تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګوتېرېش: افغانان بېړنیو مرستو ته عاجله اړتیا لري
د ملګرو ملتونو سر منشي ویلي، د ټولو هغو ګامونو برعکس عمل چې د ښځو کار محدودوي، په افغانستان کې میلیونونو اړمنو کسانو ته د مرستې رسېدو کې اساسي چاره ګڼل کېږي.
انتونیو ګوتېرېش پر ټویټر یوه لنډ پیغام کې لیکلي، افغانان بېړنیو مرستو ته عاجله اړتیا لري.
دی وايي د بېړنیو مرستو د رسونې ډاډمنتیا لپاره د ښځو حضور ضروري دی.
وړاندې، د ملګرو ملتو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د دې ټولنې په ادارو کې د افغانو ښځو پر کار لګول شوی بندیز په یوه خوله وغانده او د طالبانو پر حکومت يې غږ وکړ، چې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو ''تروړونکې'' تګلارې او کړنې سملواره ودروي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه ورځې وړاندې د یوه پرېکړه لیک په منلو سره افغانستان کې د د دغه سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز وغانده.
ټاکل شوې راتلونکو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو سازمان مشر د افغانستان په تړاو د یوې لویې غونډې کوربه وي.
د یادونې ده، چې د روانې اپریل میاشتې پر شپږمه نېټه طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ځايي ښځینه کارکوونکو پرفعالیت بندیز ولګاوه.
له هغه وروسته ملګرو ملتونو له خبرداریو سره سره له طالبانو وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو تر اوسه طالبانو د ملګرو ملتونو دا پرېکړه نه ده منلې.
رپوټونو کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک مسوده، د متحده عربي اماراتو او جاپان لخوا چمتو شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د متحدو عربي اماراتو دائمي استازې لانا ذکي نسیبه وايي، په ښځو دا ډول بندیزونه په افغانستان کې ښايي د ملګرو ملتونو فعالیتونه اغېزمن کړي، ځکه امنیت شورا باید غلې پاتې نه شي.
یوه ورځ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ښځو پر زدکړو او کار د بندیزونو د لرې کولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي وو، دا د افغانستان کورنۍ مسله ده او له هېوادونو یې غوښتې چې د افغانستان خپلواکو انتخابونو ته درناوی وکړي.
طالبان وایي حکومت یې د مېرمنو حقونو ته ژمن دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه د پرېکړه لیک د هغو برخو هرکلي کوي چې د افغانانو په مشرۍ د خپلواک او سوله ييز افغانستان ملاتړ پکې شوی دی.
طالبانو وایي له نړۍ او نړیوالو سازمانونو سره په مختلفو برخو کې ګډ کار ته چمتو دي.