|
افغان لوبغاړې:پاکستان ته چمتوالى لرو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فټبال ښځينه ملي لوبډله پاکستان ته سفر وکړي او هلته د گاونډي هيواد له سيمه ييزو لوبډلو سره په سياليو کې برخه واخلي . افغانستان له دې وړاندې د فټبال ښځينه لوبډله نه درلوده خو د هيواد دننه د ښځينه ښونځيو ترمنځ سيالۍ کېدې . دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د فټبال ښځينه لوبډله له هيواد بهر سفر کوي . په دې لوبډله کې ١٨ تنه لوبغاړې گډون لري او په ١٠ ورځينيو اتلوليو کې به گډون وکړي چې د روانې مياشتې په شپاړسمه نيټه پيليږي . له دې ډلې سره درې تنه افغان روزونکي او لارښودان هم شته دى چې ټول شمير يې ٢١ تنو ته رسيږي . د افغانستان لوبو د ادارې له خوا هلې ځلې ډيرې شوي دي چې د په بيلا بيلو برخو کې د ښځينه لوبډلو په جوړولو لاس پورې کړي . دفټبال د ملي لوبډلې يوې لوبغاړې بي بي سي ته وويل چې دوى له ډيرې خوارۍ وروسته په دې بريالۍ شوي دي چې د افغانستان د فټبال ښځينه ملي لوبډله جوړه کړي . په دې لوبډله کې لوبيدونکې نجونو د کابل د ښځينه ليسو زده کونکې دي . د خاټول امرخيل په نامه يوې لوبغاړې پاکستان ته له تگ يوه ورځ وړاندې بي بي سي ته وويل چې چمتوالي ته يې په پام سره هيله لري چې د پاکستان د سيمه ييزو لوبډلو په وړاندې به په دغه اتلولۍ کې ښې وځليږي . دې وويل په دې سياليو کې به د پاکستان د ښځود ځوانانو او ملي لوبډلو سربيره دوى د فټبال له هغو ډلو سره سيالي کوي چې سيمه ييزې بلل کيږي . په دې لوبو کې به افغان لوبغاړې هغه جامې نه اغوندي چې په نړيواله کچه د فټبال په لوبو کې اغوستل کيږي . دوى به ځانگړې جامې اغوندي چې ټول بدن يې پټ وساتي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||