"د نیویارک لومړنی مسلمان ښاروال زهران ممداني: د ټرمپ پر وړاندې به له خپل ښاره دفاع وکړم"

زهران ممداني چې د نیویارک د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی ویلي د ده بریا باید "یو بېلګه" وي چې ډیموکراتان څنګه کولای شي ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر ته ماتې ورکړي.

نوي ټاکل شوي ښاروال وړمه شپه د خپلې بریا تر څرګندېدو وروسته له فرصته ګټه اخیستل له لاسه ورنه کړل او د امریکا پر ولسمشر یې نیوکه وکړه. هغه وویل "زه به د ډونلډ ټرمپ پر وړاندې د نیویارک دفاع وکړم".

زهران ممداني د نيويارک لومړنی مسلمان ښاروال وټاکل شو

زهران ممداني چې ۳۴ کلن سياستوال دی د امریکا د ګڼ نفوسه او له مالي پلوه تر ټولو د مهم ښار نيويارک د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې.

نوموړی په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د نيويارک ښار تر ټولو ځوان ښاروال دی.

زهران ممداني له جنوبي اسيا سره تړاو لرونکی لومړنی مسلمان دی چې د نيويارک ښاروالۍ چارې به پر مخ وړي.

د ده ټاکنيزه سيالي له تېرو څو مياشتو راهيسې ډېره توده او له بحثونو ډکه وه.

تر دې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ښاروالۍ له ټاکنو وړاندې ګواښ کړی و چې که زهران ممداني بريالی شي نو ښايي د نيويارک فدرالي بودیجه به راکمه کړي.

د نيويارک نوي ټاکل شوي ښاروال له بريا وروسته خپله وينا کې ويلي، "زما ملګرو موږ يوه سياسي سلطنت ته ماته ورکړې ده". نوموړي خپل سیال انډريو کومو ته په اشاره ويلي، "زه يوازې د انډريو کومو لپاره د هغه په شخصي ژوند کې ښې هيلې لرم. خو نن شپه به وروستی ځل وي چې د هغه نوم يادوم".

ممداني د هغو ټولو ډلو په اړه چې د ټاکنيز کمپاين کې یې برخه اخيستې مننه وکړه او زياته یې کړه چې نن موږ په ښکاره ټکو روښانه کړه چې هيلې لا هم ژوندۍ دي.

په امریکا کې د سې شنبې په ورځ د نومبر پر څلورمه ميليونونو وګړو د دغه هېواد په بېلابېلو ايالتو کې د ايالتي او سیمه ييزو تاکنو په بهير کې برخه واخيسته.

د ښاغلي ممداني ټاکنيز کمپاين تر ډېره په سوسياليستي شعارونو راټول و چې ځينو جمهوري غوښتونکو هغه "کمونيست او د ملي امنيت لپاره ګواښ" بللی وو.

د نوموړي په ټاکنيزو ژمنو کې وړيا بسونه، په نيویارک کې د نژدې دوه ميليونو کورنو د کرايې زياتوالي درول، په نيويارک کې د ماشومانو لپاره وړيا وړکتون ته لاسرسي او ځينې نورې شاملې وې.

په خټه څوک دی؟

د زهران ممداني مور او پلار دواړه په هند کې زېږېدلي او له هغه ځايه د افريقا يوګانډا او بيا امریکا ته کډه شوي دي.

د نوموړي پلار د پوهنتون استاد او مور یې فلم جوړونکې ده. کله چې زهران اووه کلن وو کورنۍ یې نيويارک ته کډه شوه.

د یوګانډا په کمپالا کې زېږیدلی، ممداني په اوو کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره نیویارک ته کډه شو.

د یویارک د برانکس سیمې د ساینس عالي لیسه کې یې لومړنۍ او منځنۍ زدکړې وکړې او وروسته بوډوین کالج ته ولاړ او د افریقايي مطالعاتو په برخه کې لسانس ترلاسه کړ.

د دېموکراتانو نورې بریاوې

د نيويارک ښاروالۍ سربېره، د نيوجرسي او وېرجنيا ايالت ټاکنې دوو ډېموکراتو مېرمنو ګټلې دي.

په وېرجنيا کې د ډېموکراټ ګوند نوماندې ابيګيل سپېنبرګر خپل جمهوري غوښتونکي سيال ته ماته ورکړې ده.

په نيوجرسي کې هم د ډېموکراټ ګوند ميکي شريل د نوې والۍ په توګه د بریا وينا وکړه.

غبرګونونه

د امریکا پخواني ډېموکراټ ولسمشر بارک اوباما، ټولوهغو ډېموکراټو نوماندانو ته چې ټاکنې یې ګټلې مبارکي ورکړه.

نوموړي پر اېکس یوه پوسټ کې ويلي، "کله چې موږ د هغو پياوړو او لرليد لرونکو مشرانو تر څنګ راټول شو چې د خلکو ستونزو ته پاملرلنه کوي، موږ بریالي کېدلی شو."

نوموړي زياته کړې، "موږ لا هم ډېر کار په مخ کې لرو خو اوس راتلونکی يو څه روښانه ښکاري".