تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو ښځینه کارکوونکو پر فعالیت 'د طالبانو بندیزغندنې لپاره' رایه اچوونه کوي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د یوه پرېکړه لیک په منلو سره افغانستان کې د د دغه سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز وغندي .
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلونکو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو سازمان مشر د افغانستان په تړاو د یوې لویې غونډې کوربه وي.
د یادونې ده، چې د روانې اپریل میاشتې پر شپږمه نېټه طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ځايي ښځینه کارکوونکو پرفعالیت بندیز ولګاوه.
له هغه وروسته ملګرو ملتونو له خبرداریو سره سره له طالبانو وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو تر اوسه طالبانو د ملګرو ملتونو دا پرېکړه نه ده منلې.
اوس د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې سلا شوې، چې د طالبانو دا پرېکړه وغندي. رپوټونو کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک مسوده، د متحده عربي اماراتو او جاپان لخوا چمتو شوې ده. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې راغلي په پرېکړه لیک کې د طالبانو لخوا پر ښځو بندیز بې ساری بلل شوی او ټینګار کوي، چې په افغان ټولنه کې د ښځو رول خورا مهم دی.
دیپلوماتیکې سرچینې وايي، تمه کېږي چې دا پرېکړه لیک به د رایې اچوونې په ترڅ کې تصویب شي. پرېکړه لیک کې دغه راز راغلي، د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو پر کار بندیز د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په مانا دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدو عربي اماراتو دائمي استازې لانا ذکي نسیبه وايي، په ښځو دا ډول بندیزونه په افغانستان کې ښايي د ملګرو ملتونو فعالیتونه اغېزمن کړي، ځکه امنیت شورا باید غلې پاتې نه شي.
د نوموړې په وینا افغانستان دا مهال له ګڼ شمېر ننګونو سره مخامخ دی، چې باید ورته پام وشي، خو په خبره یې له ښځو پرته د افغانستان پرمختګ شونی نه دی. دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته داسې حال کې وړاندې کېږي، چې ټاکل شوې د راتلونکې مې میاشتې په لومړیو کې به د قطر دوحه د افغانستان په تړاو د یوې بلې غونډې کوربتوب وکړي.
د رپوټونو له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش به د تړلو دروازو تر شا د افغانستان لپاره د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره په دې وغږیږي چې څنګه له طالبانو سره په ګډه چلن وشي. مخکې داسې رپوټونه وو، چې په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنې په هکله هم خبرې وشي، چې پراخ غبرګونونه یې وپارول او وروسته ملګرو ملتونو دا موضوع رد کړه.
په همدې حال کې د ښځو، سولې او امنیت کار ي ډلې په نامه د افغان ښځو یوه بنسټ د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په استولي یوه پرانیستی لیک کې غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو دفاع وکړي او د دوحې په ناسته کې یې استازو ته بلنه ورکړي.