اسټرالیا کې یو سړی څنګه د تمساح له خولې ژوندی ووت؟

د عکس سرچینه، Getty Images
یو اسټرالیایی د کوینزلینډ د یوه ځانګړي تفریحي ځای په مالګینو اوبو کې د لامبو پرمهال د تمساح له خولې ژوندی وتلی دی.
۵۱ کلن مارکوس مکګوان د دغې پېښې په اړه ویلي چې څنګه یې له ټپونو سره سره د تمساح له ژامې خپل سر وایست او ځان یې وژغوره.
هغه په سیمې کې د نژدې ټاپو روغتون ته په الوتکه کې وړل شوی او وروسته د نورې درملنې لپاره کیرنز ته واستول شو.
په اسټرالیا کې د تمساح بریدونه غیر معمول وو، خو په وروستیو میاشتو کې ډېر شوي دي.
د ښاغلي مکګوان په وینا هغه کیپ یارک ته نژدې له هاګرسټون ټاپو څخه شاوخوا ۲۸ کیلومتره لېرې د خلکو له یوې ډلې سره په اوبو کې و، چې د شا له خوا برید پرې وشو.
هغه په یوه بیان کې ویلي "ما فکر کاوه چې دا شارک و، خو کله چې پورته شوم، نو پوه شوم چې دا یوه تمساح ده. زه وتوانېدم د تمساح ژامې دومره سره خلاصې کړم چې خپل سر ترې وباسم."
ویل شوي هغه تمساح چې برید یې کړی د بل برید لپاره راتاو شوی و، خو مکګوان وايي، وتوانېد چې له ټپ سره سره یې لېرې کړي.
د کوینزلنډ د چاپېریال اداره وايي، د پېښې په اړه څېړنې کوي، خو دا هم وايي "په ازاد سمندر کې د تمساح موندل ستونزمن کار دی ځکه چې ژوي اکثرا هره ورځ لسګونه کیلومتره سفر کوي."
د هیګرسټون شخصي ټاپو د کیرنز شمال ته شاوخوا ۶۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی او په دغه ټاپو کې د یوې شپې کرایه نژدې ۵۰۰۰ ډالرو ته رسېږي.
د استرالیا په شمال کې د تمساح شتون عام دی، چې په وروستیو کې یې ځینې بریدونه لیدل شوي دي.
د کوینزلینډ ادارې د پروګرام له مخې، د " تمساح ستونزه" په هغو ځایونو کې حل کېږي، چېرې چې دوی عامه خوندیتوب ګواښي.
له ۱۹۷۴ کال راهیسې چې د تمساح ښکار منع شوی، د دغه ایالت د تمساحو شمېر له ۵۰۰۰ څخه شاوخوا ۳۰ زرو ته لوړ شوی دی.








