تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اېکواډور کې یو زنداني د زرګونو پوځیانو په محاصره کې زندان ته لېږدول شوی
د اېکواډور زرګونو سرتېرو او پولیسو په ګډه د یوې بدنامې ډلې زنداني مشر امنیت نیولی و، چې زندان ته یې ولېږدوي.
جوز اډولفو ماکیاس چې د "فیټو" په نوم مشهور دی، د اېکواډور ولسمشرۍ ته نوماند فرینندو ویلویسینسیو ته - چې اوس وژل شوی د مرګ ګواښونه کول.
د فساد پر وړاندې کمپاین کوونکی فرینندو ویلویسینسیو تېره چهارشنبه د کمپاین له غونډې د وتو پر مهال په سر درې ډزه ووېشتل شو.
فرینندو له وژل کېدو مخکې ویلي وو، چې جوز اډولفو ماکیاس لخوا په مرګ ګواښل شوی دی.
هغه وویل: "که زه د لاس چونیروس [د جوز اډولفو ماکیاس ډلې] یادولو ته دوام ورکړم، دوی به ما مات کړي."
د فرینندو وژنې یو لوی ملت هک حیران کړی.
دا ولس له لسیزو راهیسې د نشهيي توکو د ډلو تاوتریخوالي، نشهيي توکو پر سر جګړې او فساد څخه په تېښته دی.
هلته په دې وروستیو کلونو کې جرم زیات شوی.
همدارنګه د کولمبیا او مکسیکو ترمنځ د نشهيي توکو جګړې په اېکواډور کې د جرم لمن لا پراخه کړې ده.
د شنبې په ورځ د فرینندو ګوند د ده په ځای اندریا ګونزالیز ولسمشرۍ ته نومانده کړه.
د اغلې ګونزالیز د مسلک تمرکز د چاپېریال په مسلو راڅرخي، خو ګوند یې وايي چې د وژل شوي ویلویسینسیو راپاتې میراث ته به کار کوي.
په ورته وخت کې، د ویلویسینسیو مېرمن ویرونیکا ساروز حکومت د خپل مېړه د مرګ مسؤل ګڼي، خو دا د مېرمن ګونزالیز په نوماندۍ هم خوښه نه ده.
د ښاغلي ولاویسینسیو کمپاین په فساد او مخدره توکو متمرکز و.
هغه یو له هغو کاندیانو و، چې د سازمان شويو جرمونو او د اېکواډور د حکومتي چارواکو ترمنځ د اړیکو لرلو ادعا یې کوله.
د ده د وژنې په تور شپږ کولمبیایان نیول شوي، په داسې حال کې چې اووم یې په ډزو کې وژل شوی دی. چارواکو دا نه دي ویلي چې بریدګر چا ګمارلی و او پیسې چا ورکړې دي.
فرینندو له خپل مرګه یوه ورځ مخکې څارنوالي ته د تېلو هغه قرارداد په اړه شکایت کړی و چې د مخکیني ولسمشر د واکمنۍ پرمهال د ۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی و.
د ده د وژنې په تور شپږ کولمبیایان نیول شوي، په داسې حال کې چې اووم یې په ډزو کې وژل شوی دی. چارواکو دا نه دي ویلي چې بریدګر چا ګمارلی و او پیسې چا ورکړې دي.
د یادې ډلې مشر فیتو له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ګویاکیل په زندان کې ساتل کېده.
د امنیتي ځواکونو لخوا خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې لاندنۍ جامې یې په تن دي لاسونه یې ولچک دي او بل ځای ته لېږدول کېږي.
د ایکواډور ولسمشر ګیلرمو لاسو وايي، فیتو لا روکا ته لېږدول شوی، چې ۱۵۰ کسان یې امنیت ساتي او د همدې کمپلکس یوه برخه ده.