د طالبانو حکومت لوی درستیز: تېر کال مو د پولو په اوږدو کې له ۷۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړې دي

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

د طالبانو حکومت کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د دغه وزات د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، په تېر یوه کال کې یې په ټول هېواد کې ۹۶۴ عملیاتونه کړي او د ملي دفاع منسوبینو ته یې د اپراسیوني فعالیتونو، امنیتي ګزمو،‌ کمېنونو، تلاشیو، پوستو، چاڼیزو عملیاتو او اکمالاتي وظیفوي عملیاتو روزنه ورکړې ده.

کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز او د دغه وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال له خبریالانو سره د تېر کال لاسته راوړنو او راتلونکي یوه کال د اصلي پلانونو په اړه معلومات شریک کړل.

دلته د دغو دواړو چارواکو د خبرو څلور مهم ټکي راخیستل شوي‌ دي:

۷۰۰ پوستې

قاري فصیح‌الدین فطرت خبري غونډې ته وویل، په تېر یوه کال کې یې د افغانستان د پولو په اوږدو کې له ۷۰۰ ډېرې امنیتي پوښتې جوړې کړې دي چې په خبره یې هدف یې د امنیت ټینګښت او ثبات ټینګول دي.

ښاغلي فطرت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې خبریالانو ته وویل، ''دا چې افغانستان په ۲۰ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو کې له اوو ګاونډیو هېوادونو سره سرحد او د ډیورنډ د فرضي کرښې له لارې ګډه پوله لري، د امنیتي ستونزو د مخنیوي په موخه له ګاونډیو هېوادونو سره نژدې د افغانستان په خاوره کې ۱۵ سرحدي لېواګانې، ۹۳ کنډکونه، ۷۶۵ سرحدي پوستې د هېواد د قلمرو ساتلو لپاره ځای پر ځای شوې دي.''

نوموړی زیاتوي، ''تېر کال د ډیورنډ‌ فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو حکومت د امنیتي اندېښنو لیرې کولو او ثبات راوستلو په هدف ۳۴ کیلومتره نوی سړک جوړ کړی او د افغانستان له ګاونډیو ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبکستان او چین سره د همغږۍ ۱۳ مرکزونه جوړېدل په پلان کې دي چې له دې مرکزونو اوه یې فعال دي او د نور د جوړېدو په حال کې دي.''

د هوايي ځواک الوتنې او روزنه

د طالبانو دغه جګپوړی چارواکی وايي، په تېر یوه کال کې هوايي ځواکونو د هوايي او دفاعي ځواکونو د عمومي قومندانۍ د چورلکو په مټ ۶۳۸۳ وظیفوي الوتنې کړې دي.

قاري فصیح الدین فطرت د دفاع وزارت د لاسته راوړنې په توګه وویل چې په تېر یوه کال کې د هوايي ځواکونو ۱۲۴۴ تنه منسوبین له مسلکي کورسونو فارغ شوي او اته چورلکې رغول شوې دي.

تېر یوه کال کې څه باندې لس زره منسوبین د طالبانو حکومت د ګډو محاربوي زدکړو او له ۲۰ زرو ډېر نور له مرکزي او ساحوي تعلیمي مرکزونو فارغ شوي.

نوموړي وویل، د دفاعي منسوبینو لپاره د روغتونونو او کلینیکونو فعالولو کې د ملي دفاع وزارت رغنده رول لوبولی دی او په معیار برابر روغتیايي وړیا خدمات یې ورته وړاندې کړي او له لسو زرو جراحي عملیات پکې شوي دي.

نوې ګومارنې

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال دغې خبري غونډې ته وویل، په ‍‍۱۴۴۶ هجري قمري کال کې ددغه وزارت په اډانه کې د ۹۴ زره منسوبینو ګومارنه او بیا ګومارنه ترسره شوې چې په وینا یې د دندو په ترسره کولو او سوق او اداره کې ښه والی ورسره راغلی.

مولوي محمد قاسم فرید وویل، تر معلومې مودې خدمت کولو وروسته ۳۰۸ تنه منصبداران او بریدمنان متقاعد شوي.

نوموړی وايي د جنرالۍ بستونو کې د ۱۳۲ تنو ګومارنه او بیا ګومارنه هم ترسره شوې ده.

غونډې ته د دفاع وزارت د اطلاعاتو او ستراتیژیکو نشراتو مشر عنایت الله خوارزمي د طالبانو د ملي اردو د منسوبینو د شمېر په اړه وویل، د پوځ شمېر د ‍۱۵۰ او ۲۰۰ زرو تنو ترمنځ دی، خو نوموړي یې دقیق شمېر ونه ښود.

د ۱۴۴۷ کال پلان

د طالبانو دفاع وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال لپاره - چې اوس یې لومړۍ میاشت پای ته رسېدونکې ده – د طالبانو دفاعي چارواکي وايي پلان دا دی چې د هېواد په امنیتي زونونو کې د بندرونو، لویو ښارونو او لویو لاریو په ګډون د امنیت او ثبات راوستلو په موخه لوی عملیات په پام کې نیول شوي دي.

مولوي محمد قاسم فرید وویل، دا پلان هم شته چې د ملي دفاع پرسونل ته په بېلابېلو برخو کې د وړتیاوو لوړاوي پروګرامونه پیل شي او د دفاعي استخباراتو وړتیاوې هم ورسره لوړې شي.

د خبریالانو د پوښتنو په لړ کې د طالبانو له لوی درستیز نه ازبکستان کې د افغانستان د هغو چورلکو د برخلیک په اړه وپوښتل شول چې د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته هغه هېواد ته بوتلل شوې.

ښاغلي فطرت وویل، دفاع وزارت په دې لړ کې خپله هڅه کړې چې دا الوتکې بېرته افغانستان ته ورکړل شي، "دا الوتکې زموږ دي او هلته وړل شوې دي. موږ به هېڅ وخت له هغه څه تېر نه شو چې پر موږ پورې تړاو ولري یا زموږ وي".

نوموړی وویل، له تېرو څلورو کلونو راهیسې چې طالبان بیا واکمن شوي ددغو چورلکو د ستنولو هڅې روانې دي او روانې به وي، "خو تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې مقابل لوری قانع کړي چې دا الوتکې بېرته افغانستان ته ورکړي، موږ ناهیلي شوي نه یو او خپلو هڅو ته به دوام ورکړو".