BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:49 گرينويچ 2007 ,24 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
زرگونو افغانانوپه ځغاسته کې گډون وکړ

عبدالروف ننگرهارى
ددې سره سره چې افغان ځوانان له بې روزگارۍ څخه ځوريږي او ډير شمير نور يې په جگړو کې ښکيل دي دغوسختو شرايطو ته په پام سره په ځغاسته کې د زرگونو ځوانانو ونډه وستايل شوه
نژدې ٣ زره کسانو او شا وخوا ٥٠ نجونو په کابل کې د ځغاستې د سياليو په پايلوبو کې برخه واخېسته .

دځغاستې دغه څه باندې ١٥ کيلومتره و اټن په نژدې يو ساعت کې ووهل شو.

دد غو سياليو سمبالونکي خصوصي سکتور و.

دافغانستان د اولمپيک کميټه وايي د ځغاستي وتلي نارينه و او ښځينه لوبغاړو ته به د گاونډيو هېوادونو دځغاستې په سياليو کې د تلو لارې چارې برابرې کړي .

د ځغاستې ددغو لوبو سرليک و ( نيشه يې توکو ته نه وواياست او سولې ته ښه راغلاست ) او مو خه يې د مخدره توکو څخه د ځوانانو ژغورنه وښودل شوه .

سيالي د کابل ښار د لويديځ د دارلا مان له ماڼۍ د سهار په ٧ بجو پيل او سلگونو ځوانانو هڅه کوله د لومړي مقام د ترلاسه کولو لپاره تر نور دمخه غازي لوبغالي ته ځانونه ورسوي .

په پيل کې څه باندې ٥٠ نجونو د ټاکل شوي ٤ کيلومتره واټن لپاره ځغاسته وکړه چې د کابل اوسېدونکې ١٤ کلنې محبوبې دغه ٤ کيلومتره واټن په څه باندې ٢٣ دقيقو کې ووهه او لومړى مقام يې تر لاسه کړ .
غږ:
محبوبه تير کال هم دځغاستې په ورته سياليو کې لومړى ځاى گټلى و . د تير کال په پرتله په سياليو کې د نجونو گډون زيات شوى و .

له دار الامانه بيا تر غازي لوبغالي پورې د هلکانو د ١٥ کيلو متره ځغاستې د سياليو گټونکى ٢١ کلن بغلانى ځوان احمد نواب پوپل شو.

ده خپل احساس داسې وښوده :

(( د بغلان ولايت د ځغاستې په ١٧ کيلومتري او د تخار په ٨ کيلومتري سياليو کې مې دوهم مقام وگاټه .

دهرات او خوست په نژدې لس کيلومتري سياليو کې مې لومړى لومړى مقام گټلى او دادى دمنډې په دغو ١٦ کيلومتري سياليو کې مې هم لومړئ ځاى تر لاسه کړ .

ډېر خوښ يم او په دغه ډگر کې به د نورو برياو هڅې کوم .))

شل کلن په ځان نرى ننگرهاري ځوان عبدالروف بيا د ځغاستې په خپله لومړۍ سيالۍ کې دوهم مقام گټلى او لامل يې دمور پلار دوعا گانې بولي .

د سيالۍ وتلو گډونوالو ته په غازي لوبغالي کې کپونه او د لپ ټاپ کمپيوټرونو په گډون يوه اندازه نغدي جايزې هم ورکول شوې چې د نورو سلگونو ځغاستونکو ولولې يې را وپارولې .

ظا هرا دغه جاېزې ددوى د هڅونې لپاره ورکول شوې خود اولمپيک د ملي کميتې مشر محمد انور جگدلک دخصوصي سکتور په مټ ددغو تر سره شويو ځغاست لوبو له تر سره کيدو دخوښۍ د ښولو تر څنگ زياته کړه چې دغو وتلو ځوانانو ته به دنور پر مختگ زمينه برابره کړي.

تردې وړاندې د افغانستان په څو لويو ښارونو کې د ځغاستې دغه ډول سيالۍ دسلگونو ځوانانو په گډون تر سره شوي چې دايې پايلوبې وي .

کار پوهان وايي چې که د دولت په خواکې خصوصي پانگوال ځوانان د لوبو او سپورټ خواته وهڅوي نو له يو پلوه به يې د هغوى له روغتيا سره مرسته کړي وي او له بل پلوه به يې په نيشه يې توکو داخته کېدو دمخنيو ترڅنگ د امنيت او ځوا نانو په روزنه کې برخه اخيستي وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت