تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني پوځ د استخباراتي ادارې ای ایس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیولی دی
پاکستان پوځ د دې هېواد د تر ټولو مهمې څارګرې ادارې ای ایس ای مخکینی مشر ډګر جنرال (متقاعد) فیض حمید نیولی او د نوموړي خلاف یې د (ټاپ سټي) په نامه قضیې په تړاو پوځي محاکمه پیل کړې ده.
د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای ایس پي ار) نن (دوشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان سترې محکمې د حکم له مخې د ټاپ سټي قضیې شکایتونو په هکله پوښتنې، ګروېږنې پیل شوې وي، چې له هغه وروسته یې د ای ایس ای مخکینی مشر توقیف کړی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دې قضیې له څېړنې وروسته ''د پاکستاني پوځ قوانینو (بېلابېلو) مادو له مخې د متقاعد ډګر جنرال فیض حمید خلاف سخت قانوني تعقیب پیل شوی دی.''
د پاکستاني پوځ دغه اعلامیه زیاتوي، د جنرال فیض حمید خلاف له تقاعد وروسته د پوځ اړوند قوانینو یو شمېر سرغړونې ښکاره شوې دي.
ټاپ سټي قضیه څه ده؟
د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د کور جوړولو یوه خصوصي شرکت مشر معیز احمد خان د پاکستان سترې محکمې ته یوه عریضه کې ادعا وکړه، چې د ای ایس ای هغه مهال مشر جنرال فیض حمید له خپلو اختیاراتو ناروا ګټه پورته کړې.
نوموړي په خپله عریضه کې ویلي و، چې د ۲۰۱۷ کال په مې کې د ای ایس ای مشر په لمسون د دې ادارې کارکوونکو د ده پر کور او دفتر چاپه وهلې، او له ده یې سره زره او نور ګران بیه توکي وړي دي.
نوموړي دغه راز تور پورې کړی و، چې د ای ایس ای کارکوونکو ترې ۴۰ میلیونه روپۍ هم اخیستې دي. د پاکستان سترې محکمې د همدې عریضې پر بنسټ د جنرال فیض حیمد په هکله د پلټنو امر کړی و.
پوځي محاکمه څنګه کېږي؟
د پاکستاني پوځ د غړو داخلي محاکمه درې پړاونه لري، چې د جرم اثبات په صورت کې د هغه پوځي افسر منصب ته په کتو سره د پوځي محکمې پلاوی د سزا څرنګوالي پرېکړه کوي.
د تګلارې له مخې لومړي د محاکمه کېدونکي افسر په هکله معلومات یو ځای کېږي، په دویم پړاو کې (سمري اف ایوډنس) یا د شواهدو او ثبوتونو یوه ټولګه وړاندې کېږي او ثبوتونه کافي وبلل شي، د کورټ مارشل عمل مخ پروړاندې ځي.
د جرم نوعیت ته په کتو سره د محاکمه کېدونکي افسر لپاره سزا ټاکل کېږي، چې معمولاً د پوځي منصب بېرته اخیستل، د اسانتیاوو بېرته اخیستل، زندان یا ان د اعدام سزا هم په کې شامله ده.
''خواشیني کېږئ مه، هر څه به سم شي''
دا هغه خبره ده، چې درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د کابل په سرینا هوټل کې جنرال فیض حمید په داسې حال کې وکړه، چې موسکی و او د چایو پیاله یې په لاس کې وه.
پر کابل د طالبانو له کنټرول ترلاسه کولو سملاسي وروسته په کابل کې د جنرال فیض ناڅاپي څرګندېدل د ډېرو لپاره د حیرانۍ لامل شول او پر خواله رسنیو ګڼ شمېر افغانانو په دې هکله سخت غبرګونونه هم څرګند کړل.
په هغه تصویر کې چې کابل ته د جنرال فیض حمید د سفر په تړاو خپور شو د پاکستاني پوځ یو بل جنرال هم لیدل کېږي، خو هغه مخ په ماسک کې پټ کړی و او په پاکستان کې دننه هم ځینو کسانو پرې اعتراض کړی و، چې د پوځي استخباراتي ادارې مشر باید په یوه بل هېواد کې داسې په څرګند و نه لیدل شي.
د جنرال فیض حمید په اړه ویل کېږي چې افغانستان کې له ټي ټي پي سره خبرې هم ده پر مخ وړې او ان د ۲۰۲۲ کال په می میاشت کې یې پخپله هم پکې ګډون کړی و.
افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم هغه مهال د دوی په منځګړیتوب د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنخ خبرې منلي وې، خو په دغو خبرو کې یې د جنرال فیض حمید د ګډون خبر رسمآ نه دی تایید شوی.
خو له هغه وروسته چې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان حکومت ړنګ شو، د جنرال فیض حمید پوځي دنده هم له لوړو، ځوړو سره مخامخ شوه.
جنرال فیض له هغو لږ شمېر پوځي جنرالانو له ډلې یو دی، چې خورا چټک پرمختګ یې کړی او له یوه زیاتو فرقو مشري یې کړې.
د پاکستان پنجاب په چکوال سیمه کې زېږېدلي جنرال فیض حمید ته په بېلابېلو پوځي منصبونو د دندې له ترسره کولو وروسته په ۲۰۱۹ کال کې د پوځي استخباراتي ادارې ای ایس ای مشري وسپارل شوه.
نوموړي تر دوو کلونو پورې د ای ایس ای له مشري کولو وروسته په پېښور، او بهاولپور سیمو کې د پوځي کور یا فرقو مشري هم وکړه، خو په ۲۰۲۲ کال کې یې د پاکستاني پوځ د اوسني مشر جنرال منیر عاصم د دندې سمبالولو پر سبا د پاکستاني پوځ له منصبه استعفا وکړه.
په سیاست کې د لاسوهنې تورونه
ویل کېږي، چې د ای ایس ای لپاره د نوي مشر ټاکلو په موضوع کې د هغه مهال د لومړي وزیر عمران خان خوښه دا وه، چې جنرال فیض حمید پر خپله دنده پاتې شي، او عمران خان خپله هم دا خبره کوله.
د پوځ له لوري بیا لومړي وزیر ته د استخباراتي ادارې د نوي مشر په توګه د جنرال ندیم انجم نوم استول شوی و، چې عمران خان یې په تائید کې ځنډ وکړ او همدا د تحریک انصاف حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ د ترینګلتیا رامنځته کېدو یو لوی لامل بلل کېږي.