ایا بیزوس د میلیاردرانو په فضايي سیالۍ کې په موسک پسې رسېږي؟

ایا بېزوس د میلیاردرانو په فضايي سیالۍ کې په مسک پسې رسېږي؟
    • Author, ساره ابراهیم او هیاتر شارپ
    • دنده, بي بي سي - نړیواله څانګه

د جېف بېزوس بلو اورېجن شرکت په پام کې لري، چې د فلوریډا له کاپ کاناویرال فضايي ځواک مرکزه نوی ګلین راکټ مدار ته وتوغوي.

پر دوشنبه د یوې تخنیکې ستونزې له کبله دا چاره وځنډول شوه. خو د امازون شرکت مشر بېزوس اداره وايي، راتلونکو ورځو کې به دا چاره له سره پیلوي.

دا د فضايي راکټونو توغولو په برخه کې د ایلان مسک شرکت سپېس اېکس له څو پرلپسې بریالیتوبونو وروسته ترسره کېږي. د دې دواړو میلیاردرانو دغه سیال شرکتونه نژدې ۲۰ کاله مخکې فعال شوي وو.

په دا وروستیو کلونو کې سپېس اېکس شرکت یو څه مخکې شوی، خو که د نوي ګلین راکټ توغولو چاره له کوم جنجال پرته مخکې ځي، نو د دواړو تر منځ به واټن څومره کم شي؟

سپېس اېکس او بلو اورېجن څه ترلاسه کړي دي؟

سپېس اېکس په ۲۰۰۸ کال کې د خپل فالکن – ۱ نومي راکټ توغولو چاره ترسره کړه. دې ادارې لومړی ځل په ۲۰۱۲ کال کې نړیوال فضايي مرکز (ای اېس اېس) ته د بارچالانۍ چاره ترسره کړه.

تر اوسه د دې ادارې فالکن-۹ راکټ ۴۰۰ ځله توغول شوی، چې د سټیلایټونو او عملې کسانو په ګډون یې بېلابېل کارګو توکي نړیوال فضايي مرکز ته توغولي دي.

بلو اورېجن بیا د شېپرډ راکټ ۲۸ الوتنې کړې دي، چې انسانان یې هم فضا ته لېږدولي دي، خو تر اوسه یې مدار ته الوت نه دی کړی.

دواړو شرکتونو په کنټرول شوې بڼه د راکټونو بېرته ستنېدلو او راکټ بوسټ دویم ځلي کارولو بریالی نوښت کړی، چې دې سره فضا ته په وړیا بیه د سفر کولو لار هواره شوې ده.

سپېس اېکس دوې سترې فضايي بېړې چمتو کړې دي، چې یوه فالکن هېوي ده، فعاله ده او بله یې هم سټارشېپ ده، چې تر اوسه پورې بله دومره ستره فضايي بېړۍ نه ده چمتو شوې. سټارشیپ شپږ ځله تمریناتي الوتنې کړې دي او څو ډرامايي چاودنې یې هم ترسره کړې.

د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې سپېس اېکس د (چوپ سټکس) په نامه یو تمرین وکړ، چې په کې د سټارشیپ وروسته برخه د توغېدو ځای ته بېرته ستنه شوه او په هوا کې د خورا سترو میکانيکي مټو لخوا سمبال شوه.

د سپېس اېکس نیو ګلین راکټ بیا د فالکن هېوي پرتله ستر دی، خو د سټارشېپ پرتله کوچنی دی. د دې هغه برخه چې راکټ ته تقویت ورکوي، داسې طرح شوې چې بیا هم کارول کېدای شي.

د پلان له مخې به له الوت وروسته دا برخه له راکټه بېله شي او هغې بېړۍ ته به ستنه شي، چې د جېف بېزوس د مور جکلین نوم ورکړل شوی دی او په اټلانتیک سمندر کې ځای پر ځای شوې ده.

بلو اورېجن اداره وايي، تمه یې محدوده ده او له لومړي الوت وروسته کامیاب کېناستنه به ''کافي ښه زېری وي.''

د بلو اورېجن فضايي سیلګرۍ کې ځوان ستورمزلی اتلس کلن دایمن او تر ټولو د ډېر عمر ۹۰ کلن ډوېټ شامل دي. په دې کې د ساینس فکېشن فلمونو ممثل ویلیم شاتنر او خپله جېف بېزوس هم شامل دي.

دغه میلیاردران ولې په فضايي چارو کې پانګونه کوي؟

ښاغلی مسک د اېکس (پخواني ټویټر)، ټېسلا او سپېس اېکس مشر او د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی. دی په دې باور دی، چې انسانان باید په څو ستورو کې استوګنه ولري او پر مریخ د انسانانو استوګنې په هکله یې څو ځله خپله هیله څرګنده کړې ده.

ده په ۲۰۱۶ کال کې د خپلو پلانونو په هکله وویل، ''که داسې څوک و نه اوسو، چې یو رښتینې ایډیالوژیکه ژمنتیا ولري، داسې نه ښکاري چې موږ به پر فضايي مدنیت د بدلېدو پر لار روان شو.''

