د استرالیا په واورینو غرونو کې لادرکه شوې ښځه وروسته له شپږو ورځو وموندل شوه

Australia

د عکس سرچینه، Brook Mitchell

یوه استرالیایۍ ښځه چې شپږ ورځې وړاندې د نیو ساوت وېلز په واورینو غرونو کې ورکه شوې وه، د بېړنیو خدمتونو له خوا له پراخ لټون او ژغورنې عملیاتو وروسته وموندل شوه.

پولیسو ویلي،‌ عکس اخیستونکې لوویسا شوبرګ د نیو ساوت وېلز په لیرې پرتو غرونو کې له ورکېدو وروسته مار هم چیچلې او د ټپونو له امله باید سملاسي د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شي.

دا اته څلوېښت کلنه عکاسه په دوامداره توګه د کوسیوسزکو ملي پارک لیدو ته تلله او د یوې پروژې د یوې برخې په توګه به یې په غرونو کې د ځنګلي اسونو مستند لپاره عکسونه اخیستل.

پولیسو ویلي، نوموړې سره وروستۍ خبرې د اکټوبر پر اتمه شوې وې.

د نوموړې د خوندیتوب وېره وروسته له هغې زیاته شوه، چې د کرایه شوي موټر شرکت رپوټ ورکړی و چې موټر یې بېرته نه دی راستون شوی او اړیکه ورسره نه شي نیولی.

موټر یې بیا وروسته داسې حال کې پیدا شو چې خلاص و او په غرونو کې پرېښودل شوی و.

د نیو ساوت وېلز پولیسو د اکتوبر پر ۲۱مه له خلکو وغوښتل، چې د آغلې شوبرګ په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

پولیسو یې د لټون لپاره ژغورونکي سپي اور وژونکي او چورلکه وکاروله.

د ژغورنې د عملیاتو پر مهال یې اندېښنې هغه مهال لاپسې ډېرې شوې چې ژغورونکې ډله یې له څو ورځې لټون وروسته په موندلو کې پاتې راغله او د کوسیوسزکو ملي پارک شاوخوا سیمو کې د تودوخې درجه صفر درجې ته راټیټه شوه.

مېرمن شوبرګ په سیمه‌ییز وخت د یکشنبې په ماسپښین د ملي پارکونو او ځنګلي ژوند خدمتونو د یوه افسر له خوا د کیاندرا د نونګار لارې په اوږدو کې وموندل شوه.

د نیو ساوت وېلز پولیسو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي وو: "یوه ښځه چې له تېرې اونۍ راهیسې واورینو غرونو کې ورکه شوې وه د بېړنیو خدمتونو له پراخ لټون وروسته وموندل شوه."