د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې پلاوی کابل ته تللی: څه بدل شوي او پر څه خبرې وشوې؟

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر محمد بن عبدالکریم العيسی د دوشنبې پر ورځ کابل ته ورسېد او هلته یې د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په ګډون له نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته درلودل.

ویل کېږي، د بحث تر ټولو مهم ټکي د طالبانو حکومت او دغه سعودي بنسټ ترمنځ پر راتلونکو اړیکو و. دې لیدنو کې د نجونو د زدکړو یادونه هم شوې هغسې چې ښاغلي عبدالکریم العیسی یې لا وړاندې پر محدودیتونو سختې نیوکې کولې.

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې پر خپله رسمي پاڼه لیکلي: " د متقابلو ګټو څو موضوعات وڅېړل شول، چې د اغېزمنو خبرو له لارې د مهمو مسلو په حل کې د مسلمانو علماوو پر اغېزناکې ونډې ټینګار وشو، چې مثبتې او محسوسې پایلې یې درلودې."

دغه ادارې نه دي ویلي چې دغه پایلې څه دي او دا چې څه ډول پرمختګونه شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه وینا پاڼه کې لیکلي د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې يا (رابطة العالم الإسلامي) مشر محمد بن عبدالکریم العيسی د طالبانو مشرتابه له لوري " عمومي عفوه وستايله او دا يې د اسلام د مبارک دين يوه ځانګړې پېرزوينه وبلله. د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر افغانستان اسلامي نړۍ کې د ځانګړي اهميت لرونکی وباله."

څه چې په دغو لیدنو کې د ښاغلي عبدالکریم العیسی له لوري په وار وار طالب مشرانو ته ویل کېده، د نرمو تګلارو اړوند خبرې وې. هغه په یوه لیدنه کې وویل " حنفي فقه د اعتدال او نرمۍ تر ټولو ښه ادرس دی." د دغه څه بیا بیا اورول ښايي، د طالبانو حکومت مشرانو ته په یوه ډول د هغوی د ځینو تندو دریځونو چې د ښځو د کار او زدکړو په تړاو یې لري یادونه وه.

د طالبانو حکومت چې "حنفي فقه" د پرېکړو مهم درک ګڼي د ډېرو دیني عالمانو نیوکه هم دا ده چې د حقونو په تړاو ځينو پالیسو کې د حنفي فقې خلاف انګېرنې شته. په څو ناستو کې د نجونو د زدکړو په تړاو د هغه خبرې خورا تندې وې. د ناستې یوه ګډونوال وویل، ښاغلي العیسي ډانګ پیلې وویل "اسلام کې د نجونو زدکړې خورا مهمې دي او باید ستاسو حکومت ورته یوه حل لار ومومی."

طالب مشرانو د هغو دغو څرګندونو ته ځواب ونه وایه او یا دا چې نه یې غوښتل دا موضوع د بحث منځپانګه شي.

د نجونو پر زدکړو د بندیز په تړاو دریځ

د روان زېږدیز کال په جنورۍ کې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د نجونو د زدکړو په تړاو یوه کنفرانس وربلل شوی و چې د اسلامي هېوادونو ګڼو استازو او دیني عالمانو په کې ګډون درلوده.

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې عمومي منشي شیخ عبدالکریم محمد العیسی هغه مهال ویلي و چې که څوک د ښځينه‌وو پر زدکړو اعتراض لري نو خپل دغه مخالفت دې دین ته نه منسوبوي، ځکه چې اسلام هېڅکله د نجونو پر زدکړو بندیز نه لګوي.

که څه هم هغه د کوم حکومت یا کوم ځانګړي اسلامي هېواد نوم یاد نه کړ خو ویل یې دي چې اسلام په هېڅ برخه او عمر کې د نجونو پر زدکړو بندیز نه لګوي. کتونکو انګېرله چې د هغه اشاره افغانستان کې د نجونو پر زدکړو لګول شویو محدودیتونو ته وه.

شیخ العیسی ویلي وو "دلته د بېلابېلو فکري مکتبونو، اکاډیميکو بنسټونو او نړیوالو فقهي ټولنو ګڼ عالمان راټول شوي او په ګډه یې تایید کړې چې، "اسلام د ښځينه‌و له زدکړو سره د هرې کچې مخالفت ردوي، که هغه کم او که بشپړ محدودیت وي، که د هر عمر پر نجونو وي، که په هره تخصصي برخه او د هرې کچې زدکړو باندې وي."

