د غزې په اړه به د ټرمپ پلان عملي نه شي، خو پایلې به ولري

    • Author, جرمي بوېین
    • دنده, د بي بي سي نړیوالو چارو خبریال

د غزې په تړاو د ټرمپ پلان، لکه څنګه چې نوموړي څرګند کړی، نه عملي کېږي، د امریکا ولسمشر د خپل پلان عملي کولو لپاره د هغو عربي هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري، چې دغه کار یې رد کړی دی.

د امریکا او اسرائیلو لوېدیځ ملګرو هم له دې کار سره مخالفت ښودلی دی.

ټرمپ غواړي د غزې فلسطینیانو ته یو بل ځای ورکړي چې په دې کې اردن او مصر شامل دي. دغه راز تمه کېږي چې سعودي عربستان د دې چارې لګښت ورکړي.

ښايي په غزه کې ځینې او یا هم ډېر فلسطینیان که زمینه ورته برابره وي، وتلو ته لېوالتیا ولري. خو که یو میلیون یې ولاړ شي، بیا هم یو اعشاریه دوه میلیونه هلته پاتې کېږي.

په امریکا کې د ټرمپ د "سمندر پر غاړه د دغه ښکلي تفریحي ځای" نوي څښتان به د دوی د لېرې کولو لپاره له ځواکه کار واخلي.

په ۲۰۰۳م کال کې په عراق کې د امریکا له ناورینې مداخلې وروسته به دا چاره په دغه هېواد کې تر ټولو ناوړه وي.

دا به د دوو دولتونو ترمنځ د روانې جګړې د حل لپاره د هرې پاتې شوې هیلې وروستۍ پای وي. دا هغه هیله ده چې د اسرائیلو ترڅنګ د خپلواک فلسطین په رامنځته کولو سره، تر یوې پېړۍ ډېرې زړې شخړې ته د پای ټکی کېږدي.

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت په کلکه د دوو دولتونو د رامنځته کېدو له دې مفکورې خلاف دی او کلونه د سولې ناکامو هڅو په بهیر کې، "د دوو ملتونو لپاره دوه دولتونه" په یوه تش شعار بدل شوی دی. خو دا د ۱۹۹۰مې لسیزې له پیل راهیسې د امریکا د بهرني سیاست اصلي ټکی دی.

د ټرمپ پلان هم له نړیوال قانونه سرغړونه بلل کېږي.

د امریکا هغه پخوانۍ بې بنسټه ادعاوې چې پر قوانینو ولاړ نړیوال نظم باندې باور لري، به له منځه ولاړ شي. په اوکرایین کې د روسیې غوښتنې او په تایوان کې د چین پر موضوع به اغېزې وکړي.

دا به د سیمې لپاره په څه معنا وي؟

که ټاکل شوې وي، دا هر څه پېښ نه شي، ولې د دې ټولو په اړه باید اندېښنه وشي؟ لږ تر لږه په هغه ډول نه چې ټرمپ په واشنګټن کې اعلان وکړ او له دې سره بیا بنیامین نتنیاهو خوښ و او موسکی موسکی کېده؟

ځواب یې دا دی چې د ټرمپ څرګندونې، که څه هم عجیبې وې، خو پایلې به ولري.

هغه اوس د امریکا ولسمشر دی، په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی کس، هغه اوس د سیاسي هیلو لپاره د ټلویزیون کوربه نه دی، چې غواړي د خبرونو سرټکی شي.

په لنډه موده کې، د هغه د حیرانونکي اعلان له امله رامنځته شوې ګډوډۍ کولی شي په غزه کې نازک اوربند کمزوری کړي. یوې لوړ پوړې عربي سرچینې راته وویل، دا ښايي د هغه د "مرګ زنګ" وي.

ټرمپ اوس یو پلان چمتو کړی دی، او ان که دا ترسره نه شي، دا د فلسطینیانو او اسرائیلیانو په ذهنونو کې یوه تڼۍ ټینګوي او فشار پرې راوړي.

دا به د هغو سخت دریځو یهودي افراطیانو پلانونو او خوبونو ته وده ورکړي چې باور لري، د مدیترانې او اردن سیند ترمنځ ټوله ځمکه، او شاید هاخوا هم، د خدای لخوا دوی ته ورکړل شوی یهودي ملکیت دی.

د دوی مشران د نتنیاهو د حکومت برخه دي، او دوی نتنیاهو په واک کې ساتي او خوښ دي. دوی غواړي د غزې جګړه د اوږدمهالې موخې لپاره بیا پیل شي چې فلسطینیان لېرې کړي او د یهودانو ځای پر ځای کول له سره پیل شي.

