تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برازیل د فوټبال افسانوي لوبغاړی 'پېلې' ومړ
د برازیل د فوټبال پخوانی مشهور ستوری پېلې، چې ګڼ خلک یې د دې لوبې د تاریخ تر ټولو غوره لوبغاړی ګڼي، د ۸۲ کلونو په عمر مړ شوی دی.
هغه ۲۱ کاله فوټبال کړی او په دې موده کې یې په یو زرو ۳۶۳ لوبو کې ټولټال یو زرو ۲۸۱ ګولونه کړي وو.
نوموړي د برازیل ملي لوبډلې لپاره ۹۲ لوبې کړې او ۷۷ ګولونه وهلي وو.
پېلې د فوټبال د تاریخ یوازنی ستوری دی چې خپلې ملي لوبډلې سره یې درې ځله نړیواله اتلولي ګټلې ده.
برازیل په ۱۹۵۸، ۱۹۶۲ او ۱۹۷۰یم کال ملي لوبډله کې د هغه د په حضور د فوټبال نړیوال جامونه ګټلي دي.
فیفا پېلې د تېرې پېړۍ د فوټبال غوره لوبغاړی بللی و.
د پېلې په اړه ویل کېږي چې د ژوند وروستیو کلونو کې د پښتورګو او پروستات له ناروغیو کړېده.
ډاکترانو د تېر ۲۰۲۱ کال سپتمبر کې د ساو پاولو ښار په البرټ اېنیشتین روغتون کې د نوموړي له کولمو یوه سرطاني غده وایسته.
خو هغه د ۲۰۲۲ کال نومبر کې (څه باندې یوه میاشت مخکې) بیا روغتون ته ولېږدول شو.
د فوټبال نړۍ د دغه مشهور ستوري لور 'کېلي ناسیمېنټو' به په دې وروستیو کې په ټولنیزو پاڼو د نوموړي مینوال د هغه له روغتیايي وضعیت خبرول.
هغې پنجشنبه له روغتونه د یوه عکس په خپرولو سره چې د کورنۍ غړو یې د پېلې پر بدن لاسونه ایښي وو، ولیکل: "نن چې هر څه یو، ستا برکت دی. تر ابده درسره مینه لرو. روح دې ارام اوسه."