بي‌بي‌سي څنګه د لړم په نوم مشهور قاچاقبر وموند چې د څو هېوادونو امنیتي ادارې يې په لټه دي؟

    • Author, سو مېچل او بېن مېلن
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز

زه د عراق په یوه سوداګريز مرکز کې یم او مخامخ راته هغه لوی قاچاقبر ناست دی چې زرګونه کډوال یې په ناقانونه توګه اروپا ته لېږدولي دي.

دی بارزان مجید نومېږي چې د 'لړم یا سکارپين' په نوم پېژندل کېږي او د بريتانیا په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو امنیتي ادارې یې د نيولو هڅه کوي.

له ده سره په لیدنه کې بارزان په خپله راته وویل چې نه پوهېږي څومره خلک یې د انګرېز تنګي یا انګلېش چېنل له لارې بريتانیا ته اړولي دي.

ویل یې، "ښايي زر یا لس زره وي، دقیق نه پوهېږم، شمېرلي مې نه دي."

څو میاشتې مخکې مې له ده سره لیدنه شونې نه وه. له خپلو وطنونو وتونکو خلکو سره کار کوونکي یوه تقاعد شوي پوځي 'راب لاوري' سره چې اشنا شوم نو په دغه قاچاقبر یا لړم پسې مو څار پيل کړ.

بارزان او د هغه د قاچاقچیانو ډله له کلونو راهیسې د بریتانیا انګرېز تنګي له لارې په کښتیو او بسونو کې په انساني قاچاق کې لوی لاس لري.

کډوالو ته مرګونی سفر خو قاچاقبرو ته لنګه غوا

له ۲۰۱۸ راهیسې پر دې سمندري لار په کښتیو کې سفر کوونکي ۷۰ تنه ډوب او مړه شوي دي. همدا تېر کال د فرانسې سمندرغاړې ته څېرمه پنځو تنو خپل ژوند وبایلود چې یوه اووه کلنه ماشومه هم پکې وه.

په ناقانونه لارو دا سفرونه ډېر خطرناک دي خو د قاچاقبرو لپاره د طلا کان او د غوړې ګټې وټې سرچينه ده. ځکه چې دوی د کښتۍ په سفر کې له یوه کسه شاوخوا شپږ زره بريتانوي پاونډه اخلي چې د نن سبا سېکړې له مخې شاوخوا ۵۴۰ زره افغانۍ کېږي. په ۲۰۳۰ کې کم زیات دېرش زره کسانو پر همدې طریقه بهرنيو هېوادونو ته د اوښتو لپاره کارولې ده. نو له دې یې سړی درک موندلی شي چې قاچاقچیان له دې لارې څومره مالي ګټه ترلاسه کوي.

د "لړم" په نوم مشهور دغه قاچاقبر ته زموږ پام له یوې وړې نجلۍ سره په لیدنه کې ور واوښت. له هغې سره په فرانسه کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې مخ شوم. تازه یې پر انګرېز تنګي په یوه کوچنۍ کښتۍ کې د اوښتو هڅه کړې وه او د مرګ له خولې راګرځېدلې وه. ځکه چې په کومه کښتۍ کې دا سپره وه، هغه ارزانه او د سمندري سفر وړ نه وه. پکې سپرو ۱۹ کسانو خو ان هغه واسکټونه نه درلودل چې له لاهو کېدو يې ژغوري.

بارزان مجید څنګه 'لړم' شو؟

چې په بريتانیا کې پولیس ناقانونه کډوال ونیسي نو موبایلونه یې پلټي. په ۲۰۱۶ کې پولیسو هر ځل د داسې کسانو په ټلیفون کې د همدغه 'لړم' یا بارزان مجید شمېره موندله. ځينو خو یې له شمېرې سره عکس هم ثبت کړی و.

د بریتانیا د جنايي جرمونو ملي ادارې یوه مشر مفتش مارټن کلارک راته وویل چې امنیتي چارواکي وروسته وپوهېدل چې د 'لړم' په نوم مشهور دغه کس په اصل کې د عراق کُرد او خپل نوم یې بارزان مجید دی.

هغه په ۲۰۰۶ کې شل کلن و او د یوې لارۍ په باډۍ کې په پټه بریتانیا ته اوښتی و. څو کاله همدلته و او د وسلو او نشه‌يي توکو اړوند قضیو کې بندي شوی هم و.

