BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:14 گرينويچ 2007 ,24 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دځغاستې سيالۍ:نشه پريږدئ،سولې ته هو ووايي!

صبرينا ، لوبغاړې
د افغانستان ښځې نه يوازې په سياسي ، اقتصادي او ټولينزو چارو کې مخ په وړاندې گامونه اخلي بلکې د لوبو په ډگر کې يې هم ډير هرکلى کيږي
نشيي توکو ته (نه) ووايي ،دافغان ځوانانو ترمنځ د ځغاستې د يوې سيالۍ نوم وو . په دې سيالۍ کې په زرگونو نجونو او هلکانو گډون وکړ .

سيالي د بيات د ټولنې په ملاتړ وشوه او د ځغاستې په پاى کې درې تنه نجونې او درې هلکان دچټکوځغاستونکو په توگه وپيژندل شول .

د افغانستان د پارلمان يو شمير استازو دسيالۍ د ملاتړ کونکې ټولنې له خوا ښو ځغاستونکو ته جايزې ورکړې .

موږ ددغې سيالۍ د بهير ځينې برخې په دې انځوريز راپور کې وړاندې کو :

نواب پوپل

د بغلان ولايت نواب پوپل د هلکانو له منځه ترگردو چټک ځغاستونکى وپيژندل شو .ده په اوه ديرش دقو کې نژدې شپاړس کيلومټره واټن وواهه.

محبوبه

کابلۍ١٤ کلنه محبوبه د انجونو له منځه د اتلې په توگه وييژندل شوه .دې ٤کيلو مټره واټن په ٢٤ دقو کې وواهه او لومړۍ جايزه يې وگټله

افغان ځوانان

له ٢٥٠٠ څخه ډيرو افغان ځوانانو په دې سيالۍ کې گډون وکړ . دوى د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې د سيمه ييزو سياليو له لارې غوره شوه

صبرينا ثاقب

د افغانستان د پارلمان غړې صبرينا ثاقب ښځينه لوبغاړو ته جايزې وويشلې .

نواب پوپل اوعبدالروف ننگرهاوى

دغه دواړه هلکان له بغلان او ننگرهار څخه راغلي وو او د ټول افغانستان په کچه يې دنارينه ځوانانوله منځه اول او دوم راغلل

افغان ځغاستونکې

نجونې اوس د افغانستان په بيلابيلو څانگو کې له نارينه وو سره څنگ په څنگ خپله وړتيا او استعداد ښيي .د لوبو په ډگر کې هم ورځ په ورځ ځليږي .

ځوان لوبغاړى

افغان ځوانان وايي ،که دوى ته ددوى له وړتيا سره سم د کار شرايط برابر شي نو ددې لوبغاړي په څير به خولې تويي کړي خو ځان به د سيالۍ جوگه کړي

انور جيگدلک

د افغانستان د اولمپيک مشر محمد انور جيگدلک په وياړ سره وويل چې د افغانستان د لوبو په ډگر کې نجونې ورځ په ورځ خپله وړتيا ښکاره کوي او هيواد ته يې وياړونه وربښي، ده دنجونو د فټبال د ډلې يادونه هم وکړه چې په پاکستان کې ده او پايلوبو ته رسيدلې ده


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت