تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسپانیا: په دوو استوګنیزو بلاکونو کې اورلګېدنې ۴ کسان وژلي، ۱۹ تری تم دي
د اسپانیا د بېړنیو خدماتو ادارې په وینا د دغه هېواد ولېنسیا ښار کې په دوو استوګنیزو بلاکونو کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۹ نور بې درکه دي.
دا پېښه د ولېنسیا په کامپانار سیمه کې شوې.
چارواکو ویلي اور لومړی په یوه ۱۴ پوړیزه بلاک کې لګېدلی او بیا ورسره یوې بلې نښتې ودانۍ ته خپور شوی دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې مرستندویان د اور لمبو کې د دغو استوګنیزو بلاکونو له برنډو د خلکو ژغورلو هڅې کوي.
په رپوټونو کې ویل شوي چې په ودانۍ کې د سوځېدو وړ رغنیزو توکو کارېدل او باد د دې لامل شوی چې اور په چټکۍ خپور شي.
'اېلپایس' ورځپاڼې د دې جګپوړې ودانۍ د ادارې په حواله لیکلي چې په دې ودانۍ کې ټولټال ۱۳۸ اپارتمانونه وو او ۴۵۰ کسانو پکې ژوند کاوه.
په دې اور لګېدنه کې د شپږو اور وژونکو او یوه ماشوم په ګډون ۱۵ کسان ټپي شوي هم دي، خو ژوند یې له خطر سره نه دی مخامخ.
په ۲۰۱۷ کال د لندن په کرېفېل ټاور کې د مرګونې اورلګېدنې لامل د سوند وړ ودانیزو توکو کارېدل بلل شوي وو.
به هغې پېښه کې ۷۲ کسان وژل شوي وو.
د اسپانیا لومړی وزیر پېدرو سانچېز نن جمعه پخپله د دې پېښې ځای ته ورغلی و.
هغه له دې کبله د اور وژونکو او د بېړنیو خدماتو د نورو کارکوونکو مننه وکړه چې د ډېرو خلکو ژوند یې ژغورلی دی.
د اسپانیا حکومت ژمنه کړې، چې په دې پېښه کې له زیانمنو شویو خلکو سره به هر اړخیزه مرسته کوي.