|
کابل:فټبال ښځينه ډله پاکستان ته ورسيده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دپاکستان د فټبال د فډراسيون له خوا دښځو د فټبال په څلورمې اتلولۍ کې د گډون لپاره د افغانستان د ښځو ملي لوبډله تيره شپه د الوتکې له لارې اسلام اباد ته ورسيده . د پاکستان د فټبال دفډراسيون يو چارواکي بي بي سي ته وويل چې د افغانستان په لوبډله کې ١٨ لوبغاړې او درې تنه لارښودان گډون لري . چارواکي وويل چې د افغانستان د فټبال د ښځو د ملي لوبډلې غړې ستړې وې نوځکه يې د راتگ د ځنډ پوښتنه نه ده کړې . د پاکستان د ښځو د فټبال څلورمه اتلولي دپنجشنبې په ورځ د اسلام اباد د جناح په لوبغالي کې پيل شوې ده او دوه سيالۍ هم ترسره شوي دي . د افغانستان لوبډله به جمعې په ورځ ارام وکړي او دشنبې په ورځ به د گډون لپاره لوبغالي ته ورشي . خو دا نه ده څرگنده چې افغانستان به لومړى د پاکستان له کومې لوبډلې سره خپل بخت ازمايي. له دې وړاندې د افغانستان د فټبال ىوې وتلې لوبغاړې خاټول امرخيل بي بي سي ته وويل چې دوى به د پاکستان د ښځو د ملي لوبډلې سره بيره له نورو سيمه ييزو لوبډلو سره هم سيالي کوي . خو د افغانستان لوبډله په ځنډ ورورسيده . د پاکستان د فټبال په فډراسيون کې د ښځو د څانگې مشرې روبينه عرفان وار له مخه د افغانستان د لوبډلې په اړه خپل دريځ روښانه کړى دى. دې ويلي دي که د افغانستان د ښځو د فټبال ملي لوبډله د جمعې تر ماسپيښينه هم راورسيږي نو دوى به په اتلولۍ کې د لوبيدو وخت ورکړي . که څه هم د پاکستان دا گام د فيفا له ارونو سره سر نه خوري خو د پاکستان دفټبال دې چارواکې وويل چې افغانستان د پاکستان د ورور په څير دى . دې دا خبره هم وکړه چې په پاکستان کې د ښځو د فټبال لوبډلې نوې هڅه کوي چې له نورو هيوادونو سره د سيالۍ جوگه شي نو ځکه په دې برخه کې د فيفا په قوانينو کې نرمي شته دى . د افغانستان لوبډله وايي چې دې لوبو ته يې ښه چمتوالى نيولى دى او ددوى د کورنيو د غړو له خوا هم ډيرې هڅيدلي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغان لوبغاړې:پاکستان ته چمتوالى لرو15 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||