تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د ځمکې ښويېدو له امله د مړو شمېر ۱۵۸ ته لوړ شوی
د هند په سویلي ایالت کیرالا کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمېر ۱۵۸ کسانو ته رسېدلی دی.
چارواکي وايي، له ۲۲۰ ډېر کسان لا هم لادرکه دي.
د ژغورنې کارکوونکي وايي، دوی د نړېدلو چتونو او د ویجاړ شویو کورونو تر خاورو لاندې د هغو کسانو لټه کوي چې کېدای شي ژوندي پاتې وي.
د خاورو او اوبو سخت توپان د سې شنبې په سهار سیمه لاندې کړه.
دې توپان کورونه چپه او ونې یې له بېخه وښکې.
هلته لا هم په سیمه کې سخت بارانونه دوام لري، چې د ژغورنې عملیات یې له خنډ سره مخامخ کړي دي.
دا په یاد ایالت کې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ځمکې ښویېدنه ترټولو لوی خونړی ناورین دی، هغه مهال یې هم له ۴۰۰ ډېر کسان وژلي وو.
د ژغورنې عملیات، چې د سې شنبې په شپه درول شوي وو، د چارشنبې په سهار بیا پیل شول.
انځورونو کې د ویجاړيو کچه له ورایه معلومېږي، په سړکونو ونې ورماتې شوې او کورونه ړنګ شوي دي.
تر اوسه له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان ژغورل شوي او ۴۵ مرستندویه پنډغالو ته لېږدول شوي دي.
د هغو کسانو په منځ کې چې لا هم لا درکه دي د کرکېلې کارګران او کډوال کارګران، چې هلته اوسېدل شامل دي.
د ژغورنې عملیات د اردو، سمندري او هوایي ځواکونو، د ملي ناورین غبرګون ځواکونو (NDRF)، د پولیسو او اور وژنې څانګو لخوا ترسره کېږي.
انځورونه ښیې، چې ژغورونکي له ډبرو لاندې ژوندي پاتې شوي کسان رابهر کوي او خوندي ځای ته یې لېږدوي.
په ځینو ځایونو کې، د ژغورنې ډلې هڅه کوي، چې یو لنډمهاله پل جوړ کړي ترڅو هغو کسانو ته ورسېږي چې د پراخ شوي سمندر په اوږدو کې ايسار پاتې دي.
د سختو بارانونو او خرابو ځمکو له امله هڅې ټکنۍ شوې دي او تر قربانیانو یې رسېدل ستونزمن کړي دي.
د ځمکې ښویېدنې هغه مهم پلونه هم ویجاړ کړي، چې لرې پرتې سیمې سره نښلوي.
مونډاکي سیمه کې هغه کسان چې د سمندر بلې غاړې ته اېسار پاتې وو د هوایې ځواک چورلکې په مټ د سې شنبې په ماښام وژغورل شول.
د اردو ځواکونه وايي، په چورلمالا سیمه کې د پړي په کارولو سره یې د سختو څپو سمندر هغې بلې غاړې کې سرګردانو خلکو ته ځانونه ورسول.
د کیرالا اعلی وزیر پنارای ویجیان وايي، چې سیمه کې د ځمکې ښویېدنې ګواښ وړاندوینه نه وه شوې له همدې کبله ډېر خلک په ویده حالت کې د پېښې ښکار شول او دا د دې لامل شو چې د قربانیان شمېر لوړ لاړ شي.
د چارشنبې په ورځ د اپوزیسیون یو شمېر وکیلانو په پارلمان کې دا مسئله راپورته کړه او غوښتنه یې وکړه، چې د ځمکې ښویېدنه دا پېښه د یوه ملي ناورین په توګه باید اعلان شي.
په پارلمان کې د هند د اپوزیسیون مشر او د ویاناډ ولسوالۍ پخوانی استازی راهول ګاندي وویل، چې له ناورین ځپلې سیمې څخه یې د لیدو پلان وروسته له هغه لغوه شو چې چارواکو ورته خبرداری ورکړ چې "پرله پسې بارانونه او د هوا خراب شرایط" به سفر ورته ستونزمن کړي.