تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند یوه سیاسي غونډه کې د ټېل ماټېل پر مهال لږ تر لږه ۳۹ کسان مړه شوي
د سویلي هند تامل ناډو ایالت په یوه سیاسي غونډه کې د ټېل ماټېل او ګډوډي رامنځته کېدو له کبله لږ تر لږه ۳۹ کسان مړه شوي دي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.
دغه پیښه د شنبې پر ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې لسګونه زره کسان د مخکیني فلمي ستوري او اوسني سیاستوال، ویجی، ټاکنیز کمپاین غونډې ته راټول شوي وو.
رپوټونه وايي چې دا غونډه څو ساعته وځنډېده، او تلویزیوني خپرونو داسې انځورونه ښودلي چې خلک د ګڼه ګوڼې له امله بېهوښه کېدل.
د تامل ناډو ایالت اعلی وزیر ایم کي ستالن، خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو کې لږ تر لږه ۱۷ ښځې، ۱۳ نارینه او ۹ ماشومان شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې ۵۱ نور کسان اوس مهال تر درملنې لاندې دي.
اعلی وزیر زیاته کړه، د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره به یو میلیون هندۍ روپۍ (۱۱۳۰۰ ډالر) مرسته وشي او په خبره یې د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.
یوه سړي، چې د هند له اې این ای خبري آژانس سره د یوه روغتون مخې ته خبرې کړې ویلي، چې د ده د ورور دوه زامن د غونډې ګډونوال وو.
هغه وویل:
" مشر وفات شو. کشر یې ورک دی. زما خپلوان، خوښینه مې په آی سي یو (د ځانګړې پاملرنې څانګه کې دي،)زه څه وکړم؟"
ویجی، چې اوس سیاست ته داخل شوی، په یوه انلاین پیغام کې لیکلي چې زړه یې "مات شوی" او دی په "نه زغمل کېدونکي، نه توصیف کېدونکي درد او غم" کې دی.
هغه د قربانیانو کورنیو ته خپله "ژوره خواخوږي او تسلیت" وړاندې کړي او هغو کسانو ته چې په روغتون کې بستري دي، د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم پر اېکس یوه پیغام کې دا پېښه "خواشینوونکې" او "ډېره دردناکه" بللې ده.
په هند کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال د ګډوډي رامنځته کېدو له کبله مرګوني پېښې نوې خبره نه ده. یوازې د سږ کال (۲۰۲۵) په ترڅ کې څو ورته غمجنې پېښې شوې دي.
په دغو پېښو کې د هندوانو مشهور مذهبي فېسټیوال کومب مېله او د یوه کرېکټ لوبغالي مخې ته رامنځته شوې پېښې شاملې دي، چې پکې خلک مړه او ژوبل شوي وو.
دغه ډول پېښې معمولاً د کمزوري تنظیم، نیمګړو امنیتي تدبیرونو، او د زیات شمېر خلکو ناڅاپي راټولېدو له امله رامنځته کېږي او دا وضعیت د خلکو د خوندیتوب لپاره جدي اندېښنې راپورته کوي.