د چین د واورې کیسه

    • Author, هیله پسرلی
    • دنده, ليکواله

دا څووم کال دی چې د ادبیاتو د نوبل د جایزې ورځې رانژدې شي، د چینايۍ لیکوالې سن شویه نوم ډېر یادېږي. مېرمن سن شویه ۷۱ کلنه ده او لسیزې کېږي چې لنډې کیسې، ناولونه، لنډ-ناولونه، مقالې او کره کتنې لیکي. سن شویه د دې قلمي نوم دی چې دوې معناوې لري: چټله واوره چې نه غواړي اوبه شي او بل د جګ غره د څوکې تر ټولو پاکه واوره.

لیکواله کېدل

سن شویه لا ماشومه وه چې د چین کمونست ګوند، د دې پلار او مور کلي ته واستول او په جبري کار یې محکوم کړل. دا هغه کلونه وو چې د چین انقلابي حکومت د "خپلو مخالفانو" ضد کمپاین پیل و او په دې بهانه یې هغه خلک چې د حکومت د پالیسیو مله نه وو، له صحنې پاکول. د سن شویه پلار او مور کلي ته تر استول کېدو مخکې په یوې ورځپاڼې کې کار کاوه.دې تراژیدي د سن شویه ژوند بدل کړ. دا او ۷ خویندې او وروڼه یې اته واړه مجبور شول چې له خپلې انا سره پاتې شي. د دې لپاره چې له لوږې هلاک نه شي ساعتونه به په غره کې ګرځېدل چې د خوراک وړ بوټي پیدا کړي. په دوی دومره سختې ورځې راغلې چې یو ځلې مجبور شول د پلار په پخوانیو جامو خوله ولګوي.

ژوند په وړې سن شویه مهربانه نه و، دې د شرایطو له لاسه و نه شوی کولی چې له متوسطې پورته زده کړې وکړي خو له ادبیاتو سره د دې مینه د ژوند تر بې انصافیو لویه وه. سن شویې به چې کله هم فرصت وموند کیسې او شعرونه به یې لوستل. دې له ځان سره انګریزي زده کړه، له ځان سره فلسفو ته تم شوه، کلاسیکو غربي او روسي ادبیاتو یې توجه جلب کړه. سن شویې په ژوند کې بېلابېل کارونه وکړل، کله ښوونکې وه، کله خیاطه وه، کله هم پر کلیو ګرځېده غیر رسمي صحي کارکوونکې وه او بالاخره په ۳۰ کلنۍ کې یې کیسه لیکنې ته مخه کړه. سن شویې څو کاله مخکې چې شپېته کلنه وه، په یوه مرکه کې وویل: ما د خپل ژوند په تېرو ۳۰ کلونو کې هره ورځ حداقل یو پرګراف لیکلی دی.

د دې د ژوند کیسه کېدای شي دا پیغام ولري چې مهمه نه ده په څو کلني کې داستان لیکل شروع کوو خومهمه ده چې دوامداره لیکل وکړو. کیسې باید د ورځني ژوند برخه وګرځوو، که حتا د یوه پرګراف په اندازه کوچینۍ هم وي.

د سن شویه او ډېرو نورو لیکوالو هنري سفر دا هم راته وايی چې له داستان سره له زړه مینه او علاقه پکار ده. د مولانا خبره که تنده وي اوبه پخپله پیدا کېږي. یا د ممتاز خبره: خپله تنده رهنما کړه // یوه نوې لار پیدا کړه. که له لیکلو سره مینه واقعي وي، شرایط یې مخه نه شي نیولی.

سن شویه د پراخې مطالعې څښتنه ده. دا وايي چې کافکا، دانته، تولستوی، شکسپیر، بورخس، او نورو یې پر کار اغېزه لرلې ده. د بهرنیو لیکوالو په اړه په بحثونو کې دا پوښتنه همېشه کېږي چې کومو لیکوالو پر دوی اثر لرلی دی. موږ چې د دنیا او خپل وطن پر لویو لیکوالو خبرې کوو ممکن یوازې دومره ووایو چې د پلاني طرز مې خوښ دی. ولې ډېر کله زموږ خوښه په اغېزې نه بدلېږي؟ سن شویه چې په خپل کار باندې د چا د اغېز خبرې کوي، د هغو اکثرو په اړه یې لیکنې او څېړنې کړې دي. دې نور لیکوال سطحي نه دي لوستي بلکې پوره غور یې ورباندې کړی دی.

