|
افغان فوټبال لوبډله د پاکستان پايلوبو ته ورسيده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډله نن ( چارشنبې د زمري ٣١ د اگست ٢٢ ) تر هغه وروسته د پاکستان د ښځو د اتلوليو پايلوبې ته ورسيده چې بلوچستان ته يې ماتې ورکړه . د افغانستان د نجونو فوتبال لوبډله د پاکستان په بلنه د هغه هيواد د ښځو په فوټبال ليگ کې په لومړي ځل برخه اخلي . د چارشنبې د ورځې لوبه چې د اسلام اباد په لوبغالي کې وشوه افغان لوبغاړو په يوۀ صفر د بلوچستان د نجونو له لوبډلې وگټله . افغان لوبغاړو د لوبې په لومړۍ برخه کې گول وکړ او تر پايه يې ښه دفاع وکړه او بريدونه يې هم لرل خو د نورو گولونو په کولو ونه توانيدې . افغان نجونو په منځلوبو يا کواټر فاينلز کې د پاکستان د نجونو د تير کال اتلې لوبډلې واپډا ته تر پينتاتي هڅو وروسته څلور دوه ماتې ورکړه . په پايلوبه کې به افغانستان د لاهور يا کراچۍ له لوبډلو سره لوبه کوي چې په دويمه نيمه پايلوبه کې له يو بل سره مخامخې دي . پاکستان دوه کاله وړاندې د ښځو فوټبال ليگ جوړ کړ او اوس پکې د ښځو فوټبال لوبې ښې غوړيدلې دي . اوس شا وخوا ٦٠٠ نجونې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې په ٢٤ کلبونو کې لوبې کوي چې تر ټولو ډيرې يې په پلازمېنه کابل کې دي . کابل ١٧ کلبونه لري چې تر ډيره د ليسو نجونو جوړ کړي دي . د افغانستان د نجونو ملي لوبډلې د ٢٠٠٧ کال په پيل کې جرمني ته سفر درلود چې په فرانکفورت کې يې له ځايي کلبونو سره لوبې هم کړې وې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||