اسپانیا: په دوو استوګنیزو بلاکونو کې اورلګېدنې ۴ کسان وژلي، ۱۹ تری تم دي

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اور وژونکو د اور لمبو کې د خلکو د ژغولو هڅه کوله

د اسپانیا د بېړنیو خدماتو ادارې په وینا د دغه هېواد ولېنسیا ښار کې په دوو استوګنیزو بلاکونو کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۹ نور بې درکه دي.

دا پېښه د ولېنسیا په کامپانار سیمه کې شوې.

چارواکو ویلي اور لومړی په یوه ۱۴ پوړیزه بلاک کې لګېدلی او بیا ورسره یوې بلې نښتې ودانۍ ته خپور شوی دی.

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي‌ چې مرستندویان د اور لمبو کې د دغو استوګنیزو بلاکونو له برنډو د خلکو ژغورلو هڅې کوي.

ولېنسیا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، چارواکو ویلی په دې لوړپوړې ودانۍ کې ټولټال ۱۳۸ اپارتمانونه وو او۴۵۰ کسانو پکې ژوند کاوه

په رپوټونو کې ویل شوي چې په ودانۍ کې د سوځېدو وړ رغنیزو توکو کارېدل او باد د دې لامل شوی چې اور په چټکۍ خپور شي.

'اېل‌پایس' ورځپاڼې د دې جګپوړې ودانۍ د ادارې په حواله لیکلي چې په دې ودانۍ کې ټولټال ۱۳۸ اپارتمانونه وو او ۴۵۰ کسانو پکې ژوند کاوه.‌

په دې اور لګېدنه کې د شپږو اور وژونکو او یوه ماشوم په ګډون ۱۵ کسان ټپي شوي هم دي، خو ژوند یې له خطر سره نه دی مخامخ.‌

په ۲۰۱۷ کال د لندن په کرېفېل ټاور کې د مرګونې اورلګېدنې لامل د سوند وړ ودانیزو توکو کارېدل بلل شوي وو.

به هغې پېښه کې ۷۲ کسان وژل شوي وو.

ولېنسا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د جمعې سهار د اسپانیا لومړی وزیر هم د پېښې ځای ته ورغلی و

د اسپانیا لومړی وزیر پېدرو سانچېز نن جمعه پخپله د دې پېښې ځای ته ورغلی و.

هغه له دې کبله د اور وژونکو او د بېړنیو خدماتو د نورو کارکوونکو مننه وکړه چې د ډېرو خلکو ژوند یې ژغورلی دی.

د اسپانیا حکومت ژمنه کړې، چې په دې پېښه کې له زیانمنو شویو خلکو سره به هر اړخیزه مرسته کوي.