فوربز مجلې بیا د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې د انلاین سوداګرۍ شرکت امازون څښتن جېف بېزوس د نړۍ دویم تر ټولو شتمن کس بللی دی.

ده په ۲۰۲۱ کال کې له دې امله د امازون اجرائیه مشر په توګه دنده پرېښوده، چې پر بلو اورېجن توجه زیاته کړي. نوموړي مخکې ویلي، له دې کبله غواړي، چې فضا ته یوه لاره جوړه کړي، چې ''زموږ ماشومان او بیا د دوی ماشومان وکولای شي، راتلونکی جوړ کړي. دی زیاتوي دا چاره ځکه کوي، چې په وینا یې اړتیا دا ده، چې د ځمکې مسائل حل شي."

بلو اوريجن وايي، د دوی نظر دا دی، چې میلیونونه خلک په فضا کې د ځمکې په ګټه کار او ژوند وکړي.

خو د دې میلیاردرانو پر فعالیتونو ځینې کسان نیوکې هم کوي. دوی وايي، ښه به واي، چې دوی خپل دا لګښتونه د اقلیمي بدلون مخنیوي یا واکسین په څېر مسائلو ته ځانګړي کړي وای.

د مایکروسافټ شریک موسس بېل ګېټس چې ډېر عمر د نړۍ تر ټولو شتمن کس بلل کېده په ۲۰۲۳ کال کې بي بي سي ته وویل، ''مریخ ته تګ اصلاً ډېره ګرانبیه چاره ده. د شري واکسین اخیستل کېدای شي، چې د یوه ژوند ژغورنې لګښت ۱۰۰۰ ډالرو ته رسېږي.''

نوموړی وايي، ''دا یو له لاملونو دی... چې مریخ ته نه ځې.''

په بریالۍ توګه د نیو ګلین توغول به څه مانا لري؟

لندن سکول اف اېکنامېکس پوهنتون کې د فضايي څېړنو اخلاقیاتو او سیاست چارو ماهر ډاکتره جیل سټېوارټ وايي، ''اوس دا د بلو اورېجن لپاره ډېر مهم وخت دي. دا شرکت باور ته اړتیا لري، ځکه له سپېس اېکس وروسته پاتې دی او له بریا سره به دا ترلاسه کړي.''

دی زیاتوي، ''خو بالاخره د امریکا حکومت غواړي چې د بېلابېلو شرکتونو تر منځ سیالي وشي او له دې سره به دا باور رامنځته شي، چې نوښتونه، مسلکیتوب او سیالي دوام کوي.''

دغه راز دا مهمه نه ده، چې څوک تر ټولو ستر راکټ توغوي، بلکې مهمه دا ده، چې څوک به وکولای شي، حکومتي قراردادونه ترلاسه کړي.

په دورهام پوهنتون کې د استروپالټیکس پروفیسر بیا وايي، ''تراوسه پورې د فضايي څېړنو برخه کې د حکومتي لګښتونه ونډه درنه ده (او) شخصي شرکتونه د حکومتي قراردادونو لپاره سیالي کوي.''

مسک او بېزوس له یوه بله څه غواړي؟

دا دواړه بډایه کسان په عام محضر کې د یوه او بل ننګولو مخینه لري. د بېلګې په توګه په ۲۰۲۱ کال کې بلو اورېجن د ناسا پر ضد د هغه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالرو قرارداد له کبله عریضه وکړه، چې ناسا د ښاغلي مسک سپېس اېکس ته بایلود. بلو اورېجن هغه قضیه بایلوده، خو وروسته دوی خپله پر سپوږمۍ کې د کوزېدو قرارداد وګاټه.

له پرېکړې وروسته ښاغلي مسک پر اېکس خواله رسنۍ د (جج ډرېډ) فلم یوه برخې ويډیو تر څنګ طنزا ولیکل، ''ستاسې په هکله قضاوت شوی'' او دغه راز یې د ښاغلي بېزوس شرکت ''سواوریجن'' وباله.

ډاکتر سټیوارټ وايي، داسې احتمال شته، چې په راتلونکي کې به هم دغه ډول قانوني شخړې دوام وکړي.

په دا وروستیو کې د ښاغلي مسک او د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر منځ د ملګرتیا او له همدې کبله پر هغو شرکتونو د اغېز په هکله هم بحثونه شوي، چې د امریکا په فضايي پرواګرام کې برخه لري.

خو ښاغلي بېزوس رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دی اندېښمن نه دی، ''ایلون په څرګند ډول ویلي، چې دی دا هر څه د خپلې ګټې پر ځای د خلکو په ګټه کوي او زه یې پر خبره باور کوم.''

ښاغلي مسک بیا د دوشنبې پر ورځ د راکټ توغېدو له هڅې مخکې پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې د ''نېکمرغۍ هیله'' څرګنده کړې.

خو که بلو اورېجن له سپېس اېکس سره د سیالۍ هڅې ته دوام ورکړي، ښايي د روغې-جوړې دا لهجه تر ډېره دوام و نه کړي. د امازون څښتن جیف بېزوس داسې تور رنګه جمپر اغوستی، چې د بلو اورېجن نښان پرې ټومبلی.