په واقعي وخت کې انټرنېټ ولټوي.

د بېلګې په توګه، که یو کارن د "چټ جي‌پي‌ټي" له وړیا پروګرام نه د ترکیې د وروستۍ زلزلې په اړه وپوښتي یا دا چې ایا ډونلډ ټرمپ لا هم ژوندی دی؟ نو ځواب به په دې ډول وي: "بښنه غواړم، زه د ریل ټایم پربنسټ معلومات نه شم وړاندې کولی".

د خینو کارنو په اند، پر وروستیو پېښو تم کېدل د "چټ جي‌پي‌ټي" له وسه وتلې خبره وه.

د یونیورسیټي کالج لندن روان پوهنې استاد توماس چامورو پریموزیک وايي: "ددې نیمګړتیا په بشپړلو به کاروونکی د ګوګل لټتون یا اېکس (ټوېټر) یا د خبرونو کومې بلې کړکۍ ته مخه ونه کړي او کارن به دغه کاریال ته پر وخت د ولاړو خبرونو او پېښو د سرچینې په سترګه وګوري".

نوموړی وايي، دا کاریال به هغه مهال "دوه سرې توره" شي چې د کارن پوښتنو ته چټک ځوابونه ومومي، خو دا ځوابونه پخپله لارورکي کوونکي معلومات هم لري، په تېره کله یې چې سرچینې روښانه نه وي".

اوپن اې ای شرکت اوس مهال د امریکايي تنظیموونکو لخوا د چټ جي‌پي‌ټي پروګرام په مټ د ناسمو معلوماتو رامنځ ته کولو د خطر له کبله تر څارنې لاندې نیول شوی دی.