په ۲۰۱۵ کې د بریتانیا حکومت بېرته عراق ته وشاړه. داسې ګمان کېږي چې څه موده وروسته بارزان ته د انساني قاچاق کاروبار له خپل مشر وروره په میراث ورسېد چې په خپله د بیلجيم په یوه زندان کې بندي و.

همدې سره بارزان مجيد 'لړم' شو.

د ۲۰۱۶-۲۰۲۱ تر منځ کلونو کې د قاچاقبر لړم ډلې په اروپا او بریتانیا کې په لویه کچه انساني قاچاق پيل کړ. وروسته په نړيواله کچه د امنیتي ادارو په عملیاتو کې د ده د ډلې ۲۶ تنه ونیول شول چې د بریتانیا، فرانسې او عراق په محکمو کې سزا ورته واورول شوه. خو لړم چا ونه شو نیولی.

بیلجيم کې محکمې په ۲۰۲۲ کې هغه ته د ده په غیاب کې د لس کاله بند او لس میلیونه یورو جریمې سزا واوروله.

له هماغه راهیسې لړم ځان تری تم کړ او موږ د دې کیسۍ په حلولو پسې مټې راونغاړلې.

استانبول کې یوه چایخونه چې د قاچاقبرانو دمه ځای و

متقاعد پوځي راب لاوري خپل یوه ایراني اشنا سره مخ کړم چې ویل یې پر انګرېز تنګي د اوښتو لپاره له لړمه مرسته غوښتې وه. لړم دغه ایراني ته ویلي وو چې دی له ترکیې خپل کاروبار سمبالوي. موږ په بلیجيم کې د بارزان ورور ته ورغلو چې اوس له بنده خوشی شوی و، هغه هم وویل چې لړم په ترکیه کې دی.

د بریتانیا په تکل له خپلو هېوادونو وتونکو خلکو ته ترکیه یو مهم تمځی دی. له افریقا، اسیا او منځني ختيځه د ترکیې ویزه ترلاسه کول سخت کار نه دی.

موږ ته یو خبر راورسېد چې په ترڅ کې يې د استانبول یوې داسې چایخونې ته ورغلو چې قاچاقبران ډېر پکې کېناستل پاڅېدل. بارزان هم چا په همدې کافې کې لیدلی و. زموږ لومړنۍ پلټنې هله بې ځایه شوې چې د چایخونې له سمبالوونکي مو د انساني قاچاقچیانو په اړه پوښتنه وکړه او همدې سره په کافې کې خاموشي خپره شوه.

یو کس زموږ د مېر تر څنګ له تېرېدو سره د خپلې کورتۍ څنډه پورته کړه او راته ښکاره یې کړه چې ګواکې توفنګچه ورسره ده. دا موږ ته یو اخطار او د دې ښکارندويي وه چې له خطرناکو خلکو سره مو مخه ده.

خو په بل پړاو کې راته معلومه شوه چې بارزان مجید یا دغه لړم تازه یوې صرافۍ ته دوه سوه زره یورو ورجمع کړي دي. دا صرافي موږ نه یو څو کوڅې هاخوا وه. ورغلو او هلته مو خپله شمېره ورته پرېښودله.

"خدای خو چا ته نه وايي چې ورشئ کښتۍ کې کينئ"

د شپې ناوخته د متقاعد پوځي روب موبایل غږ شو، د زنګ وهونکي شمېره نه ښکارېدله خو ویل یې چې بارزان مجيد دی. دا زنګ دومره ناڅاپه و چې موږ سره یې ریکارډولو ته وخت هم نه شو پيدا.

خو د روب ښه په زړه دي چې هغه څه ورته وویل. ورته ويې ویل چې "زه خبر یم تاسې ما پسې ګرځئ" روب ورته وویل، چې ته څوک یې؟ لړم یې؟ هغه ورته وویل چې "که تاسې په همدې نوم ما پېژنئ نو هو، لړم یم"

له ده سره زموږ اړیکه څو ځلې ونښلېده او بېرته به پرې شوه، خو د خپل ځای ځایګي په اړه مو معلومات ترې تر لاسه نه شوای کړای.

وروسته راته جوته شوه چې دوی څنګه په وړو کښتيو کې ګڼ کسان باروي.