د ځوانانو د ادبیاتو په هکله دا خبره ډېره کېږي چې د فکر کمی پکې وي، ایا نوی یا عمیق فکر پرته له ډېرو لوستلو او اوږد مهال دقته پیدا کېدای شي؟ ایا هغه ځوانه چې دا سوال نه شي ځوابولی چې ولې یې یوه کیسه خوښه ده، ښې کیسې به ولیکي؟ که داستان په استعداد کې خلاصه کړو ممکن یو دوې ښې کیسې هم ولیکو خو ایا کیسه لیکوال به شو؟ ایا متواتر به ښه لیکل وکړای شو؟

د کیسو فضا

د سن شویه په هکله دا خبره ډېره کېږي چې د لیکلو خاص سټایل لري. د دې د سبک یوه ځانګړنه د کیسو د فضا انځورول دي. د دې د کیسو فضا عادي نه وي، داسې وي لکه خوب چې وینې، عجیبه او مرموزه وي.

د دې د کیسو مکان او د کیسې پلاټ د کرېکټر رواني حالت ته په پام سره ممکن بدل رابدل شي. مثلا که کرېکټر د ډار احساس کوي ښايي پرته له کومې مخکنۍ توضیح یا پیش زمینې د کیسې فضا تیاره شي.

د دې‌ په ډېرو کیسو کې فضا له کرېکټره مستقله نه ده بلکې د کرېکټر د احساس برخه ده. د سن شویې په کیسو کې فضا تر واقعي معنا ورها خوا سمبولیکې معناوې لري چې د کیسې له کرېکټر سره وده کوي. مثلا د دې په یوې کیسه کې چې "عمودي حرکت" نومېږي، مکان د ځمکې لاندې دنیا ده چې بېل ژوي پکې ژوند کوي.

دوی خپل قوانین، روټین او عادي ژوند لري خو په دوی کې یوه ته دا کنجکاويي‌ ور پیدا شي چې پورته به څه وي؟ د کیسې په پیل کې د ځمکې لاندې نړۍ داسې انځور شوې ده چې ژوي یې پکې د خوندیتوب احساس کوي. مګر کله چې کرېکټر ته د پورته کېدو شوق ورپیدا کېږي فضا هم بدلېږي څومره چې د کرېکټر تجسس وده کوي او د کرېکټر احساس بدلېږي همغمومره ورسره شااوخوا ځای غیر عادي او عجیب کېږي.

د سن شویه کیسې سوریالستي حالت لري، پلاټ یې پېچلی او غیر دودیز وي، پر سمبولېزم یې پوهېدل سخت وي او پای یې معمولا د لوستونکو تحلیل ته پرانیستی دی.

تر خپل وخت مخکې لیکواله

د سن شویه داستانونه په نړیوالو ادبي حلقو کې ډېر ستایل کېږي خو د دې د اثارو په هکله ویل کېږي چې پوهېدل پرې سخت دي، فکر او داستاني ساختار یې پېچلی دی او ښايي ځکه د عامو لوستونکو توجه هغومره نه شي خپلولی لکه د دې د سویې ځينې نور لمانځل شوي لیکوال.

سن شویه پر خپل کار ډاډه ده. د چین په ادبیاتو کې ډېر کم خلک د خپلې سویې بولي. د سن شویې په نظر لکه څرنګه چې د کافکا هنر تر خپل وخت مخکې و، د دې داستانونه هم تر خپل وخت مخکې دي او خلکو لا هم د دې د سبک اصالت او فکر ډېر نه دی درک کړی.

سن شویه وايي د دې د داستانونو موضوعات نړیوال دي او د انسان پر فطرت متمرکز دي او لکه د کافکا اثار چې د وخت په تېرېدو یې اهمیت ډېر شو، کم نه شو، د دې اثار به هم پاتې وي، هېرېږي به نه. سن شویه په دې پسې نه ګرځي چې څه ډول کیسې محبوبې دي. د کره کتونکو د قوانینو پر ځای خپل قوانین تعقیبوي.

هلته چې شرق او غرب یوځای کېږي‌

د سن شویه په نظر تاند لیکوال باید په تېرو وختونو کې ایسار پاته نه شي بلکې نوې لارې جوړې او تجربه کړي. د سن شویه داستانونه نه د چین د دودیزو کیسو، نه یې د فولکلور او نه هم د چین د اوسنو ادبیاتو رنګ لري. د دې سټایل د چین په دودیزو کیسو کې ریښه نه لري خو د دې فکر د خپل هېواد په لرغوني تمدن کې غوړېدلی دی.