له دغه وینا وړاندې د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې چې دی یې مشري کوي په روښانه ټکو د طالبانو حکومت له لوري د نجونو پر زدکړو لګول شوي محدودیتونه غندلي وو.

د طالبانو حکومت سره د اړیکو پالل

سعودي د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې اعلان وکړ چې نور افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او خپلې دیپلوماتیکي اړیکې ورسره پرې کوي. دا هغه مهال و چې امریکا پر افغانستان د برید په تړاو خبرې راپورته کړې وې.

سعودي له دغه اعلان وروسته ریاض کې د طالبانو استازو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې د سعودي له خاورې ووځي. له دغه څه وړاندې سعودي، عرب امارات او پاکستان هغه درې هېوادونه وو چې طالبان یې په رسمیت پېژندل.

د اړیکو له هغه شلون وروسته سعودي هڅه وکړه چې طالبان افغانستان کې د سولې خبرو ته چمتو کړي، خو کومه پایله یې ورنه کړه.

د سعودي دیني عالمانو او مذهبي بنسټونو تر ډېره د افغانستان له مخکیني حکومت سره اړیکې ساتلې چې طالبانو یې پر وړاندې جګړه کوله. داسې ښکاري چې اوس سعودیان او طالبان دواړه د اړیکو دغه واټن په یوه ډول راکمولو هڅه کوي.

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنه یو نا دولتي بنسټ دی چې مرکز یې د سعودي په مکه المکرمه ښار کې دی، د دغه بنسټ کاري اجنډا تر ډېره له اسلامي هېوادونو سره د لوړې کچې اړیکو پالل دي او په ډېرو کړکېچونو او جنجالي مسلو کې د راټولېدنو او بحثونو له لارې د حل وړاندیزونه کوي.

که څه هم ډېر دا ګڼي چې ګواکې دغه ټولنه یو ډول سمبولیکه بڼه لري او کوم داسې ځواکمن اړخ نه لري، خو له ټولو اسلامي هېوادونو سره یې د اړیکو سمبولیک ارزښت هم د پام وړ دی.

د دغه ټولنې مشر شیخ العیسی د سعودي واکمنو ته نژدې کس بلل کېږي، له همدې امله هغوی نظر په یوه ډول د سعودي د تګلارو انعکاس بلل کېږي. سعودي په تېرو څو کلونو کې له طالبانو سره ډېرې ښې اړیکې نه درلودې، په بېلابېلو برخو کې د نظر جلاوالي ریاض د طالبانو تر بیرغ لاندې کابل سره په واټن کې ساتلی و.

په سیمه کې د افغانستان جیوپولټيک ارزښت او په اسلامي نړۍ کې د یوې داسې واکمنۍ سره چې خپل بنسټ "د اسلامي شریعت" له مخې ګڼي او سعودي عرب چې د مسلمانانو د تر ټولو سپېڅلو ځایونو هېواد دی د یوه داسې واټن شتوالی یا پرېکون یوه ننګونه ده.

د طالبانو له حکومت سره د قطر، عرب اماراتو، ترکیې او ایران اړیکې چې هغوی استازو ته یې د افغانستان د سفارتونو چارې سپارلي، یو بل ټکی دی چې سعودي نه غواړي افغانستان کې خپله تشه وویني.

دریمه خبره چې د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې د مشر او ورسره ملګري پلاوي له سفر سره غوټه کوي، د طالبانو مشران د دیني عالمانو او مذهبي څېرو پر هغو ټولنو ورګډولو هڅه ده چې دغه بنسټ پالنه کوي. انګېرنې دا دي چې دوی نه غواړي په سیمه کې یو داسې جلا چلنده او سختدریځي تګلارې وویني چې له "اسلامي شریعت" سره تړاو ورکول کېږي.

افغانستان کې د واکمنو طالبانو لپاره دا ډول راشه درشه له دې امله مهمه ده چې خپل ګوښی نظام د سیمې په ځانګړې ډول له اسلامي نړۍ سره په اړیکو وتړي. اوس مهال د طالبانو حکومت د هیڅ اسلامي هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او همدا د دوی لپاره د پوښتنې یو ټکی دی چې ښيي لا هم د تګلارو او نظر جلاوالی شته.