تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حوثیان څوک دي؟
- Author, جیریمي هووېل
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
لس تنه عمله ژغورل شوي او لږ تر لږه درې نور د یمن د حوثیانو په یوه تازه برید کې وژل شوي دي، چې په پایله کې یې یوه سوداګریزه بېړۍ د سره سمندر په اوبو کې ډوبه شوې ده.
د ۲۰۲۳ له نومبر راهیسې، حوثیانو پر شاوخوا ۷۰ سوداګریزو بېړیو د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو او وړو کښتیو بریدونه کړي، څلور بېړۍ یې ډوبې کړي، یوه یې نیولې او لږ تر لږه اوه عمله یې وژلي دي.
حوثیان هغه وسلهواله ډله ده چې د ایران له ملاتړه برخمن دي او د اسرائیلو پر ضد د هغه "مقاومت محور" برخه ده، چې غزه کې حماس او حزبالله په لبنان کې هم پکې شامل دي.
دغه ډله پر هغو بېړیو برید کوي چې ګمان کوي له اسرائیلو سره اړیکه لري.
حوثیانو کوم بریدونه کړي؟
د ۲۰۲۳ په نومبر کې، حوثیانو پر اسرائیل د ډرون او توغندیو بریدونه پیل کړل او ویې ویل چې دا د اسرائیلو د نظامي عملیاتو په بدل کې غبرګون دی، چې په غزه کې روان دي.
په دغو بریدونو کې د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر میاشتې یو سخت توغندیز برید هم شامل و، چې د اسرائیلو اصلي هوايي ډګر هدف وګرځېد.
اسرائیلو د خپلو هوايي دفاعي سیستمونو په وسیله د بریدونو ډېره برخه شنډه کړه، خو بیا هم، د ۲۰۲۴ جولای کې یوې ډرون الوتکې تلابیب وویشت، چې په ترڅ کې یې یو کس ووژل شو او لس نور ټپیان شول.
د ۲۰۲۳ له نومبر راهیسې، حوثیانو د یمن له سواحلو سره نژدې هم پر بېړیو بریدونه پیل کړي دي.
د نومبر پر ۱۹مه نېټه، دوی یوه سوداګریزه بېړۍ د سره سمندر په اوبو کې یرغمل کړه.
حوثیانو همداراز د سره سمندر او عدن خلیج په سیمه کې نژدې ۱۰۰ بېړۍ د توغندیو یا چاودېدونکو موادو لرونکو ډروني کښتیو په وسیله هدف ګرځولي دي.
دوی چې پر کومو بېړیو برید کړی، له هغو څخه دوه وروسته ډوبې شوي دي او لسګونه نورې بېړۍ زیانمنې شوې دي.
د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشت کې، د True Confidence په نوم د بارباډوس بیرغ لرونکې سوداګریزې بېړۍ باندې د حوثیانو د توغندي په برید کې درې عمله ووژل شول.
دا ډله وایي پر هغو بېړیو برید کوي چې دوی ګمان کوي له اسرائیلو سره تړاو لري - که د اسرائیلو ملکیت وي، د اسرائیلو بیرغ ولري، یا د اسرائیلو لخوا چلول کېږي، یا داسې ښکاري چې د اسرائیلو بندرونو ته روانې دي. خو ډېری هغه بېړۍ چې دوی پرې بریدونه کړي، له اسرائیلو سره هېڅ تړاو نه لري.
د ۲۰۲۴ سپتمبر کې، حوثیانو په سیمه کې د امریکا پر بېړیو هغه څه پیل کړل چې د امریکا سمندري ځواک "پېچلی برید" وباله، خو د دوی ټول توغندي ویشتل شوي وو.
په غبرګون کې، امریکایي ځواکونو په یمن کې د حوثیانو پر اهدافو هوایي بریدونه وکړل. د پنټاګون په وینا، دې ځایونو کې هغه وسلې او پرزې وې چې حوثیانو د بېړیو د بریدونو لپاره کارولې.
په مې میاشت کې، حوثیانو له امریکا سره د اوربند یو تړون وکړ، وروسته له هغه چې پر یمن د امریکا سخت هوايي بریدونه روان وو.
خو حوثیانو وویل دې موافقې د اسرائیلو پر ضد د بریدونو بندېدل شامل نه دي او اسرائیلو له هغه وروسته پر یمن څو ځلي غچ اخیستونکي بریدونه هم کړي دي.