دا د خپل کار په تشریح کې وايي، "بهرنی بوټی دی چې د چین د ۵۰۰۰ کلن تاریخ په خاوره کې یې وده کړې ده." دا وايي، زما کیسې زما د روح ډایري ده. دې د خپل چیني روح بیان ته غربي قالب خوښ کړی دی.دا یوازې په کیسو کې نه بلکې پر غربي ادب باندې کره کتنه هم له شرقي او چیني لیدلوري کوي.

کله چې کافکا د غربي کره کتونکو له عینکو لولو معمولا یو داسې انسان وینو چې پر ځان بې باوره دی. په ژوند کې یې معنا ورکه او عذاب پریمانه دی. د پردي توب احساس یې دومره ژور دی چې د ګناه په احساس بدلېږي. ټولنه پېچلی سیستم دی چې درک یې سخته او دی پکې ایسار دی.

سن شویه په دې باور ده چې په غرب کې دیني عقایدو د کافکا پر لیدلوري اغېزه کړې ده او د ده ژوند او کار یې متاثره کړي دي. مثلا، کله چې د کافکا شخصي یادښتونه، لیکونه او داستانونه لولو، د ګناه یو متواتر احساس پکې راښکاري. سن شویه په دې باور ده چې د کافکا په ژوند او اثارو کې ګناه د مسحیت د "اصلي ګناه" په اړه د عقیدې سیوری دی. عیسویان په دې باور دي چې د حضرت ادم او بي بي حوا ګناه د ټولو ګناه ده او انسان ګنهګار دې دنیا ته راځي. سن شویه استدالال کوي چې، همدغه سیوری د دې سبب شوی دی چې ځینې خلک کافکا د وجوي فلسفې (ژوند په خپل ذات کې کومه معنا نه لري.) د منطق په اساس تشریح کوي.

سن شویه له غربي نه بلکې له شرقي لیده کافکا ته ګوري او وايي، سمه ده چې کافکا عذاب احساساوه او په ژوند کې ورته معنا پیدا کول سخته وو خو دی عذاب ته تسلیم نه شو. ده خپل احساس په خلاقیت بدل کړ‌، پنځول یې وکړل او دا هڅه یو ډول بغاوت دی نه تسلمېدل. دا د کافکا په اثارو کې یوازې تیاره، ناامیدي او د بې معنايي احساس نه ویني بلکې کرېکټرونه ویني چې له خپلو ستونزو سره په جنګ دي. دې ته د کافکا په اثارو کې یوازې تراژیدي نه ښکارېږي بلکې یو ډول تیاره کامېډي هم پکې احساسوي. سن شویه په خپلو اثارو کې هم د ځینو غربي نظریو خلاف طبیعت د انسان پر ضد او له انسانه جلا نه ویني بلکې انسان ورته د طبیعت برخه ښکاري. سن شویه د کافکا په شمول په نورو لویو بهرنیو لیکوالوهم لیکنې کړې دي خو د دې په لیکنو کې کافکا ډېر یادېږي.

داستان په افغاستان کې نسبتا نوی ژانر دی. زما په ګومان موږ په بښتو کیسه ایز ادب کې یوه نيمه پخه خښته لرو خو په هغه حد کې لا نه یوو چې تعمیر ترې جوړ کړو. د دې لپاره چې د خپلو داستانونو کور جوړ کړای شو، د عالي لیکوالو لکه د کافکا معرفي ته اړتیا لرو. په تېرو کلونو کې د کافکا د کتابونو په شمول ځینې مهم آثار پښتو ته وژباړل شول خود نړیوالو لیکوالو معرفي هم د اثارو د ژباړې په اندازه مهمه ده.

ما کافکا اول ځل د لیسې په دوران کې د صادق هدایت د ترجمې له لارې ولوست. هدایت نه یوازې په لومړي ځل کافکار وژباړه بلکې فارسي لوستونکو ته یې معرفي هم کړ او د ده همدا لیکنه وه چې د کافکا دنیا ته یې زما لومړي سفرونه دقیق کړل.

که د سن شویې په څېر لویو لیکوالو آثار په کافي اندازه وژباړل شي او ورسره د دوی سبک معرفي شي، د وطني ادب د ودې په کار کې به ډېر پکار راشي.