دوبۍ کې مرګونې اورلګېدنه؛ ۱۶ کسان پکې وژل شوي دي

دوبۍ

د عکس سرچینه، Reuters

دوبۍ کې د ملکي‌ استوګنې یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

دا پېښه په الراس سیمه کې شوې چې د دوبۍ یوه پخوانۍ ناحیه ده.‌

ځايي رسنۍ وايي په دې سیمه کې تر ډېره بهرني کاریګر او کاروباریان ژوند کوي.

اور د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ په څلورم پوړ کې لګېدلی دی.

په رپوټونو کې ویل شوي چې په وژل شویو کې ۴ هندي او ۳ پاکستان وګړي‌ دي.‌

د دوبۍ مدني دفاع یا د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دا اور ځکه لګېدلی چې د ودانۍ د امنیت او خوندیتابه پر اصولو عمل نه دی شوی.

الراس سیمه دوبۍ ښار کې د سرو زرو او مسالو پلورنځیو ته څېرمه پرته ده چې سیلانیان ډېر ورځي.

د دوبۍ مدني‌ دفاع ادارې د متحدو عربي اماراتو 'ده نېشن' ورځپاڼې ته ویلي، چې د دې مرګونې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.‌

تر اوسه د دغو څېړنو په لړ کې د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړ شوی.

د دې ادارې چارواکو سپارښتنه کړې چې د دا راز پېښو مخنیوي او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره مهمه ده چې د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو اوسېدونکي او مالکان د امنیت او خوندیتابه اصول او لارښوونې جدآ پام کې وساتي‌.

د سلېنګا ګوډو په نوم یوه کس 'ده نېشن' ته ویلي‌ چې د ده ورور او د هند د تامیل نادو ایالت یو ساتونکي د خلکو د ژغورلو هڅه کې خپل ژوند بایللی دی.

نوموړی وايي "ډېر وېرېدلی وم، ځکه ورور مې په همدې ودانۍ کې کار کاوه. هغه د مرستې لپاره پورته وخوت او بیا راکښته نه شو."