د مالیې وزیر بزالل سموتریچ ویلي، ټرمپ د اکتوبر د ۷مې نېټې له بریدونو وروسته د غزې راتلونکي ته ځواب چمتو کړی دی.

د هغه په بیان کې ویل شوي "هر هغه چا چې زموږ پر ځمکه تر ټولو وېرونکی عام قتل کړی، هغه به د تل لپاره خپله ځمکه له لاسه ورکړي. په پای کې به اوس موږ د خدای په مرسته د فلسطیني دولت خطرناکه نظریه خاورو کې خښه کړو."

په اسرائیلو کې د منځلارې اپوزیسیون مشران لږ اغېزمن شوي، ښايي له راتلونکي ستونزو به وېره لري او د دغه پلان هرکلی یې په نرمۍ کړی وي.

حماس او نورې فلسطیني وسله والې ډلې، ښايي د اسرائیلو پر وړاندې په یو ډول د ځواک ښودلو، ټرمپ ته د ځواب ورکولو اړتیا احساس کړي.

د فلسطینیانو لپاره، د اسرائیلو سره شخړه د بې ځایه کېدو او د هغه څه په یادولو رامنځته کېږي چې دوی یې النقبا "ناورین" بولي. دا د فلسطینیانو هغه کډوالي وه، چې اسرائیلو په ۱۹۴۸ کې د خپلواکۍ لپاره جګړه وګټله.

تر اویا زرو ډېر فلسطینیان یا تښتېدلي یا د اسرائیلي ځواکونو لخوا له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي. له یو څو کسانو پرته نور هېڅکله بېرته نه دي ورستانه شوي او اسرائیلو هم هغه قوانین تصویب کړي چې لا یې د دوی د ملکیتونو د ضبطولو لپاره کاروي.

اوس وېره دا ده چې دا بیا پېښېږي.

ډېری فلسطینیان له وړاندې په دې باور وو چې اسرائیل د حماس پر وړاندې له جګړې څخه د غزې د ویجاړولو او د خلکو د شړلو لپاره کار اخلي.

د دوی د تورونو یوه برخه دا ده چې اسرائیل نسل وژنه کوي او اوس ښايي دوی فکر وکړي چې ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو پلانونو تله لا درنوي.

د ټرمپ انګېزه څه کېدای شي؟

دا چې ټرمپ یوازې یو څه ووايي، هغه ریښتیا یا نه یقیني کوي.

ډېری وخت د هغه څرګندونې د امریکا د جوړ شويو تګلارو څرګندونو پرتله، د ملکیتونو په تړاو خبرو کې د قمار لوبې پیلولو ته ورته وي.

ښايي ټرمپ پر کوم بل پلان کار کوي او د همدې لپاره یو څه ګډوډي خپروي. ویل کېږي هغه د نوبل سولې جایزې ګټلو ته لېواله دی.

د منځني ختیځ سوله غوښتونکي، ان که په پای کې بریالي نه شي، د هغې د ګټلو قوي ریکارډ لري.

هغه وخت چې نړۍ د ټرمپ د غزې د اعلان په اړه فکر کاوه، هغه پر خپلې ټولنیزې رسنۍ له ایران سره د "تایید شوي اټومي سولې تړون" لپاره خپله هیله خپره کړه. د ایران رژیم دا ردوي چې اټومي وسلې غواړي، خو په تهران کې په دې اړه څرګند بحث شوی، ایا دوی اوس دومره ګواښل شوي، چې دوی دې وروستي مخنیوي ته اړتیا ولري.

کلونه کېږي چې نتنیاهو غوښتل امریکا، د اسرائیلو په مرسته، د ایران اټومي بټۍ ویجاړې کړي. له ایران سره معامله کول هېڅ د هغه د پلان برخه نه وه. د ټرمپ په لومړۍ دورې کې، نتنیاهو یو اوږد او بریالی کمپاین پیل کړ ، چې ټرمپ وهڅوي، امریکا له ایران سره له لاسلیک شوي اټومي تړونه وباسي، چې د بارک اوباما ادارې پر مهال شوی و.

که ټرمپ غوښتل، په داسې وخت کې چې ایران ته وړاندیز کوي، اسرائیلي سخت دریځو ښي اړخو ته یو څه وغورځوي، چې خوښ یې وساتي، په دې چاره کې بریالی شوی دی.

خو هغه ډاډ نه دی څرګند کړی او د نړۍ تر ټولو ناکراره سیمې کې یې نوره بې ثباتي هم رامنځته کړې ده.