تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په غلطه ۴۳ کاله بندي له امریکا د شړل کېدو ګواښ سره مخ دی
- Author, انا فګوای
په امریکا کې يو کس د يوه داسې قتل په تور چې ده نه وکړی، له ۴۳ کاله بند وروسته خوشی شو خو ستونزې یې لا هم دلته پای نه دی موندلی.
سوبرمنيم وېډم يا "سوبو" د خپلې کوټې د ملګري د وژنې په تور نيول شوی و، د نويو شواهدو له مخې وپتېيل شوه چې دی بې ګناه دی.
خو مخکې له دې چې له خپلې کورنۍ سره يو ځای شي، د امریکا د کډوالۍ ادارې د ځواکونو له خوا ونيول شو او غواړي هند ته یې واستوي. هغه هېواد چې ده له ماشومتوب پرته هېڅ نه دی ليدلی.
د سبرمنیم وکيلان اوس د ده د شړلو د پرېکړې پر وړاندې قانوني مبارزه کوي او کورنۍ یې هوډ لري چې خوشی یې کړي.
د نوموړي خور سرسوتي ويدام بي بي سي ته وويل، "کورنۍ یې اوس له يوه نوي او ډېر مختلف وضعيت سره مخامخ ده."
سبرمنيم خپلې خور او د کورنۍ نورو غړو ته په پيغام کې ټينګار کړی چې "ټول پام په دې بریا ورټول کړي". نوموړي ويلي، "زه سپین راوختلم، زه نور بندي نه یم بلکې په توقيف شوی يم."
په ۱۹۸۰ کال کې وژنه
سبرمنيم وېډم ۴۳ کاله وړاندې د خپلې کوټې د ملګري ټام کينسر چې د کالج يو ۱۹ کلن زده کوونکی و په وژنې تورن شو.
د ټام کينسر جسد د هغه له ورکېدو نهه مياشتې وروسته په يوه ځنګليزه سيمه کې وموندل شو چې په سر په ګولۍ لګېدلی و.
د ټام کينسر د لادرکه کېدو په ورځ ښاغلي سوبرمنيم ترې غوښتنه کړې وه چې په موټر کې یې بوځي، که څه هم موټر بېرته خپل معمول ځای ته رسول شوی و خو هېچا نه و ليدلی چې څنګه بېرته راوستل شوی دی.
ښاغلی سوبرمنيم د کينسر د وژنې په تور محکوم شو. محکمې یې د ضمانت غوښتنه رد کړه، پاسپورټ او ګرين کارډ یې چارواکو ترې واخيستل او دی یې داسې "بهرنی وګړی" وباله چې ښايي "وتښتي."
دوه کاله وروسته د وژنې په تور پړ او په عمري بند محکوم شو.
نوموړی په ۱۹۸۴ کال کې د مخدره توکو په يوه جلا قضيه کې له دوه نيمو تر پنځو کلونو بند محکوم شو چې بايد د خپل عمر قيد سره یو ځای یې تېر کړي.
سبرمنيم د وژنې د تور او سزا پر وړاندې د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو لپاره هڅې کولې. د هغه ملاتړو او کورنۍ یې ټينګار کاوه چې د جرم سره د هغه د تړاو په اړه هېڅ شواهد یا ثبوت نشته.
د بې ګناهۍ ثابتېدل
سوبرمنيم په وار وار محکمې ته مراجعه وکړه او څو کاله مخکې د قضيې په تړاو نوي شواهد راڅرګند شول چې د هغه په سپينولو کې یې مرسته وکړه.
د روانې مياشتې په پيل کې څارنوال برني کانټورنا اعلان وکړ چې د سوبرمنيم پر وړاندې به نوې محاکمه نه ترسره کېږي.
خو کورنۍ یې پوهېده، مخکې له دې چې ازاد شي لا یې هم په مخ کې يو خنډ پاتې دی، هغه حکم چې په ۱۹۸۸ کال کې یې د شړلو لپاره د وژنې او مخدره توکو د تورونو له امله صادر شوی و.
د ده خور سرسوتي وېډم وايي، کورنۍ یې تمه لري چې د هغه د کډوالۍ د قضيې د بيا پرانيستلو لپاره عريضه وکړي.
نوموړې ټينګار کړی چې د قضي اصليت او حقايق اوس بدل شوي دي.
سره له دې چې د وژنې له توره سپين شوی خو د مخدره توکو محکوميت لا هم پاتې دی.
د کډوالۍ اداره وايي، د قانوني حکم پر بنسټ یې توقيف کړی دی.
دغې ادارې د بي بي سي پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی خو امریکایي رسنيو ته یې ویلي چې ښاغلی سوبرمنيم به د ايستلو تر پرېکړې پورې په توقيف کې وي.
د سوبرمنيم کورنۍ وايي، "د کډوالۍ محکمه بايد په بند کې د هغه د لسيزو ښه چلند، د سزا بشپړولو او د زندان تر شا د ټولنې خدمت ته وګوری."
سرسوتي وايي، "تر ټولو خواشينونکې دا وه چې موږ ته هېڅ وخت رانګړل شو چې هغه په غېږ کې ونیسو."
هند ته د شړلو شونتيا
د سوبرمنيم کورنۍ وايي، دی له هند سره هېڅ تړاو نه لري. خور یې بي بي سی ته ويلي، هلته یوازي زیږېدلی و، د نهو مياشتو په عمر امریکا ته راغی، هلته پاتې خپلوان یې چې اوس ژوندي دي ډېر لرې خپلوان دي.
د سوبرمنيم خور سرسوتي وېډم او نور د تره زامن یې په امریکا او کاناډا کې ژوند کوي.
اغلې سرسوتي وويل، "که هغه هند ته واستول شي، نو یو ځل بيا به د خپلو نژدې خلکو له ژوند څخه محروم شي، ځکه دا به د نړۍ بل سر وي".
"دا نژدې داسې ده لکه ژوند یې چې بيا ترې اخيستل کېږي".
ښاغلي سوبرمنیم د امریکا قانوني دایمي اوسېدونکی دی، مخکې له دې چې ونيول شي، د تابعيت غوښتنه یې منل شوې وه.
د نوموړي مور او پلار دواړو د امریکا تابعيت درلود.
د ده وکيل ويلي، "موږ باور لرو چې اوس له امریکا څخه د هغه شړل او داسې يوه هېواد ته لېږل چې هلته ډېرې لږې اړيکې لري، به يو ډول لوی زیاتی وی، هغه کس چې لادمخه یې ډېر ظلم زغملی دی".