د ۲۰۲۵ جولای کې، یوازې په یوه اونۍ کې پر دوو نورو بېړیو برید وشو او دواړه ډوبې شوې. دغه بېړۍ (مجیک سي) او ایټرنيټي سي نومېدې، چې دواړه د لایبریا بیرغ لرونکي او د یونان لخوا چلول کېدونکي سوداګریزې بېړۍ وې. حوثیانو ادعا کړې چې دا بېړۍ د اسرائیلو پر لور روانې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه وغندل او ویې ویل دا بریدونه ښيي چې د ایران لخوا ملاتړ کېدونکي حوثي یاغیان لا هم د سمندري تګ راتګ آزادۍ، سیمهییز اقتصادي ثبات او د سمندر امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
د حوثیانو د بریدونو له وېرې ډېری نړیوالو باروړونکو شرکتونو د سره سمندر له لارې تګ راتګ کم یا بند کړی دی.
شاوخوا ۱۵ سلنه نړیوال مالونه چې د بېړیو له لارې لېږدول کېږي، د سره سمندر له لارې انتقالېږي. له همدې امله، دې وضعیت د نړیوال تجارت پر بهیر اغېز کړی دی.
د حوثیانو پر ضد د امریکا او نورو هېوادونو اقدامات څه دي؟
د امریکا، بریتانیا او ۱۲ نورو هېوادونو سمندري ځواکونو یو ګډ عملیات پیل کړی چې Prosperity Guardian نومېږي او موخه یې د یمن شاوخوا د سمندري لارو ساتنه ده.
له ۲۰۲۴ جنورۍ راهیسې، امریکا او بریتانیا پر یمن کې د حوثیانو پر پوځي اهدافو بېلابېل هوايي بریدونه کړي دي.
اسرائیلو هم د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې پر هغوی بریدونه کړي دي.
د امریکا د هوايي بریدونو په ترڅ کې له اوږد واټن پټبم غورځوونکو الوتکو هم کار اخیستل شوی، هدف یې د هغو پټنځایونو له منځه وړل وو چې د وسلو پرزې او تجهیزات پکې ساتل کېدل.
د امریکا پخواني دفاع وزیر لوېډ اسټن ویلي وو د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر بریدونو دا ثابته کړه چې امریکا پر هغو ځایونو برید کولی شي چې دوښمنان یې خوندي ګڼي.
حوثیان څوک دي؟
حوثیان یوه وسلهواله سیاسي او مذهبي ډله ده چې د یمن د شیعه مسلمان اقلیت، زیدیانو، استازولي کوي.
دوی ځان د ایران تر مشرۍ لاندې له اسرائیلو، امریکا او لوېدیځ سره د مخالفت لپاره د "مقاومت محور" برخه ګڼي. دا محور له حماس، حزبالله او نورو وسلهوالو ډلو هم جوړ دی.
د دوی رسمي نوم انصار الله (د خدای ملاتړي) دی او دا ډله په ۱۹۹۰ لسیزه کې د حسین الحوثي لخوا رامنځته شوه. د حوثیانو اوسنی مشر د هغه ورور عبدالملک الحوثي دی.
په ۲۰۰۰مو کلونو کې، حوثیانو یمن کې د اوږدمهاله ولسمشر علي عبدالله صالح پر ضد څو پاڅونونه وکړل. دوی غوښتل چې د یمن په شمال کې د خپلې مېنې لپاره د هغه له استبدادي واک زیاته خپلواکي ترلاسه کړي.
په ۲۰۱۱ کال کې، د عرب پسرلي په ترڅ کې د خلکو پاڅون ولسمشر صالح اړ کړ چې واک خپل مرستیال عبد ربه منصور هادي ته وسپاري.
د هادي د واکمنۍ پر مهال، حوثیانو له دندې لیرې شوي صالح او هغو امنیتي ځواکونو سره چې لا هم صالح ته وفادار وو، یو تړون وکړ. دوی د یمن شمالي ولایت صعده تر خپل واک لاندې راوست او د یمن پلازمېنه صنعاء یې ونیوله.
په ۲۰۱۵ کال کې، یاغیانو د یمن د لوېدیځو سیمو ډېره برخه ونیوله، چې ولسمشر اړ شو له هېواده وتښتي.
ګاونډي سعودي عربستان وډار شو چې حوثیان به ټول یمن ونیسي او دغه هېواد به د خپل دوښمن ایران یوه نیابتي سیمه کړي.
سعودي عربستان د عربو هېوادونو یوه ټلواله جوړه کړه او په جګړه کې ښکېل شو. خو د کلونو هوايي بریدونو او ځمکنيو جګړو حوثیان له هغو سیمو نه دي شړلي چې نیولي یې دي.