د یوې خیريه ټولنې کارکوونکې جولیا شیفيرميېر راته وویل، "د انسانانو قاچاقوونکو ته له خطر سره د هغوی مخ کول ارزښت نه لري. زما په ګمان هغوی د دې هېڅ په کیسه کې نه دي چې دوی ژوندي رسېږي او که مري"

یوه ورځ ناڅاپه بیا د لړم زنګ راغی. پرې لګېدلي ټول تورونه یې رد کړل. له ځانه د هغه تعریف دا و چې په اصل کې قاچاقبر هغه کس دی چې په خپل لاس خلک قاچاقوي، نه د ده غوندې کسان چې لارې ګودرې او نورې اسانچارې سنجوي. ویل يې چې د ده کار یوازې له پيسو سره دی او په وینا یې، "د مرګ او ژوند خبره خو د خدای په لاس کې ده چې څوک کله مري او چېرې مري. شاید ځينې کسان د خپلې کومې تېروتنې له کبله ومري. خدای خو نه ورته وایي چې لاړ شئ او په کښتۍ کې کېنئ"

څو ځله نور هم موږ د لړم په لټه ځینې معلومات تر لاسه کړل خو ومو نه موند.

لړم سره زموږ لومړنۍ او وروستۍ ناسته

یوه ورځ ناڅاپه همدومره یو پيغام راغی چې "ته چېرې یې؟"

موږ ورته ولیکل چې همدلته نږدې یوه سوداګریز مرکز کې یو. لړم راته وویل چې د همدې مارکيټ په تلخونه کې په یوه چایخونه کې ناست دی. همدا هغه شېبه وه چې موږ لومړی ځل لړم مخامخ ليده.

بارزان مجید له ظاهره د ګالف لوبې یو شتمن لوبغاړي ته ورته ښکارېده. ډېر ښه کالي یې اغوستي وو. نوی تور رنګ جاکټ، پيکه اوبرنګه کمیس او شینبخون پتلون. درې نور کسان موږ ته نږدې مېز ته ناست وو او ښکارېدل چې د ده ساتن‌ډله ده.

هغه له دې انکار وکړ چې د انساني قاچاق د کومې لويې ډلې غړی دې وي. ویل يې چې د نورو قاچاقبرانو ډلې یې په لومه کې ګېرول غواړي او د هر څه پړه پر ده وراچوي، "کله چې څوک ونیول شي نو د دې لپاره چې کمه سزا ورکړل شي، ټوله پړه پر ما اچوي چې زما د ډلې سړی دی"

دی همدا راز په دې هم ګيله‌من و چې ګڼ داسې قاچاقبران شته چې د بريتانیا پاسپورټ لري او "یوه خو په درو ورځو کې له ۱۷۰ تر ۱۸۰ تنه له ترکي ايټالیا ته لېږلي چې د بریتانیا پاسپورټ ورسره دی خو زه د کاروبار لپاره نورو هېوادونو ته نه شم تللی"

کله مو چې پر دغو خطرناکو لارو د خلکو د مرګونو خبره وریاده کړه چې مسولیت یې تا ته درګرځي نو خپله هماغه پخوانۍ خبره یې تکرار کړه چې مخکې يې پر ټلیفون راته کړې وه چې د ده کار یوازې له پیسو او د دمه ځایونو تنظيم سره دی. په خبره یې، قاچاقبران یوازې هغه خلک دي چې په کښتیو او بسونو کې خلک سپروي او سمندري سفرونه پرې کوي. "ما هېڅکله څوک نه په کښتۍ کې کېنولي او نه مې څوک وژلي"

خو د ده عمل د هغه د خبرو خلاف و.

دا وروستی ځل و چې موږ لړم ولید او د هر ځل لیدنې معلومات مو په بریتانیا او اروپا کې له چارواکو سره شریک کړي دي.

این لوکویاک بیلجيمۍ څارنواله ده چې د لړم په محکومولو کې یې رول درلود، هغه اوس هم پر دې باور ده چې یوه ورځ به دا سړی له عراقه ونیولی شي او په وینا یې، "زموږ لپاره مهمه خبره دا ده چې په د هغه له نيولو سره دا پيغام ورسوو چې تاسې هر هغه څه نه شئ کولای چې زړه مو غواړي. اخر به هم یوه ورځ موږ دی ونیسو."