پنتاګون: ډاګیز شوي اسناد ملي امنیت ته زیان رسوي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) او ددغه هېواد څارګر سازمانونه سره په ګډه د اوکرایین د جګړې په اړه د لسګونه محرمو اسنادو ډاګیزېدو د څرنګوالي په اړه پر څېړنې بوخت دي.
د پنتاګون ویاند کرېس میګر ویلي "ددغو اسنادو افشا کېدل د امریکا ملي امنیت ته "ډېر جدي خطر" دی او د ناسمو معلوماتو له خپرېدو سره مرسته کولی شي".
ښاغلی میګر زیاتوي: "موږ لا هم ددغو اسنادو د ډاګیزېدو د څرنګوالي او عامېدو په باب څېړنه کوو".
کرېس میګر ددغو معلوماتو د ډاګیزېدو د څرنګوالي او د افشا کېدو د اصلي سرچینې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د دغو اسنادو له ډلې ځینو کې یې له خپرېدو مخکې لاسوهنه شوې ده.
د امریکا دفاع وزارت کې ددغو ډلبندي شويو اسنادو افشا کېدل ددې لامل شول د دغه هېواد عدلیې وزارت یې هم په اړه څېړنه وکړي.
په ډاګیزه شويو اسنادو کې د اوکرایین د جګړې او د امریکا د پوځي ملګرو او چین په اړه د امریکا پوځي معلومات هم شته.
پټ اسناد څنګه ډاګیز شول؟
ډاګیز شوي اسناد لومړی ځل په تېره مارچ میاشت کې د پیغام رسولو خدمتونو ډسیسکورډ،۴چن او ټیلیګرام کې خپاره شول.
لا روښانه نه ده چې چا ددغو اسنادو عکس اخیستی او خپاره کړي یې دي.
بي بي سي وړاندې له دغو اسنادو څه باندې ۲۰ یې تر لاسه کړي چې اوکرایین ته د استول شویو روزنیزو تجهیزاتو په اړه تفصیلي معلومات هم پکې شته.
په دې اسنادو کې د هغو ټانکونو، زرغره والو ګاډو او توپخانې د وسایلو په اړه هم معلومات شته چې په پام کې ده د اوکرایین لوېدیځ ملګري به یې دغه هېواد ته ورکړي.