اوس سعودي عربستان هڅه کوي له حوثیانو سره د سولې هوکړه وکړي او له ۲۰۲۲ کال له اپرېل راهیسې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب یو اوربند نافذ دی.
د وسلهوالو شخړو د معلوماتو او پېښو پروژه (ACLED) وایي په دې جګړه کې تر ۱۶۰ زره ډېر کسان وژل شوي او له ۴ میلیونو زیات خلک بېکوره شوي دي.
حوثیان څوک ملاتړي لري او وسلې له کومه ترلاسه کوي؟
امریکا وایي ایران حوثیان دې ته توانمن کړي چې پر بېړیو بریدونه وکړي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.
سعودي عربستان او امریکا وایي ایران د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز خلاف، حوثیانو ته وسلې قاچاق کړي دي - چې پکې بېپیلوټه الوتکې، کروز او بالیسټیک توغندي شامل دي.
دوی وایي دا توغندي او بېپیلوټه الوتکې د سعودي عربستان او د هغه متحد د متحده عربي اماراتو پر ضد کارول شوي دي.
ایران وايي حوثیانو ته یې وسلې نه دي ورکړي او یوازې سیاسي ملاتړ یې کوي.
خو د کمبریج پوهنتون د منځني ختیځ کارپوهه ډاکتره الیزابېت کندل وایي:
"حوثیان په دې کچه د ایران له وسلو، روزنې او استخباراتي ملاتړ پرته دغسې عملیات نه شي کولی."
هغې زیاته کړې: "خو دا لا روښانه نه ده چې ایران پر حوثیانو مستقیم نظامي کنټرول لري که نه."
د ایټالیا د نړیوالو سیاسي مطالعاتو انستیتوت په وینا، ایران له حوثیانو سره مرسته کړې چې په یمن کې د ډرون جوړولو فابریکې جوړې کړي.
د امریکا د ویسټ پواینټ پوځي اکاډیمۍ د ترهګرۍ ضد مرکز وایي حوثیانو ته د لبنان د اسلامي ډلې حزبالله لخوا هم پوځي مشورې او ملاتړ ورکړل شوی دی.
د ۲۰۲۵ جون کې، اسرائیلو د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو ناڅاپي برید وکړ، چې ورپسې ایران د هوايي بریدونو له لارې غچ واخیست او پر اسرائیلو یې بریدونه وکړل.
دا ۱۲ ورځنی جګړه د امریکا په منځګړیتوب له یو اوربند سره پای ته ورسېده، چې ښايي د ایران د اټومي وړتیاوو لپاره لویه ضربه وي.
له دې مخکې، اسرائیلو پر حزبالله هم بریدونه کړي وو، چې د ۲۰۲۴ له سپتمبر راهیسې سخت شوي دي.
لا تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا بریدونه به د ایران او حزبالله له لوري پر حوثیانو د ملاتړ اغېز وکړي که نه.
د ۲۰۲۵ جولای کې، اسرائیلي پوځ د یمن پر هغو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د حوثیانو تر ولکې لاندې دي. دا بریدونه د حوثیانو له خوا پر اسرائیلو د توغندیو او ډرون حملو غبرګون و.
د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز خبرداری ورکړ: "د ایران له ملاتړه برخمن حوثیان به د خپلو کړنو درنه بیه پرې کړي."
هغه پر ایکس (پخوانی ټویټر) ولیکل: "د یمن برخلیک به د تهران په څېر وي. هر څوک چې غواړي اسرائیلو ته زیان ورسوي، خپل تاوان به ویني او هر څوک چې پر اسرائیلو لاس پورته کړي، لاس به یې پرې شي."
حوثیان د یمن کومې سیمې تر کنټرول لاندې لري؟
حوثیان د یمن پلازمېنه صنعاء او د هېواد شمال لوېدیځه برخه - چې د سره سمندر غاړه هم پکې شامله ده، تر خپل کنټرول لاندې لري.
د یمن ډېری خلک په همدې سیمو کې اوسي او حوثیان هلته یو ډول غیر رسمي حکومت چلوي چې مالیات ټولوي او پیسې چاپوي.
په داسې حال کې، د یمن په نړیوال کچ پېژندل شوی حکومت په جنوبي بندري ښار عدن کې مېشت دی.
دا حکومت د اته کسیزې ولسمشرۍ شورا تر څار لاندې فعالیت کوي، هغه چې ولسمشر هادي په ۲۰۲۲ کال کې واک ور سپارلی و.