تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لبنان وايي د اسرائیلو په بريدونو کې ۶۰ تنه وژل شوي
د لبنان د روغتيا وزارت وايي د دغه هېواد په ختيځ کې د اسرائيلو د بريدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.
روغتيايي چارواکي وايي په دغو بريدونو کې په بعلبک سيمه کې ۱۲ ځايونه په نښه شوې. په وژل شويو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
چارواکو د لږ تر لږه ۵۸ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی او وايي د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.
اسرائيلي پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اسرائیلو په تېرو پنځو اوونيو کې د لبنان په بېلابېلو برخو کې په زرګونو هوايي بريدونه کړي چې په وينا يې د حزب الله ډلې مرکزونه او د وسلو زېرمې يې په نښه کړې دي.
د بعلبک والي، بشير خضر يوه مياشت وړاندې له هغه راهيسې چې اسرائیلو د حزب الله پر وړاندې جګړه پیل کړې، دا "تر ټولو سخت بريدونه" بللي دي.
په ټولنيزو رسنیو ناتائيد شويو ويډيو کې ښکاري چې ودانيو او ځنګله اور اخيستې او ژغورونکي د ټپيانو لټون کوي.
د لبنان روغتيا وزارت د دوشنبې په ورځ وويل، په ساحلي ښار صور کې د اسرائيلو په بريد کې اووه تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي. اسرائيلو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و چې د ښار له مرکزه ووځي.
بل پلو حزب الله ډلې ويلي، د لبنان جنوبي پولې ته څېرمه يې له اسرائيلي پوځيانو سره نښته کړې او حيفا ته نژدې يې د اسرائيلو پر يوه سمندري اډه توغندي توغولي.
د اسرائیلو او حزب الله تر منځ وروسته له هغه تاوتريخوالی زیات شوی چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۸ يې د حماس په ملاتړ پر اسرائيلو توغنديز بريدونه وکړل.
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، له هغه راهیسې په لبنان کې له ۲۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۱۲۴۰۰ زيات ټپیان دي.
د روان کال د سپټمبر پر ۳۰ اسرائیلي ځواکونو په لبنان کې "محدود ځمکني عمليات" پيل کړل.
د لبنان حکومت وايي، د جګړې له کبله تر ۱.۳ میلیونه کسان په کور دننه بې ځایه شوي دي.