د پاکستان پوځ: د بلوچستان تربت کې مو د "ترهګرو" لوی برید ناکام کړی، "پنځه کسان وژل شوي"

د بلوچستان په تربت کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوه مهمه اډه د برید مسؤلیت د بلوچ ازادۍ پوځ (مجید لوا) پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې له بریده څو ساعته وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "تېره شپه ترهګرو په تربت کې د پاکستان پر سمندري اډې پي‌اېن‌اېس صدیق د برید هڅه وکړه چې د سرتېرو له خوا د چټک او اغېزناک ځواب له امله برید ناکام شو، د پرسونل او توکو خوندیتوب ډاډمن شو".

خبرپاڼه کاږي، امنیتي ځواکونه په چم ګاونډ‌ کې د اډې د ځواکونو ملاتړ ته سملاسي لاس په کار شول چې بالاخره څلور واړه بریدګر ووژل شول او د نورو ممکنه بریدګرو د لټون عملیات ‌پیل شول.

د پاکستان پوځ په دې برید کې د بلوچستان د سرحدي ځواکونو د خپل یوه افسر وژل کېدل تایید کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، په تربت کې پر پوځي اډه کې "موږ له یوه لوی زیان نه وژغورل شوو" او د امنیتي ځواکونو سرښندنه یې ستایلې ده.

یاده اډه تربت هوايي ډګر ته نژدې پرته ده چې د بي‌بي‌سي اردو وېبپاڼې د رپوټ پر بنسټ "له برید وروسته ۴۵ دقیقې پرلپسې ډزې او چاودنې روانې وې".

د سیمې یو شمېر اوسیدونکو بي بي سي ته ویلي "شاوخوا دوه ساعته یې لومړۍ د چاودنو او بیا ډزو غږونه اوریدل."

د بلوچ ازادۍ پوځ له ادرسه په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا برید د دوی کسانو نن شپه په ځايي وخت د شپې لس بجې کړی او اډې ته ننوتلي دي.

دا پوځي اډه له ایران سره پر ګډه پوله د بلوچستان کیچ سیمه کې پرته ده.

د مکران ډویژن کمېشنر سعید عمراني د برید پخلی کړی او وايي چې برید هوايي ډګر ته څېرمه شوی او امنیتي ځواکونوهم خپل عملیات پیل کړي دي.

کمېشنر زیاتوي، تر اوسه دا روښانول ګران دي چې برید کې څومره بریدګرو ګډون کړی، خو امنیتي ځواکونو او پولیسو د برید د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره عملیات پیل کړي دي.

د تربت ځینو اوسېدونکو بي‌بي‌سي اردو ته ویلي چې له چاودنې وروسته له هوايي ډګر څخه د درنو ډزو غږونه اورېدل شوي.

پنځه ورځې وړاندې هم د ګوادر بندر سیمه له کیچ سره پر پلوه یو برید شوی و چې د بلوڅ ازادۍ پوځ یې مسؤلیت منلی و.

دا په یوه اونۍ کې د دغې ډلې دویم لوی برید دی چې بلوچستان کې یې کوي.

د بلوچستان وزیر اعلی سرفراز بګټي له دغو پرلپسې بریدونو وروسته یو ځل بیا له بلوڅ وسله والو غوښتي چې وسلې وغورخوي او د ملت ګټې په پام کې ونیسي.

مجید لوا ولې جوړه شوه؟

په بلوچستان کې وروستۍ وسله واله مبارزه د پوځ په عملیاتو کې د پخواني وزیر اعلی او جګپوړي سیاستوال نواب اکبر بګټي له وژل کېدو وروسته پیل شوه.

په دې ایالت کې اوس مهال د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د بلوچستان د ازادۍ محاذ، بلوڅ جمهوریپال پوځ، بلوچ ملي ګارډ او نورې ډلې فعالې دي.

د پاکستان حکومت پر دوی بندیزونه لګولي او فعالیتونه یې ترهګري بللې ده. په دوی کې تر ټولو پخوانۍ ډله یې د بلوچستان د ازادۍ پوځ ده.